د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې بشري وضعیت خراب بللی وايي، لوږه او د طالبانو محدودیتونه افغان ښځې او ماشومان ګواښي.
رخشانه: دې بنسټ نن (دوشنبې د لړم ۱۸ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې لوږه پراخه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په وینا، افغانستان کې ښځې او ماشومان، له لوږې، خوارځواکۍ او د وچکالۍ او ژمي له پایلو سره مخ دي.
دې بنسټ زیاته کړې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په ۲۰۲۷ کال کې له شپږ میاشتنیو تر پنځه کلونو پورې، له څلور میلیونه زیات ماشومان ښايي درملنې ته اړتیا ولري.
اوچا ویلي، پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو دوام اساسي او اړینو خدماتو ته لاسرسی خورا ګډوډ کړی دی.
دغه بنسټ د یونیسف د راپور پر اساس خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او پنځه زره او څلور سوه روغتیايي ښځینه کارکوونکې له لاسه ورکړي.
اوچا ټینګار کړی، سره له دې چې په بازارونو کې خوراکي توکي شته، خو بیا هم میلیونونه افغان وګړی، د بېوزلۍ له امله د هغو د پېرودلو توان نه لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په وینا، د دې هېواد کابو یو په درېیمه برخه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې د ژمي په نېږدې کېدو زیاتېدونکې خطرونه به په دې هېوادو کې د میلیونونه وګړو ژوند وګواښي.
اوچا د ژمنې تر رارسېدو مخکې په بېړنۍ توګه په افغانستان کې د بشري بحران، وضعیت ته د رسیدګۍ غوښتنه کړې وايي، باید له بېړنیو حالاتو څخه زیاته پانګونه وشي.







