ښځینه فعالانو په جینوا کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته کې، د افغان ښځو پر ملاتړ او «د بشریت په وړاندې د جرم په توګه د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو» باندې ټینګار وکړ.
رخشانه: د «ښځو، سولې او امنیت» ناسته کې چې پرون سه شنبې د (لړم ۵ مه) جوړه شوه، د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مدیرې سیما باهوس او د ښځو د حقونو څو تنو افغان فعالانو خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیه مدیرې سیما باهوس په دې ناسته کې و ویل د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې، د دې ډلې د محدودیتونو له امله، په هدفي توګه له عمومي ژوند څخه ایستل شوې او د خپل هېواد د راتلکې په اړه له رول څخه محرومې کړای شوې دي.
د ښځو د حقونو افغان فعالې تمنا زریاب په دې ناسته کې ویلي، طالبان غواړي، په افغانستان کې د «خپلواکۍ غوښتنې غږ» غلی کړی.
هغې د طالبانو په زندان کې د خپل او خپلې خور د تېر وخت په اړه ویلي، د دې ډلې په زندان کې یې د بندیانو اوازونه اورېدل، چې د ټوپک په شپېلۍ غلي کېدل.
د ښځو د حقونو دې فعالې پر دوام ویلي، افغانستان کې د طالبان په وړاندې د اعتراض غږ پورته کول، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د «خپل ځان د امنیت او خپلواکۍ په خطر کې اچول» دي.
نوموړې زیاته کړه، په نړۍ کې یوازې افغانستان دی، چې نجونې په سیستماتیک ډول د زده کړې او تحصیل له حق نه او ښځې کابو د ټولنیز ژوند له ټولو برخو لرې کړای شوې دي.
د ښځو د حقونو دې فعالې د طالبانو په وړاندې پر مبارزې او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د جرم په توګه د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو باندې ټینګار وکړ.
د بشري حقونو فعالې زبیده اکبر هم په دې ناسته کې و ویل، چې له زده کړو د نجونو د محرومیت څخه پنځه کاله تېرېږي، خو تر اوسه پورې نړیوالې ټولنې د دې محدودیت د پای ته رسولو لپاره هېڅ ډول اقدام نه دی کړی.
هغې پر دوام و ویل: «د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې، په سیاسي او ټولنیزو برخو کې مانا لرونکی ګډون نه لري او د خپل هېواد د راتلونکې په اړه له پرېکړو څخه محرومې شوې دي.»
د ښځو د حقونو دې فعالې افغانستان کې خپلو حقونو او اساسي خپلواکیو ته د ښځو د لاسرسي محدودولو په اړه د طالبانو ۱۴۱ فرمانونو ته په اشارې سره ویلي، نړیوالې ټولنې تر اوسه دې فرمانونو ته جدي غبرګون نه دی ښودلی.
هغې ملګرو ملتونه له بشري حقونو او د ښځو له حقونو سره په دوه ګوني چلند تورن کړل ویې ویل: «ملګري ملتونه دې یا د ښځو حقونو ته ارزښت ورکړي او د هغوی سیاسي ګډون ته دې درناوی وکړي، یا دې هم د طالبانو د غوښتنو او جوړښتونو سره سم عمل وکړي او د ښځو د ګډون مخه دې ونیسي.»
د بشري حقونو دې فعالې زیاته کړه، افغان ښځې د طالبانو له محدودیتونو او د «نیولو، زنداني کېدو او ربړونې» په اړه له پوهاوی سره سره، لا هم د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي.







