د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ګوترش: په جګړیزو سیمو کې ښځې د تاوتریخوالي او محدودیتونو له زیاتېد وسره مخ دي

28 اکتوبر 2026
ګوترش: په جګړیزو سیمو کې ښځې د تاوتریخوالي او محدودیتونو له زیاتېد وسره مخ دي

د انتونیو ګوترش اېکس پاڼه

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش په جګړیزو سیمو کې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي د خبرداري ورکولو تر څنګ، د سولې په پروسو کې د ښځو په مانا لرونکي ګډون ټينګار کړی دی.

رخشانه: ګوترش دغه څرګندونې پرون ناوخته سه شنبې د (لړم ۵ مه) د د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په علني غونډه کې مطرح کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي د ګڼو ناستو، کنفرانسونواو پرېکړه لیکونو له تصویب سره سره، نړۍ کې جنسیتي نابرابرۍ لا هم دوام ولري او شځې له ډېرو خبرو اترو او تصمیم نیونو له بهیره څنډې ته وهل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، په جګړو پورې تړلي جنسي تاوتریخوالي په تېر کال کې له ۹ زره او ۷۰۰ مورده زیات شوي، هغه شمېر چې د هغه په وینا، ډېر کم امکان لري، چې دا دې ریښتینې شمېرې وي.

همدارنګه ګوترش په ګڼ مېشتو سیمو کې د چاودېدونکو وسلو د کارولو په ترڅ کې د ښځو او نجونو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو او په بحراني سیمو کې میندو د مړینې زیاتوالي باندې اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې، مشرانې، سیاستوالې، خبریالانې، د بشري حقونو مدافعیني او د ښځو د حقونو فعالانې څنډې ته وهل کېږي او په نښه کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

ګوترش افغانستان، مالي، یمن او سومالي له هغو هېوادونو یاد کړي، چې په کې ښځې او نجونو له سختو محدودیتونو او د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو او همکاره سازمانونو پر ښځینه کارکوونکو د محدودیتونو لګول، د هغوی د دندو په وړاندې خنډ جوړ شوی دی.

د ګوترش په وینا، د مالي مرستو کمېدل هم د کلېنیکونو او د ښځو او نجونو لپاره د خوندي چاپېریال په تړل کېدو، د بشري مرستو د ملاتړ په کمېدو او د ښځو اړوند ځینو سازمانونو د فعالیت په بندېدو تمام شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي و ویل: «د سولې پروسو کې د ښځو ګډون باید سمبولیک نه دي، ځکه د سولې بهیرونه هغه مهال د پایښت له زیات چانس څخه برخمن کېدای شي، په هغو کې ښځې په مانا لرونکې توګه ګډون ولري او د ټولنو د راتلونکې په جوړولو کې برابر ځای ومومي.
نوموړي زیاته کړې، تېر کال د سولې اړوند ۵۷ بهیرونو کې یوازې پنځه سلنه ښځې د خبرو اترو برخه وې او د نړۍ د سولې توافق پاڼو کې، له یو پر پنځمې برخې کم موضوعات لکه، ښځې، نجونې، جنسیت یا جنسي تاوتریخوالو ته اشاره کړې وه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د خبرو اترو په ټولو میزنونو کې د ښځو د ګډون، د سولې په توافق پاڼو کې د هغوی د اړتیاو منعکس کولو او د ښځو له سازمانونو د مالي ملاتړ د زیاتوالي، په ځانګړې توګه له جګړې د اغېزمنو سیمو او جبري کډوالو غوښتنه وکړه.

ګوترش د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو وغوښتل، چې د خپلو مرستو د پراخولو په ژمنو عمل وکړي او په ټوله نړۍ کې د دې د ښځو او نجونو د ملاتړو سازمانونو بودجه بیا تامین کړي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026
کونړ کې یوه ښځه او ځوان زوی یې وژل شوي
خبر

کونړ کې یوه ښځه او ځوان زوی یې وژل شوي

9 نوومبر 2026
اوچا: لوږه او د طالبانو محدودیتونه افغان ښځې او ماشومان ګواښي
خبر

اوچا: لوږه او د طالبانو محدودیتونه افغان ښځې او ماشومان ګواښي

9 نوومبر 2026
غور او لغمان کې ترافیکي پېښو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۲ تنو ژوند واخیست
خبر

غور او لغمان کې ترافیکي پېښو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۲ تنو ژوند واخیست

8 نوومبر 2026
ننګرهار کې د یو ښوونځي د دوو زده کوونکو نجونو مړي موندل شوي
خبر

ننګرهار کې یوه مېړه خپله ښځه وژلې ده

7 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه