په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشره او د دې سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه وايي، د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي.
رخشانه: نوموړې نن شنبې د (لړم ۲ مه) د «ملګرو ملتونو د بنسټ اېښودو د یو اتیایمې کلیزې د ورځې په مناسبت» په یوه انځوریز پیغام کې ویلي، دا سازمان تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی.
فاطمه وايي، ملګري ملتونه «د طبیعي پېښو د رامنځ ته کېدو، وچکالۍ، بې ځایه کېدو، جګړو او بېړنیو بشري مرستو په وخت کې» د خلکو د ملاتړ لپاره د هغوی تر څنګ حضور درلودلی دی.
نوموړې زیاته کړې، په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه ژمنه ده، چې د دې هېواد د خلکو خبرې به اوري، له هغوی سره به تعامل کوي او تر څنګ به یې کار کوي.
د یوناما مشرې په خپلو خبرو کې ویلي دي، د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي، خو د دې هېواد د خلکو وړتیاوې، هیلې او ظرفیتونه له هغو هم لوی دی.
هغې د افغانستان راتلونکې د دې هېواد په خلکو پورې تړلې بللې، چې افغانستان به بیا هم د افغانستان د خلکو ژمن شریک پاتې شي، تر څو هغوی خپله راتلونکې بدله کړي.
رباب فاطمه په داسې حال کې، په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه په خپل کار پیل کوي، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو بنسټونو، په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو له دوام څخه اندېښنه ښودلې ده.







