د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: ۵۳ سلنه افغان ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له رسمي زده کړو محروم دي

4 نوومبر 2026
ملګري ملتونه: ۵۳ سلنه افغان ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له رسمي زده کړو محروم دي

یونیسف

د یونسکو او یونیسف سازمانونو په یوه خپاره شوي راپور کې لیکلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، ۵۳ سلنه ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له رسمي زده کړو محروم دي.

رخشانه: دې دواړو بنسټونو نن (چهارشنبې د لړم ۱۳ مه) په خپل راپور کې ویلي، د نجونو او ښځو پر زده کړو د طالبانو د محدودیتونو دوام، نابسندویه پانګونې او د نفوس زیاتوي، میلیونونه کسان زده کړو ته له لاسرسي محروم کړي دي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې زیاته کړې، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې په رسمي ډول په کې، له شپږم ټولګي بره نجونو باندې زده کړې بندې شوې دي.

د دې دواړو بنسټونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې د طالبانو د دې محدودیتونو په ترڅ کې له ۲.۶ میلیونه زیاتې افغان نجونې له منځینو او لوړو زده کړو محرومې شوې دي.

د یونسکو او یونیسف په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر میاشتې پورې په ټول افغانستان کې شاوخوا پنځه زره او ۳۰۰ د سیمه ییزه زده کړو ټولګي وو، چې په کې د ۶۴ سلنه نجونو په ګډون، ۱۶۲ زره زده کوونکو په کې زده کړې کولې.

د راپور له مخې، په دې سره هېڅ یو له دې پروګرامونو نه شي کولی د حضوري زده کړو ځای ونیسي یا هم رسمي زدکړو ته د نجونو اساسي حق خوندي کړي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې لیکلي دي، له زده کړو د نجونو او ښځونو د محرومیت دوام، پرلپسې بحرانونو، نابسندویه پانګونې او د کډوالو پراخې راستنېدنې، د خلکو د زده کړو د اړتیاوو د پوره کولو او د ښوونیز سیستم د اړتیاوو تر منځ درځ پراخ کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

دې بنسټ د زده کړې د کیفیت د ښه کولو بېړنۍ اړتیا هم په ګوته کړې، نجونو او ښځو لپاره یې د زده کړې حق بېرته راګرځولو او زده کړې ته د نړیوال لاسرسي پراخولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، په افغانستان کې د څلورم ټولګي له نیمايي څخه لږ زده کوونکو د درېیم ټولګي لپاره اړین، لږ تر لږه د ژبې او یوازې په هرو څلورو زده کوونکو کې یوه یې د دې ټولګي لپاره اړین د ریاضي مهارت تر لاسه کړی دی.

دې بنسټ د زده کړو په برخه کې د تل پاتې پانګونې، په ټولګیو کې د ښوونیزو کړنلارو د ښه کولو او د مناسبو کتابونو او ښوونیزو توګو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
په راپور کې راوړل شوي، چې په افغانستان کې په ماشومتوب کې زده کړې لا هم ډېرې محدودې دي: «له هرو ۱۰۰، له درې تر څلور کلنو ماشومان، له ښوونځي مخکې ښوونیزو پروګرامونو کې برخه اخلي او په پایله کې ډېری ماشومان لومړني ښوونځي ته له ننوتلو د مخه د لومړنیو مهارتونو د پراختیا لپاره مهم فرصتونه له لاسه ورکوي.»

یونسکو او یونیسف د افغان نجونو او ښځو د زده کړې حق د بشپړ بېرته راګرځولو او د هغو په وړاندې د خنډونو لرې کولو غوښتنه کړې، چې د پوهنې کیفیت ته زیان رسوي او زده کړې ته د لاسرسي د پراخولو په برخه کې د تېرو دوه لسیزو لاس ته راوڼې له پامه غورځوي.

دې دواړو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د بېړني اقدام نه کولو په صورت کې به افغانستان یو بشپړ نسل له لاسه ورکړي او د دې هېواد د راتلونکې د ښه والي او پراختیا ستنې به هم کمزورې کړي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه