د «پولیو نړیوالې ورځې» سره سم، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر، د تېر یوه کال په پرتله دوه برابره شوی او ۴۲ پېښو ته رسېدلی دی.
رخشانه: «له پولیو پاکستان افغانستان پاڼې» نن (شنبې د لړم ۲ مه) د پولیو له منځه وړلو ته ژمنتیا ښودلې.
دې بنسټ لیکلي دي: «هر ماشوم حق لري چې روغ ستر شي او د پولیو ویروس قرباني نه شي.»
د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې اوونۍ د سه شنبې به ورځ، په ننګرهار، کندهار او کابل ولایتونو کې د پولیو ویروس د شپږو مثبتو پېښو خبر ورکړ.
دې سازمان ویلي، د دې شپږو پېښو په ثبت سره، په افغانستان کې په پولیو د ټولو اخته کسانو شمېر، د ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه پورې ۴۲ مورده ته رسېدلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د پولیو چاپېریالي ویروس هم ۹۲ بېلګې ثبت شوې دي.
د دې سازمان د شمېرو له مخې، افغانستان دا مهال په نړۍ کې په پولیو د اخته ماشومانو زیات شمېر لري.
دا مهال په هېود کې د پولیو د پلي کولو کمپاین د طالبانو د محدودیتونو له امله، په جوماتونو او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې تر سره کېږي. له دې مخکې دا کمپاین کور په کور تر سره کېده.







