د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښوونځي وروستۍ زنګ، سهار ځان ویده اچوم تر څو ښوونځي ته د وروڼو تګ ونه وینم(۳)

6 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، سهار ځان ویده اچوم تر څو ښوونځي ته د وروڼو تګ ونه وینم(۳)

انځور: رخشانه رسنۍ

یادونه: دا روایتونه د هغو نجونو کیسې دي، چې سږ کال له شپږم ټولګي پاتې شوې. له زده کړو محرومیت د ټولیز تاوتریخوالي تر ټولو هغه ښکاره ډول دی، چې د یوه نسل راتلونکې ترې اخلي. رخشانه رسنۍ د لومړنۍ لاس کیسې د نوامبر د ۲۵ په مناسبت، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، خپروي.

د ښوونځي خاطرې مې لا هم په جزیاتو په زړه دي. هغه ورځې چې هر سهار به په لېوالتیا سره له خوبه پورته کېدم، د ښوونځي جامې به مې اغوستې او په زیات انرژۍ سره به مې تر ښوونځي پورې نیم ساعت پلی مزل کاوه او یوه ورځ غیرحاضري مې هم نه درلوده.

زه نادیه او ۱۴ کلنه یم. تېر کال مې شپږم ټولګی پای ته ورساوه او د طالبانو د مشر په امر د زده کړو له دوام څخه محرومه شوم. زه تل د خپل ټولګي ممتازه زده کوونکې وم. د سیاینس او دري مضمونونه مې تر ټولو ډېر خوښېدل. په فکر کې مې تل یوه هیله وه، دا چې ډاکتره شم، لکه د بابا په شان مې.

د ۱۴۰۴ کال ژمنی، کله چې د اموزنیو د پایلو اخیستو لپاره ښوونځي ته تللې وم، د نتایجو تر لاسه کولو وروسته، مدیر ټولې په ټولګي کې راټولې کړو او ویې ویل: «په خواشینۍ سره تاسو نور اجازه نه لرۍ، چې ښوونځي ته راشۍ. موږ زیاته هڅه وکړه، چې تاسو ته د زده کړو زمینه برابره شي، خو د دولت له لوري پر ښوونځي فشار زیات دی.»

دا خبر ډېر تریخ وو. تر اوسه مې یې حس نه دی هېر کړی. هغه مهال مې تر پښو لاندې ځمکه ولړزېده. ډېره موده مې باور نه کاوه، چې نور په رښتیا هم ښوونځی نه دی په کار.

ان له هغې وروسته، په اونیو اونیو د عادت له مخې سهار وختي ویښېدم. د ښوونځي جامې مې اغوستې او تګ ته چمتو کېدم. یوه ورځ خو د ښوونځي تر دروازې هم لاړم، خو ګارد راوګرځولم. همغه شېبه وپوهېدم، چې هر څه تمام شوي دي. هغه ورځ مې ونه شوای کولای بېرته کور ته لاړه شم او تر ساعتونو پورې هملته پاتې شوم تر چې مور مې راپسې راغله.

کابل کې خصوصي ښوونځي د ژمي درې میاشتې هم بند نه وي او زده کوونکي د راتلونکي کال لپاره درس وايي او چمتوالی نیسي. ما هم د ښوونځي په دې شپږو کلونو کې همدا کار کاوه.

له هغې پېښې وروسته مې مور د ښوونځي ټول توکي لرې کړل. نور یې ان زما وروڼو ته هم اجازه نه ورکوله، چې د ما تر مخه درس ولولي یا یې هم د ښوونځي کار تر سره کړي. خو خاطرې داسې څه نه دي، چې وکولی شو هغه لرې وغورځوو و دې خوبونو ته د رسېدو لپاره دا کړاو داسې ټپ نه دی، چې ملهم یې دې پټۍ کړي.

کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه کابل ونیو، زه په دویم ټولګي کې وم او دا څلور کاله مې په همدې تمه تېر کړل چې یوه ورځ به امر ثاني راورسېږي، د طالبانو سیاست به بدلون وکړي او ان یوه ورځ مې په دې اړه فکر نه وو کړی، چې زه هم ښايي د هغه نجونو په جم کې راشم، چې کلونه د ښوونځي د دروازو خلاصېدو لپاره ناامیده ناستې دي. اصلآ مې نه غوښتل دا ډول فکر وکړم.

په دې موده کې یوه ورځ هم ناهیلې نه شوم او د نورو مخکنیو کلونو پر عکس، زیات درس مې ویلو. لا مې هوډ پیاوړی شوی و چې ډاکتره شم او د خپل بابا تر څنګ خپل کلي ته لاړه شم او خلکو ته خدمت وکړم. سره له دې، چې هره ورځ مې د نویو محدودیتونو او کورسونو د تړل کېدو خبرونه اورېدل، خو لا مې هم هیله وه، ډېره تمه مې درلوده.

خو اوس څو میاشتې تېرې شوې، چې ژوند مې د کوټې په کونج کې تېرېږي.

په دې ورځو کې مې ټولو هیلو ځای ناهیلۍ او کړاو ته ورکړی او داسې احساسوم، چې زما او د هیلو تر منځ مې یو لوی دېوال پورته شوی دی. افسوس کوم چې کاش هلکی وای یا په داسې یوه جغرافیه کې زېږېدلې وای، چې نجلۍ توب په کې جرم نه وای، درس ویل د هر انسان طبعي حق دی او یو ممنوع امر نه ګڼل کېدای.

په دې وروستیو کې ځان په ویدو وهم تر څو ښوونځي ته مې د وروڼو تګ ونه وینم. د ورځې په اوږدو کې د کور په کارونو بوخت وم تر څو مې ټولګیوال یاد ته را نه شي. د باندې نه وځم، ځکه وېرېږم چې زده کوونکې نجونې به و وینم او خپلې اوښکې به کابو نه شم کړای، او مور او پلار مې ونه ځورېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

خو زړه مې په ملګرو، ښوونکو او خپل ټولګي پسې زیات خفه دی. د دري ژبې په ښوونکي پسې، د ریاضي د سوالو په حل پسې.

هره کله مې چې مور غواړي د باندې ورسره ولاړه شم، په یوه پلمه هڅه کوم چې په کور پاتې شم او په یوازیتوب کې وژاړم. نه غواړم کورنۍ مې دا شېبه و ونیمي، د شپې مې چې بیا دا یاد ته راشي، چې نور ښوونځی ته نشم تلای، بې واکه وژاړم.

ان کله چې دا خبرې کوم، ستونی مې غرېو نیسي. نه پوهېږم چې راتلونکې به مې څه شي، په خو د ننه حس کوم، چې لا هم یو شی نه دي غلي شوي. ژوند مې بدلون کړی، خو زه لا هم همغه نجلۍ یم، چې یوه ورځ له یوې هیلې سره ښوونځي ته تلله.

اړوندې لیکنې

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)

7 نوومبر 2026
معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي
خبر

معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي

7 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، غوښتل مې ډاکتره شم (۲)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، غوښتل مې ډاکتره شم (۲)

5 نوومبر 2026
ملګري ملتونه: ۵۳ سلنه افغان ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له رسمي زده کړو محروم دي
خبر

ملګري ملتونه: ۵۳ سلنه افغان ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له رسمي زده کړو محروم دي

4 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه