ننګرهار کې طالبانو اعلان کړی، ډېورنډ کرښې ته نېږدې «تورخم» کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
رخشانه: ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پېښه پرون چهارشنبې د (د لړم ۶ مه) د «خان آباد» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، د دې پېښې په ملکي ټپیانو کې یو تن د «هارو» موسسې کارکوونکی او بل د سیمې اوسېدونکی دی.
خبرپاڼه کې د وژل شویو ماشومانو او ټپیانو د عمر، هویت او روغتیايي وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.
طالبانو او پاکستاني ځواکونه یو ځل بیا په سرحدي سیو کې سره په جګړه کېوتي دي.
دواړو لورو له څو ځل خبرو اترو وروسته کومې پایلې ته ونه رسېدل او اوس د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې نښتې روانې دي.
یوناما څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، ډېورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو له امله، د روان میلادي کال د جنورۍ له اولې د مارچ تر ۳۱ مې پورې ۳۷۲ ملکي وګړي افغانستان کې وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان شوي دي.







