د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښوونځي وروستی زنګ، د کتابونو د لیدو لپاره مې د مور کره ځم (۱)

4 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ، د کتابونو د لیدو لپاره مې د مور کره ځم (۱)

بېنظیر (مستعار)

یادونه: دا روایتونه د هغو نجونو کیسې دي، چې سږ کال له شپږم ټولګي پاتې شوې. له زده کړو محرومیت د ټولیز تاوتریخوالي تر ټولو هغه ښکاره ډول دی، چې د یوه نسل راتلونکې ترې اخلي. رخشانه رسنۍ د لومړنۍ لاس کیسې د نوامبر د ۲۵ په مناسبت، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، خپروي.

کله چې د المارۍ دړه پرانیزم، لومړی مې سترګې د ښوونځي په یونیفورم لګېږي. همغه آشنا جامې، چې یو وخت به مې هر سهار په مینې سره اغوستې تر څو ځان ښوونځي ته ورسوم. څو شېبې په ځیر ورته ګورم. زړه مې غواړي بیا یې واغوندم، کتابونه مې د خپل بکس په منځ کې واچوم او له کوره ووځم. خو اوس زما لپاره ښوونځي ته تلل یوازې یوه خاطره ده.

یوه اوونۍ وړاندې د مور کره تللې وم، خپل کتابونه او کتابچې مې له هغه ځای چې اېښې مې وې، را و ایستلې. یو له کتابونو مې پرانست او په لوستلو مې پیل وکړ. د څو شېبو لپاره مې احساس کړه، چې بیا د همغه ښوونځي نجلۍ یم. همغه نجلۍ چې د تفرېح په زنګ سره به یې د قصې کتاب یا د خپلې انګېزې وړ کتاب په لاس کې اخیست او د خپلو ملګرو تر څنګ به کېناسته.

خو ډېر ژر مې یاد ته راغله چې نور هغه زده کوونکې نه یم.

زه بېنظیر (مستعار) او ۱۶ کلنه یم. تېر کال له شپږم ټولګي فارغه شوم. خو تر نن ورځې مې باور نه کېږي، ټاکل شوې نه ده، چې ښوونځي ته وګرځم.

د انګلیسې مضمون مې ډېر خوښېده. کله به مې چې په انګلیسې خبرې کولې یا به مې اورېدل څوک انګلیسي خبرې کوي، ډېره خوشحالېدم. زړه مې غوښتل ډېره یې زده کړم او یوه ورځ وکولی شم، په سمه توګه انګلیسي خبرې وکړم.

په ښوونځي کې مې نېږدې ملګرې ساغر او شهلا وې. د تفرېح په زنګونو کې به مو خبرې سره کولې. شوخي به مو کوله او د رتلونکې په اړه به مو خبرې کولې. هر یوه به له خپلو هیلو غږېدو. ځینې هغه خبرې چې په هغو ورځو کې به مو کولې، اوس زما لپاره په داسې خاطرو اوښتې، چې هر څومره یې په اړه فکر وکړم، ډېر مې په هغې ورځو پسې زړه تنګېږي.

هغه وخت مو ژوند ساده وو. ښوونځي ته تلم، انګلیسي کورس ته تلم، کورنۍ دنده مې تر سره کوله، کتاب مې لوست او په کور کې مې کار کولو. کله چې وړه وم، هیله مې درلوده، قابله شم.

په دویم ټولګي کې وم چې طالبان واک ته ورسېدل. دا خبر مې هم چې له شپږم ټولګي بره نجونې نور نه شي کولی درس ولولي، همغه کال له تلوېزیون څخه واورېده. لا ډېره وړه وم، خو د هغه خبر په مانا پوهه شوم او بد حس مې وکړ.

له هغې ورځې وروسته مې درې کاله په اندېښنه او خفګان کې درس ولوست. تل وېرېدم چې نور ښوونځی را ته تمام شو.

ځکه له ماشومتوبه د تره د زوی په نوم وم، پوهېدم چې ښوونځی زما لپاره یوازې د درس لوستلو ځای نه دی. ښوونځی مې ټول هدف وو. په واقعیت کې زما مقصد وو او ښايي یوازی شي، چې کولی شوای د تره له زوی سره زما واده وځنډوي.

د دې لپاره چې یو کال زیات درس ولولم، یو کال زیاته ښوونځي ته لاړه شم او یو بل کال هم ماشومتوب وکړم، پنځم ټولګی مې ونه لوست تر څو ناکامه شم، غوښتل مې یوازې یو بل کال زده کوونکې و واسم.

زموږ په کور کې هم د افغانستان د نورو کورنیو په څېر رواج وو، چې نجلۍ او هلک د زېږېدو پر مهال یو د بل په نوم کړي. پلار او مور مې په ځانګړې توګه پلار مې کله چې زه نړۍ ته راغلم، زما د راتلونکې لپاره دا وړ تصمیم نیولی وو.

د طالبانو تر راتګ وړاندې ټاکل شوې دا وه، چې د دولسم ټولګي تر پای ته رسېدو او د ښوونځي تر تمامېدو پورې د واده مراسم ونه شي. دا مې په وار وار له موره اورېدلې وه او په همدې هیله مې درس ویلو. فکر مې کاوه که ښوونځي پای ته ورسوم، ښايي وکولی شم د خپل ژوند په اړه یو بل تصمیم ونیسم.

خو د کابل په سقوط سره هر څه بدل شول.

پلار مې و ویل، په دې شرایطو کې د ځوانې لور ساتل چې ګوژدن هم وي، ښه نه ده. بالاخره مې د ۱۴۰۵ کال په پسرلي کې واده وکړ.

د ښوونځي وروستۍ ورځ لا هم په یاد لرم، خو هغه ورځ مې د یوې معمولي ورځې په شان تېره کړه، له ساغر سره خفه وم. ان نه پوهېدم او که لا ساده و وایم. نه مې غوښتل دا باور وکړم، چې نور ټاکل شوې نه ده ښوونځي ته راشم. که پوهېدای، ښايي هغه ورځ مې خپله ملګرې په غېږ کې نیولې وای. ښايي یو له بل سره مو زیات خندلي وای. ښايي په لا ډېره ځیرکتیا به مې، ټولګي، دړې، میزونو او د خپلو ټولګیوالو څېرو ته کتلي وای.

خو زه نه پوهېدم. له موږ هېڅ یوه نه پوهېده چې په وروستۍ ورځ څه لرو. وروستۍ ورځ ده.

د ښوونځي جامې مې لا هم ساتلې دي. کتابونه او کتابچې مې اوس هم د پلار په کور کې دي. وروستي شیان چې د ښوونځي په بکسه کې مې کېښودل، کتابونه، قلمونه او کتابچې مې دي.

کله کله چې د مور کره ځم او هغه کوټې ته ننووځم او یونیفورم مې وینم، ښوونځی مې یاد ته راځي.

کله چې د ښوونځي د زنګ غږ اورم یا زده کوونکي ونیم، چې تر څنګ مې تېرېږي، زړه مې نیول کېږي. ډېری وخت مې زړه غواړي وژاړم او له ځانه وپوښتم: «ولې زه نه شم کولی ښوونځي ته لاړه شم؟»

تر ټولو ډېر مې په درس لوستلو، ټولګي ته تللو، د درس تشرېح کولو او له خپلو ملګرو سره په شوخۍ پسې زړه تنګېږي.

له صمیمي ملګرو سره مې اوس هم په اړیکه کې یم. د ښوونځي د ورځې انځورونه او د ملګرو انځورونه لرم. کله کله انځورونه ګورم او د هغو ورځو په اړه فکر کوم، چې لا نه پوهېدم، څومره ژر به پای ته ورسېږي.

اوس مې ورځې تر ډېره د کور په کارونو، کتاب لوستلو او د مېړه کورنۍ ته په خدمت کولو تېرېږي. لا هم انګېزه وروکوونکي او د انګلیسي کتابونه لولم. ښايي د هغو په لوستلو سره غواړم هغه نجلۍ چې یو وخت وم، ژوندی وساتم.

د ښوونځي له تړل کېدو وروسته مې ډېر بدلون وکړ. یوه غلې انسان شوم، ان ناروغه شوم او ژور خفګان ونیوم. ځینې وخت مې له خولې وینې راځي، کله بې هوښه کېږم او ټول بدن مې خولې کوي. داسې شپې هم راغلې، چې یوازې مې ژړلي دي.

زما لپاره د دې وخت تر ټولو بده برخه دا وه، چې له ښوونځي وروسته مې خپلې هیلې هم له لاسه ورکړې او هم په ناروغۍ او خفګان اخته شوم.

کله کله چې وروڼه ګورم، درس لولي او خپلو موخو ته رسېږي. د هغوی په بریا خوښېږم، خو کله چې ځان ته ګورم، یو سوال مې په فکر کې راځي: «نو زه څه؟» «ولې زه خپلو موخو ته نه شم رسېدای؟» وروسته ځان ته وایم «ځکه جرم مې انجلۍ توب دی.»

زما لپاره د ښوونځي تړل کېدل یوازې د یوې دروازې بندېدل نه وو، هیلې، خوبونه، امیدونه او ان زما د خوشحالۍ یوه برخه یې را نه واخیسته.

له دې سره سره مې لا هم هیلې نه دي بدلې شوې. اوس هم غواړم درس ولولم. اوس هم تمه لرم قابله شم. لا هم امیدواره یم چې یوه ورځ بیا وکولی شم، ښوونځي ته لاړه شم.

لویه اندېښنه مې دا ده، چې آیا د افغانستان وضعیت به بدلون وکړي یا به همداسې دوام ومومي او موږ به کلونه کلونه محرومې پاتې شو.

له راتلونکې مې لویه وېره دا ده، که دا وضعیت بدلون ونه کړي او زه هېڅ وخت خپلو هیلو ته ونه رسېږم.

په وروستي ځل مې همدا تېره شپه ښوونځی په خوب ولید. په ښوونځي کې بیا زده کوونکې وم. درس مې ویلو او له ګډ ژوند، د هغه له مسوولیتونو چې زما له عمر و کال سره ډېر درانده وو نه وو، خوشحاله وم.

کې مې درې کاله مخکې له ځان سره خبرې کولای شوای یوازې به مې دا ویلای: «کاش هغه ورځې بېرته راوګرځي. د هغې هرې یوې ورځې د یوې یوې شېبې په درناوي پوه شه.»

که نن ورځ ښوونځي پرانستل شي، له خوښۍ به وژاړم، د ښوونځي په لوري به په منډه لاړه شم، ښايي یونیفورم مې بیا واغوندم، کتابونه په بکسه کې واچوم او په ټولګي کې د کېناستو لپاره شېبې وشمارم.

په دې اړه نور ولولئ...

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

فکر کوم ښايي بیا ښوونځي ته تګ، مې یوازې درس ویلو ته ور ونه ګروځوي، ښايي ما له ځان سره وګرځوي.

په هر صورت، زه لا هم تمه لرم، چې یوه ورځ درس ولولم، خپلو هیلو ته ورسېږم او ودان افغانستان و وینم او ښايي د همدې لپاره ده، چې تر اوسه نه شم کولی له ښوونځي سره خدای پاماني وکړم.

ښايي که یوه ورځ بیا د ښوونځي د زنګ غږ واورم او پوه شم چې دا ځل زما لپاره کړنګېدلی دی، له خوښۍ به وژاړم. ښايي همغه ورځ له کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره، بیا دا احساس وکړم، چې ژوند مې زما دی.

اړوندې لیکنې

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)

7 نوومبر 2026
معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي
خبر

معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي

7 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، سهار ځان ویده اچوم تر څو ښوونځي ته د وروڼو تګ ونه وینم(۳)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، سهار ځان ویده اچوم تر څو ښوونځي ته د وروڼو تګ ونه وینم(۳)

6 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، غوښتل مې ډاکتره شم (۲)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، غوښتل مې ډاکتره شم (۲)

5 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه