کونړ کې ځايي طالب چارواکي وايي، د دې ولایت چپه دره ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه کور کې د اور لګېدنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
رخشانه: چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند نورګل ابوبکر ځايي رسنیو ته ویلي، دا پېښه پرون جمعه (د لړم ۱۵ مه) د دې ولسوالۍ د «کندي خارا» په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی او د استوګنې د یوه کور لویه برخه بشپړه سوځېدلې ده.
د دې ماشوم د عمر او هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو امنیه قومندان ویلي، دا پېښه د برېښنا د مزي د شارتۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
معلومه نه ده، چې په دې اور لګېدنه کې د کور څومره توکي له منځه تللي دي.
طالبانو ویلي، د کور نورو برخو او شاوخوا نورو کورونو ته یې د اور د خورېدو مخنیوی کړی دی.







