د هزاره ټولنې یو شمېر ګوندونو، بنسټونو او فعالانو، د طالبانو له خوا د هزاره ګانو «د ظلم، تبعیض، جبري کډه کولو، ملکیتونو د نیولو او اساسي حقونو د سرغړونو پر دوام» اندېښنه وښوده وايي، هزاره ګان تر دې د نور ظلم زغم نه لري.
رخشانه: دوی نن (چهارشنبې د لړم ۶ مه) د «جلا وطنه هزاره ټولنې» په کوربه توب د هزاره ټولنې د سیاسي ګوندونو، مدني او ټولنیزو بنسټونو او فعالانو تر انلاین غونډه وروسته یو پرېکړه لیک صادر کړ.
د دې پرېکړه لیک لاسلیک کوونکو «په افغانستان کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو د قومیت، مذهب، ژبې پر بنسټ ټولیزه ځورونه، جبري کډوالۍ، د هغوی د ځمکو او ملکیتونو غصب او د هغوی د اساسي حقونو ماتونه» په کلکه وغندل.
دوی و ویل: «د قومیت، مذهب، ژبې پر بنسټ ټولیزه ځورونه، جبري کډوالۍ، د ځمکو او ملکیتونو غصب، هدفي وژنې او له اساسي حقونو محرومول» د هزاره ګانو په وړاندې د نسل وژنې او قومي پاګونې سیاستونو د دوام بېلګې دي.
د هزاره ټولنې فعالانو ټينګار وکړ، چې د دې اندېښنو طرحه د هېواد د عمومي وضعیت، د بشري حقونو د پراخو سرغړونو او د افغانستان د خلکو په وړاندې د طالبانو د ټولو ځپوونکو اقدامامو په نه پام کې نیولو په مانا نه ده.
دوی ټینګار کړی، چې په واک کې د طالبانو شتون د افغانستان د مشروع حاکمیت په توګه په رسمیت نه پېژني او د دې ډلې له خوا په زور، تاوتریخوالي او ترهګریزه اقداماتو د واک ولکه کول ملي او ولسي مشروعیت نه رامنځ ته کوي.
د دې پرېکړه لیک لاسلیک کوونکو په څرګنده اعلان وکړ، هزاره ټولنه نور نشي کولی د دې، ظلم، تبعیض، جبري کډوالۍ، د ملکیتونو د نیولو او اساسي حقونو د سرغړونو کچه وزغمي.
دوی لیکلي: «زمو له نظره اوسنی وضعیت بحراني او د نه زغملو پړاو ته رسېدلی دی، چې کولی شو هغه هډ ته د چاړې د رسېدو په توګه بیان کړو.»
د هزاره ټولنې فعالانو ویلي، له «ځان، انساني کرامت، فردي امنیت، خپلواکۍ، عزت، کور، ځمکې، مالکیت او ټولو نورو اساسي حقونو» څخه دفاع خپل مشروع او نه سلب کېدونکی حق بولي.
هغوی په هېواد کې د ننه له هزاره او شیعه ټولنې وغوښتل، چې د هر ډول ظلم، تبعیض، جبري کډه کولو، ځمکو او مالکیت د غصب او خپلو اساسي حقونو د سړغونو په اړه حساس، هوښیار او یو موتی و اوسي او اجازه ورنه کړي، چې د دوی له حقونو سرغړونې په یوه عادي او منل شوي امر بدل شي.
د هزاره ټولنې فعالانو له سیاسي ګوندونو، مدني او ټولنیزو بنسټونو او ځوان هزاره نسل څخه وغوښتل، چې د پیوستون او همغږۍ په غښتلي کولو سره، له خپلو حقونو سرغړونې مستندې کړي.
دوی ټینګار وکړ چې «له تبیض نه د ډکو سیاستونو دوام او د هزاره ګانو او شیعه ګانو د حقونو تر پښو لاندې کول، کولی شي د افغانستان د قومونو، ټولنیزو اړیکو او ګډ ژوند کولو تر منځ اړیکې زیانمنې کړي او ټولنیز اختلافونه او شخړې لا پېچلې کړي.
د هزاره ټولنې فعالانو له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم وغوښتلو چې د هزاره ګانو د قومي او مذهبي ځورولو، هدفي وژنو، جبري کډه کولو، د ځمکو او ملکیتونو د غصب اړوند راپورونه په خپلواکه او مستنده توګه وڅېړي او د دې اقداماتو د درولو، له ملکي خلکو د خوندیتوب او د هغوی د عاملینو د ځواب وینې په اړه عملي اقدامات تر سره کړي.
دوی د نړیوالې ټولنې له خوا «بشري حقونو ته د نه پاملرنې په صورت کې د طالبانو سره د سیاسي اړیکو د عادي کولو» د مخنیوي غوښتنه وکړه او د «حقونو د سرغړونو د مستند کولو، د قربانیانو د خوندیتوب او د ملکیت د حقونو د بېرته راګرځولو لپاره د اغېزمنو میکانېزمونو د پیاوړي کولو» پر اړتیا ټینګار وکړ.







