د «ښځو د آزادۍ شبکې» غورځنګ غړو ویلي، له اساسي او انساني حقونو د افغان ښځو او نجونو محرومیت نه باید هېر او لا څنډې ته کړای شي.
رخشانه: د دې غورځنګ غړو په یوه بیانیه کې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د «ښځو د آزادۍ شبکې» اعتراضي غورځنګ په اعلامیه کې رغلي، افغان ښځې باید د هېواد د راتلونکې په ټاکلو کې ګډون ولري او خپلو اساسي او انساني حقونو ته لاسرسی پیدا کړي.
د دې اعتراضي غورځنګ غړو ویلي، افغان ښځې او نجونې خواوږۍ ته اړتیا نه لري، بلکې هغوی خپلو اساسي او انساني حقونو ته د لاسرسي غوښتونکې دي.
دوی له ملګرو ملتونو، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د دې بنسټ له راپور ورکوونکي او نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې د افغان ښځو وضیت ته جدي پاملرنه وکړي.
معترضو ښځو ویلي، افغان ښځې له محدودیتونو سره سره، د پوهې، خپلواکۍ، انساني کرامت او ښې راتلونکې لپاره هڅې کوي.
هغوی ټينګار کړي، چې د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي، د هغوی کیسې منعکسې شي او غوښتنې یې جدي په پام کې ونیول شي.
د دوی په وینا، «افغان ښځې نه باید یوازې د بحرانونو پر مهال د خبرو په زده کړې وي، بلکې د هغوی غږونه، غوښتنې او د حقونو او انساني کرامت لپاره د دوی هڅې باید په ګټوره توګه واورېدل شي.»







