کونړ کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، د دې ولایت په «پېچ دره» کې یوه ښځه او د هغې ځوان زوی په ډوزو وژل شوي دي.
رخشانه: کونړ کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دا پېښه پرون (یکشنبې د لړم ۱۷ مه) د «پېچ درې» ولسوالۍ په «تنتیل» کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دا ښځه او ځوان زوی یې د یوې کورنۍ شخړې په ترڅ کې په مرمیو وژل شوي دي..
خبرپاڼه کې راغلي، ویشتونکی د همدې ښځې د مېړه ورور وو او د پېښې له رامنځ ته کېدو وروسته، د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
کونړ کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دې پېښې د رامنځ ته کېدو د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړي.
د قربانیانو او په قتل تورن کس د هویت او عمرپه اړه څه نه دي ویل شوي.
دوه ورځې وړاندې هم یوه ښځه ننګرهار ولایت کې د خپل مېړه له خوا په ډزو وژل شوې وه.
واک ته د طالبانو تر بیا راتګ وروسته، په هېواد کې د کورنیو او ناموسي مسائلو په دلیل د کورنیو د غړو له خوا د ښځو او نجونو د وژل کېدو پېښې زیاتې شوې دي.
د رخشانې رسنۍ د شمېرو له مخې میلادي کال له پیله تر نن پورې، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۷ ښځې او نجونې د کورنیو د غړو له خوا وژل شوي دي. دغه ډول ډېری پېښې د طالبانو د محدودیتونو له امله نه رسنیزې کېږي.







