د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

انځور: افغانستان انټرنېشنل

د افغانستان انټرنېشنل شبکې خبریاله مریم رحمتي، چې په دې وروستیو کې یې د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» د ۲۰۲۶ کال افتخاري جایزه ګټلې وايي، د دې جایزې ویاړ د افغان ښځو اړوند دی.

رخشانه: د «ریکاردو اورتګا یاد» جایز هر کال هغه فعال او برجسته خبریال ته ورکول کېږي، چې د ملګرو ملتونو اړوند تلوېزیونو او راډیويي پېښو د پوښښ په برخه کې یې فعالیت کړی وو.

د افغانستان انټرنېشنل خبریاله مریم رحمتي د ملګرو ملتونو د مقر، په افغانستان کې د بشري حقونو پورې اړوند پروګرامونو او ښځو د ځپلو اړوند خبرونه پوښي.

هغې د دې جایزې تر لاسه کولو وروسته ویلي، تل یې هڅه کړې، چې په خپلو راپورنو کې د ښځو او بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو غږ ته انعکاس ورکړي.

مېرمن رحتمي افغانستان انټرنېشنل تلوېزیون ته ویلي «د خوښۍ او غم حس په ورته وخت حس» تجربه کوي، ځکه افغان ښځې د طالبانو د محدودیتونو له امله، له خپلو حقونو او آساسي خپلواکیو محرومې دي، په داسې حال کې، چې دا د کار او بیان د آزادۍ له حق څخه برخمنه ده.

هغه په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې حاکمیت کې د ښځو وضعیت ته په اشارې سره وايي، دا یو له هغو سلو نجونو ده، چې هغه مهال یې تر شپږم ټولګي پورې په پټه ښوونځی لوستی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

مریم رحمتي دا جایزه په ټولو افغان ښځو او نجونو پورې اړوند بولي، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله، د خپل غږ له پورته کولو محرومې دي.

هغه لومړنۍ افغان خبریاله ده، چې په ۲۰۲۶ کال یې د خپلې خبریالۍ په پار، د ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې جایزه ګټلې ده.

ټاکل شوې د دې جایزو د ورکړې مراسم په راتلونکو ورځو کې د ملګرو ملتونو په مقر کې، د دې سازمان د سرمنشي په شتون کې تر سره شي.

د دې افغان خبریالې له خوا د جایزې تر لاسه کولو خبر، د خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعینو او افغان وګړو غبرګونونه را پارولي دي.

اړوندې لیکنې

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه