سینا سعیدي
اصیلا ۲۸ کاله عمر درلود او د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار اړوند «لرغان» کلي کې یې ژوند کاوه. دې ځوانې ښځې څو کاله وړاندې د خپلې کورنۍ د پرېکړې پر بنسټ د خپل تره له ۳۳ کلن زوی سره واده وکړ. هغه واده چې حاصل یې څلور اولادونه دي، یو زوی او درې لوڼې. د اصیلا مشر اولاد یو اته کلن زوی او تر ټولو کشر یې یوه شپږ میاشتنۍ لور ده. هغه ماشومه نجلۍ چې شاوخوا درې میاشتې کېږي، د مور له مینې محرومه شوې ده.
د دې ځوانې ښځې یو له نېږدې خپلوانو چې له رخشانې رسنۍ سره یې خبرې اترې کړې، ادعا کوي، چې اصیلا د روان لمریز کال د (زمري میاشتې په ۱۷ مه) د شنبې په ورځ له ماسپښين وروسته د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار اړوند د «لرغان» کلي کې په خپل کور کې د مېړه له خوا وژل شوې ده. هغه قتل چې تر اوسه یې دلیل نه دی روښانه شوی. د مېړه له خوا د دې ځوانې ښځې د وژل کېدو خبر او په دې اړه جزیات تر اوسه نه دي رسنیز شوي.
یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره و ویل: «هغه مهال د سمنګان ځايي رسنیو یوازې راپور ورکړ، یو سړی چې خپله ښځه یې وژلې وه [د طالب ځواکونو] له خوا نیول شوی او زنداني شوی دی. ځايي رسنیو د هغه د هویت او قتل د څرنګوالي په اړه څه نه وو ویلي.»
د سرچینې له قوله، د اصیلا مېړه په نشه يي توکو روږدی دی او په وار وار یې ښځه او ماشومان وهل ټکول. د اصیلا مېړه د خپل پلار او مور تر مړینې وروسته د نشه يي توکو کارونه زیاته کړې وه.
سرچینه وايي: «هغه به چې هر ځل نشه يي توکي څکول، ښځه او ماشومان به یې شکنجه کول. دوه مشران ماشومان به یې د پلار د وېرې له امله، د مور د پلار کره، چې د دوی کور ته نېږدې یې ژوند کاوه، تېښته کوله او ډېری وخت به هملته پاتې کېدل.»
اصیلا د روان لمریز کال په پسرلي کې له خپل مېړه طلاق اخیستی او د پلار کره تللې وه. هغې څو میاشتې هلته ژوند وکړ، خو د پلار د بد اقتصادي وضعیت او د مېړه د زیاتو غوښتونو پر اساس بېرته خپل کور ته لاړه. د اصیلا پلار درې ښځې لري او په همدې دلیل اړ شوه، چې د خپل مېړه ربړونې وزغمي او د خپل خاوند کور ته بېرته ورشي.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده تېر کال « د محکمو جزايي اصول نامه» توشېح کړه. د دې سند له مخې په هغه سورت کې چې نارینه د ښځې د بدن کوم غړی مات نه کړي، د ښځې وهل ټکول جرم نه ګڼل کېږي او سزا نه لري. د دې سند توشېح د بشري حقونو د بنسټونو غبرګونونه له ځان سره درلودل.
د سرچینې له قوله، «د اصیلا مېړه د شنبې په ورځ په وزر او زاریو هغه خپل کور ته بیايي، اصیلا وروسته له دې چې بېرته خپل کور ته ځي، دوه ماشومان ویده کوي او وروسته بلې کوټې ته خپل خاوند ته ورځي. هغه د خپل مېړه له خوا زندۍ شوې او وژل شوې ده. د اصیلا مېړه وروسته له دې، چې هغه وژني، خپل مشر زوی ته چې اته کلن دی وايي، ورشه بابا (نیکه) د را خبر کړه، ما د مور و وژله.»
سرچینې ویلي دي «د اصیلا خپلوانو ویل چې د وهلو ټکولو نښې د هې په لاسونو، پښو او بدن معلومېدل. غاړه یې بشپړه توره او ټوکل شوې وه.»
«د اصیلا مېړه چې کله هغه خفه کړې او وژلې، له کوره وتلی او یوه ګاونډي ته یې هم ویلي، چې خپله ښځه یې و وژله. هغه وروسته یوه دوکان ته ورغلی او یو بوتل اوبه یې ترې اخیستې. دوکاندار ته یې ویلي «ما مې ښځه و وژله، که طالبانو زه ونه وژلم پیسې د درکوم، که یې و وژلم، حق دې را وبښه.»
د رخشانې رسنۍ د شمېرو له مخې، چې د ځايي سرچینو له خبرونو تر لاسه شوې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر نن پورې لږ تر لږه ۲۶ ښځې او نجونې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوې دي. د دې شمېرو پر بنسټ، کورونه د ښځو لپاره په نا امنه ځایونو بدل شوي، چې په هغو کې د پلار، مېړه، ورور او یا د کورنۍ د غړي خوا ښځه وژل کېږي.
د کورنۍ د غړو له خوا د ښځو او نجونو د وژل کېدو پېښې له هغو شمېرو زیاتې دي، چې رسنیزې شوې، ځکه طالبان د کورنیو د غړو له خوا د ښځو او نجونو د وژل کېدو دلایل او د شمېر د علني کولو اجازه نه ورکوي. دې ډله همدارنګه د محدودیتونو په لګولو او د قربانیانو د کورنیو د غړو په ګواښلو سره، خپلواکه سرچینو ته د رسنیو لاسرسی ستونزمن کړی دی.
د مېړه په لاس د اصیلا د وژل کېدو څخه شاوخوا درې میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه د هغې د وژل کېدو دلیل نه دی څرګند شوی. په سمنګان کې طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د اصیلا خپلوانو ویلي، د هغې مېړه هغه مهال د زیاتو نشه يي توکو د کارولو له امله ډېر «نشه» وو. د اصیلا مېړه اوس د طالبانو په زندان کې دی.







