د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فایق: د طالبانو له خوا د هزاره ګانو د ځمکو غصب او جبري کډه کول د اندېښنې وړ دي

29 اکتوبر 2026
فایق: د طالبانو له خوا د هزاره ګانو د ځمکو غصب او جبري کډه کول د اندېښنې وړ دي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، افغانستان کې د طالبانو له خوا د هزاره ګانو د ځمکو او ملکیتونو غصب او جبري کډه کولو ته په غبرګون کې وايي، هېڅ قومي ډله نه باید د قومیت په دلیل د ځورولو او تعقیب سره مخ شي.

رخشانه: هغه پرون ناوته (چهارشنبې د لړم ۶ مه) د ملګرو ملتونو د درېیمې کمېټې په عمومي غونډه کې ویلي، پنځه کاله کېږي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په سیاسي، بشري حقونو، بشري مرستو، اقتصادي او امنیتي بحرانونو کې تیندکې خوري.

ښاغلي فایق د افغانستان هزاره او شیعه ګانو ته اشاره کړې وايي، هېڅ قومي ډله نه باید د ځورولو او تعقیب سره مخ شي.

نوموړي پر داسې مهال دا اندېښنه څرګنده کړې، چې طالبانو په څو ولایتونو له هغې جملې په کابل کې څو هزاره مېشتي ښارګوټي «امارتي» اعلان کړي او په ځینو مواردو کې یې خلک جبري کډوالۍ ته اړ کړي دي.

فایق پر دوام ویلي: «د طالبانو وروستي فرمانونو له ښځو او نجونو ملاتړ لا کمزوری کړی، په داسې توګه چې له ځوروونکو ودونو خلاصون یې خورا سخت کړی او د ماشومتوب ودونو او کورني تاوتریخوالي په وړاندې یې تضمینونه لا کمزوري کړي دي.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولی سرپرست زیاته کړې، د طالبانو هغه پالیسۍ او سیاستونه چې د اسلامي ښوونو، د افغانانو له دودونو او د بشري حقونو له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي، باید ودرول شي.

نوموړي له بشري حقونو د سرغړونو په دوام، خپل سرو نیونو، ربړونې، د ښځینه فعالانو او رسنیزو کارکوونکو جنسي ځورونې، جبري ورکولو او له مخالفو وسله والو ډلو سره د اړیکو په تور د ملکي وګړو په خپل سر وژنو باندې اندېښنه ښودلې ده.

فایق ویلي، افغانستان کې کابو ۹ میلیونه ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي او شاوخوا ۳.۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ ځورېږي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړې، د ښځو په زده کړو او کار محدودیتونه، اساسي خدمات، په ځانګړې توګه د عامې روغتیا په برخه کې خورا کمزوري کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هره یوه دقیقه کې یوه ښځه د رحم سرطان له امله ژوند له لاسه ورکوي

طالبانو لغمان کې څلور ښځینه خبریالانې د څو ساعتونو لپاره نیولې

نوموړي په جګړیزه شریطو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په غوښتنه او په هېواد کې د ملکي وګړو، له هغې جملې په کابل ښار کې د امید په نوم د معتادینو په کمپ د شوي برید په اړه د خپلواکو پلټونو او راپورونو باندې ټینګار کړی دی.

فایق ویلي: «د ښځو او نجونو د حقونو بېره راژوندي کول باید همدارنګه د نه مذاکرې وړ لومړیتوبونو کې پاتې شي او له طالبانو سره تعامل نه باید له تبعیض څخه د ډکو سیاستونو د عادي کولو په لار واوړي.»
هغه په افغانستان کې «د بشري مرستو په ځانګړې توګه د زده کړو، روغتیا، له ماشومانو او ژوند د ملاتړ په برخو کې پر دوام ټينګار کړی دی.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د افغانستان لپاره د یوه خپلواک پلټونکي میکانېزم د رامنځ ته کېدو هرکلی او په افغانستان کې یې د بشري حقونو د سرغړونو د ځواب وینې د هڅو څخه ملاتړ کړی دی.

هغه د هېواد د راتلونکې په جوړولو کې د ټولو وګړو پر ګډون ټینګار کړی وايي، د افغانستان راتلونکې نه باید له خلکو پرته وټاکل شي یا د هغوی له اساسي حقونو څخه د انکار پر بنسټ باید نه وي.

اړوندې لیکنې

طالب ځواکونو بامیانو کې دوه ښځینه روغتیاپالو ته سپکاوی کړی او نیولې یې دي
خبر

طالب ځواکونو بامیانو کې دوه ښځینه روغتیاپالو ته سپکاوی کړی او نیولې یې دي

16 نوومبر 2026
غزني کې یوه ښځه د ناسمو درملو د تزریق له امله مړه شوې
خبر

غزني کې د پخوانۍ مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی

16 نوومبر 2026
معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه
خبر

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

15 نوومبر 2026
غزني کې د یوې پخوانۍ مرمۍ چاودنې یو ماشوم و واژه
خبر

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

15 نوومبر 2026
په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه