په غور او لغمان ولایتونو کې د دوه جلا ترفیکي پېښو په ترڅ کې د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
رخشانه: غور کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د یوه فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله، د دو ښځو او یوه ماشوم په ګډون پنځه تنو ژوند بایللی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، دا پېښه پرون ناوخته (شنبې د لړم ۱۶ مه) د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په «تلخک» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
پېښه د یوه واده له مراسمو څخه د خلکو د ستنېدو پر مهال رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې د دو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۵ تنه مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دې پېښې ځینې ټپيان کابل او یو شمېر نور یې د غور ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه جزیات په لاس کې نشته.
په یوه بله پېښه کې بیا یو سراچه موټر له زرنج موټرسایکل سره ټکر شوې، چې دواړه سیند ته لوېدلي دي.
پېښه د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې اوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه د شنبې په شپه (د لړم ۱۶ مه) د کابل- جلال آباد پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.
طالبانو وايي، د دې پېښې د قربانیانو جسدونه او ټپیان د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې جزیات نه دي خپاره شوي.
په هېواد کې ډېری ترافیکي پېښې د سړکونو د خرابوالي، د ترافیکي قوانینونو نه مراعت کول او د موټرونو زړښت له امله رامنځ ته کېږي.







