د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فایق: د طالبان د لوړ پوړو چارواکو د نیولو حکم باید پلی شي

4 نوومبر 2026
فایق: د طالبان د لوړ پوړو چارواکو د نیولو حکم باید پلی شي

انځور: د نصیر احمد فایق اېکس پاڼه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، د جرمونو ضد نړیوالې محکمې د حکم له مخې، د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو د نیولو غوښتنه کړې ده.

رخشانه: نوموړي دا څرګندونې پرون (سه شنبې د لړم ۱۲ مه) د جرمونو ضد نړیوالې محکمې د راپور په اړه، د ملګرو ملتونو په ناسته کې بیان کړې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، د افغانستان د خلکو په تړاو د عدالت د تامین او ځواب وینې لپاره د نړیوالې ټولنې د عملي ګام پورته کولو غوښتنه وکړه.

هغه په دې نساته کې ویلي، افغان ښځې او نجونې د طالبانو په تېره څه باندې پنځه کلنه واکمنۍ کې له تبیعض، ځورولو، هدفي او بنسټیز څار سره مخ او له زده کړو، کار او عمومي عرصو کې له ګډون کولو محرومې دي.

د فایق په وینا، د بشري حقونو مدافعین، خبریالان، پخواني امنیتي ځواکونه، لږکي او هغه کسان چې د طالبانو سیاستونه ننګوي، لا هم له جدي ګواښونو او ناوړه چلندونو سره مخ دي.
فایق زیاته کړې، د طالبانو په نظام کې د اساسي حقونو تر پښو لاندې کول په حاکم سیاست بدل شوي دي، په داسې حال کې، چې قربانیان ډېر لږ د زیان جبران او عدالت ته لاسرسی لري.

هغه د څلورو لوړ پوړو طالب چارواکو د نیولو له حکمه هرکلی کړی وايي، دا احکام باید پلي شي او تورن کسان باید ونیول شي او محاکمه شي.

فایق ټینګار کړی، دا پرېکړه ښيي، چې د اشخاصو د اساسي حقونو د قصدي محرومولو په ګډون سیستماتیک او بنسټیز تبعیض د نړیوال قانون له مخې جرم ګڼل کېږي.

نوموړي ویلي، دا اړینه ده، چې شواهد وساتل شي، د غچ اخیستنې مخه ونیول شي او د حساب ورکولو په پروسو کې د افغان شځو، ژوندیو پاتې شویو، اغېزمنو ټولنو او مدني ټولنې د خوندي او مانا لرونګي ګډون لپاره اساس چمتو شي.

فایق د جرمونو ضد نړیوالې محکمې، د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي او د افغانستان لپاره د خپلواک پلټونکي میکانېزم د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، له طالبانو سره تعامل هېڅ کله نه باید د ځپلو، له سزاو د خوندیتوب او یا د لنډ سیاسي ملاحضاتو په وړاندې د ځواب وینې د قرباني کول عادي کړای شي.

نوموړي په افغانستان کې د پراخ بنسټه راتلونکې څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کړې وايي، دا هېواد د خلکو په مشرۍ او د ملګرو ملتونو د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو سره، یوه داسې سیاسي بهیر ته اړتیا لري، چې د خلکو د حقونو او ارادې پر بنسټ ولاړ وي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026
کونړ کې یوه ښځه او ځوان زوی یې وژل شوي
خبر

کونړ کې یوه ښځه او ځوان زوی یې وژل شوي

9 نوومبر 2026
اوچا: لوږه او د طالبانو محدودیتونه افغان ښځې او ماشومان ګواښي
خبر

اوچا: لوږه او د طالبانو محدودیتونه افغان ښځې او ماشومان ګواښي

9 نوومبر 2026
غور او لغمان کې ترافیکي پېښو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۲ تنو ژوند واخیست
خبر

غور او لغمان کې ترافیکي پېښو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۲ تنو ژوند واخیست

8 نوومبر 2026
ننګرهار کې د یو ښوونځي د دوو زده کوونکو نجونو مړي موندل شوي
خبر

ننګرهار کې یوه مېړه خپله ښځه وژلې ده

7 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه