زحل آزاد
کره د استانبول په هوايي ډکر کې الوتکې ته د ختو په ځای کې مامورینو لیلا ودروله: «ته نه شې کولای مالیزیا ته لاړه شې او باید افغانستان ته وګرځې.» دا د لیلا وروستۍ ستونزه وه، هغه ۲۷ کلنه کابلۍ نجلۍ چې له ماشومتوبه یې د زده کړې د حق لپاره مبارزه کړې ده.
لیلا مجیدي په پټه ښوونځي ته تګ پیل کړ او بختوره وه، چې د موعود په ښوونیز مرکز له شوي خونړي بریده ژوندی پاتې شوه.
د موعود ښوونیز مرکز د چاودنې د له کنډوالې څخه د راپورته کېدو او د پنځو کلونو لپاره د هغې ورځې له رواني زیانونو سره د مبارزې او له نړیوالو پوهنتونونو څخه په وار وار د منفي ځواب تر اورسېدو وروسته، بالاخره لیلا د تېر کال په ډسمبر میاشت کې، په مالیزیا کې په ملاکا اسلامي پوهنتون کې، د مدیریت او سوداګرۍ په څانګه کې ومنل شوه.
لیلا وايي، یو «فوق العاد» د خوښۍ خبر وو. «له دیارلس ځله زیات مې منفي ځواب تر لاسه کړ، د لیسانس کچې بورسیې تر ډېره د ۱۹ تر ۲۳ کلونو پورې محدودې دي او د رد کېدو یو ستر دلیل مې همدا وو. د ځینو پوهنتونونو لګښتونه هم خورا لوړ او زما له مالي توان څخه بره وو.»
خو منل یوازې د لارې یوه برخه وه. بورسیې ټول لګښتونه نه رانغاړل. لکه د وېزې او ټیکس پیسې او تر ټولو ډېر دا چې د محرم د سفر لګښت مې هم باید په خپل برابر کړی وای. «ان په دې فکر شوم چې د پاکستان یا ایران له لارې په قاچاقي ډول له افغانستان څخه ووځم، خو د نجلۍ لپاره یوازې دې ډېر خطرونه درلودل. هر څوک مې چې پېژندل مخ مې ورواړاوه، دقیق په هغه شېبه کې چې بشپړه تمه مې له لاسه ورکړې وه، یو دم معجزه وشوه، استرالیا کې زموږ یوه ښه مرستندویه په غاړه واخیسته.»
لیلا نه غواړي د خپل مالي ملاتړي نوم څرګند کړي.
د طالبانو ډلې د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ میاشتې څخه، له هېواده بهر د ښځو په یوازې سفر بندیز ولګاوه. په ۱۴۰۱ کال کې یې هوايي شرکتونو ته و ویل شو، له محرم پرته ښځه په الوتکه کې مه سپروۍ.
په همدې خاطر د لیلا له لپاره د کابل له هوايي ډګره ورتل له ګواښ ډک وو: «ډېرې پلټنې مې وکړې، چې ښايي وکولای شم په تحصیلي ویزه د کابل له هوايي ډګره سفر وکړم، خو خطر یې خورا لوړ وو. نه مې کورنۍ او نه بل چا دا مرسته وکړه او دا ریسک وا نه خیست، امکان یې درلود، چې طالبان پلمه وکړي او پاسپورټ مې قید شي.»
لیلا د ۱۴۰۵ کال د وږي په ۹مه په د زیارتي وېزې له لارې عراق ته سفر وکړ. په دې سفر کې یې پلار هم ورسره مل وو، خو له عراق نه مالیزیا ته باید یوازې تللې وای.
د ترکیې د استانبول له هوايي ډګر په ترانزیټي الوتنه کې، پولیسو لیلا ته د افغانستان پاسپورټ لرلو له امله د سفر اجازه ورنه کړه. د لیلا په خبره له وېرې ډکه شېبه وه. «ډېره اندېښمنه او وېرېدلې وم. فکر مې کاوه ښايي ټول زحمتونه مې بې پایلې شي. ویل مې که رښتیا ولاړه نه شم، نو کورنۍ او هغه کسانو ته چې مرسته یې کړې څه مخ به ولرم، پولیسو ته مې مراجعه وکړه او ټول قانوني اسناد مې ورته وښودل. له شاوخوا یو ساعت خبرو او تعقیب وروسته مې چانس یاري وکړه او بیا هم بریالۍ شوم چې له بن بسته تېره او په الوتکه کې کېنم.»
لیلا په کابل کې لویه شوې او ښوونځی یې د پلازمېنې د نجونو په یوه لېسه کې پای ته رسولی دی. هغه وايي، چې د درس پیلول یې پټ وو: «په پټه او د انا له سترګو مې لرې د سوادي زده کړو کورسونو ته تلم. پلار مې هغه مهال په ایران کې وو او کله چې خبر شو، ډېر غوسه شو. انا مې ویل نجلۍ باید درس ونه وايي او پلار مې هم باور درلود، چې د نجلۍ لپاره یوازې لیک او لوست کافي دی.»
بالاخره لیلا د مور په ملاتړ د پلار خوښه تر لاسه کړه او له درېیم ټولګي څخه رسمآ ښوونځي ته داخله شوه. پلار یې ترې ژمنه اخیستې وه، چې باید تل په ښوونځي کې یوه ممتازه نجلۍ و اوسي. «مور مې په ټوله لاس تنګۍ راته یوه کتابچه، یو قلم او یو پنسل اخیستی وو، کله چې ټولګي ته د ننه شوم او سترګې مې په کتابونو ولګېدې، ټول بدن مې په خوښیو کې ډوب شو، ان په توره تخته د کچ د حرکت ننداره، کله به چې ښوونکي څه لیکل، ډېر راته په زړه پورې او نه بیانېدونکی وو.»
لیلا په خپله ژمنه عمل وکړ او تر دولسم ټولګي پورې ممتازه زده کوونکې وه. د ډاکترې کېدو له خوب سره یې یوازې یو ګام واټن درلود، چې په موعود ښوونیز مرکز چاودنه وشوه.
د ۱۳۹۷ کال د زمري په ۲۴ مه د چهارشنبې مازیګر د کابل په دشت برچي کې د موعود ښوونیز مرکز یو ټولګي ته ځانمرګی بریدګر ننوت. ټولګی له هغو زده کوونکو ډک وو، چې د کانکور د ازموینې لپاره یې چمتوالی نیوه.
په دې خونړۍ چاودنه کې ۴۰ زده کوونکي و وژل شول او ۶۷ نورټپیان شول. نېږدې ټول قربانیان له ۱۶تر ۲۰ کلنو پورې زده کوونکي وو.
په هغه وخت کې داعش د برید مسوولیت پر غاړه واخیست.
په هغه ورځ لیلا او ټولګیوال یې د ریاضي د سوالو په حل کولو بوخت وو: «ډېرې وېرېدلې وو او ځانونه مو تر مېزنو لاندې پټ کړي وو. د ډزو او هلکانو چیغې او فریادونه مو تر غوږ کېدل. یاد مې نه دي، چې څو دقیقې یا څو ساعتونه د مېزو لاندې پاتې وو. خو کله چې د باندې را و وتو د خوځېدو توان مو نه درلود. شاوخوا مو خاورې او دوړې، نړیېدلي دېوالونه او د ټولګیوالو بې روحه او ټپي بدونونو ډک کړی وو. پلار مې د هغوی په منځ کې په ماپسې ګرځېد، ما ان دا توان نه درلود، چې غږ پورته کړم او و وایم پلاره زه دلته یم.»
لیلا وايي، له چاودنې وروسته په لومړنیو پنځو میاشتو کې مې بې واکه ژړل، لاس او پښې به مې سپین وتښتېدل او کاږه به شول او بې هوښه کېدم به: «همدا پنځه میاشتې وړاندې وو، چې یوه عصبي حمله مې تجربه کړه او کورنۍ مې روغتون ته یوړم. کله چې په هوښ راغلم، مور مې راته ویل د زړه ټکان دې پورته شوی وو او ډاکترانو د پېچکارۍ په درکولو سره وتوانېدل چې کابو یې کړي.»
له دې ټولو سره سره له چاودنې اووه میاشتې وروسته مې د کانکور په آزموینه کې ګډون وکړ او د کابل پوهنتون د روان پېژندنې څانګې ته بریالی شوم، څرنګه چې له طبابت سره یې مینه پر ځای وه، هممهاله یې په یوه خصوصي انستېتیوت کې قابلګي هم پیل کړه.
درست په همغه وخت کې چې له کلونو محرومیت وروسته یې د راتلونکې جوړولو لپاره فرصت موندلی وو، د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې طالبان بېرته راغلل، ښوونځي او وروسته یې پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل.
لیلا و ویل: «فکر وکړی له ټولو سختیو وروسته چې تېرې کړې مې وې، د خلکو دا خبرې مې اورېدلې چې مېړه نه کوې او درس ویل راته عیب دي، د کورنۍ تر مخالفت او د کورس د چاودنې روحي پایلې، بالاخره واتوانېدم چې پوهنتون ته داخله شم او د راتلونکې لپاره پروګرامونه جوړ کړم. خو په یوه شپه کې هر څه بدلون وکړ، ډېر بد احساس مې درلود او فکر مې کاوه، چې ټول زحمتونه مې بې پایلې پاتې شول.»
خو د لیلا ټینګار او د خپلې زده کړې او هدف سره مینې د هغې سره مرسته وکړه، چې خپلې لارې ته دوام ورکړي.
لیلا درې کاله په یوه روغتیايي بنسټ کې، چې د امنیتي ننګونو له امله یې نه غواړي نوم واخیستل شي، د قابلې په توګه کار وکړ او تر څنګ یې په خپله خوښه افغان نجونو ته د تحصیلي بورسیو تر لاسه کولو په برخه کې مشورې ورکولې او خپله یې پرلپسې نړیوالو پوهنتونونو ته غوښتنلیکونه لېږل.
د لیلا ۵۶ کلنه مور حنیفه داسې یوه ښځه ده، چې نن ورځ په خپله لور ویاړ کوي. هغه وايي د مېړه رضایت یې په زاریو واخیست او په لومړیو کلونو کې یې له انا څخه د خپلې لور د سوادي زده کړو کورس ته لېږل پټ ساتلي وو: «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درس نه. لیلا نیمه ورځ غالي اوبدله او د شپې به یې تر ناوخته پورې درس ویلو. زه سواد نه لرم او نن ورځ په خپله لور ویاړ کوم.»
د حنیفې په وینا نن ورخ د لیلا پلار چې په اوله کې ښوونځي ته د هغې له تګ سره مخالف وو، په خپل لور ویاړ کوي.
حنیفه په غرېو سره دوام ورکوي: «لور مې د درس ویلو لپاره ډېره خواري وکړه، وځورېده او نا حقه خبرې یې واورېدې. ان تر نن ورځې هم خپل خپلوان ما ته وايي، لور دې ولې مېړه نه کوي؟ سن یې لوړ شوی دی. کله یې چې عمه ګانې د لیلا له تګه خبرې شوې، راغلې او دعوا یې وکړه، چې ځوانه لور دې بهر ته د لېږلو پر ځای ولې نه ګوژدن کوې.»
په پای کې لیلا د ۱۴۰۵ کال د وږي په ۱۲مه نېټه مالیزیا ته ورسېده او ټاکل شوې ډېر ژر په پوهنتون کې نوم لیکنه وکړي او خپل درسونه رسمآ پیل کړي. هغه په لیلیه کې د خپلې لومړۍ شپې په اړه و ویل: «کله چې لیلیې ته ورسېدم او د کوټۍ کلۍ مې تر لاسه کړه، ځان مې پر چپرکټ واچاوه او ښه په ډک زړه مې وژړل. زه د تحصیل په خاطر دومره وځورېدم، په داسې حال کې چې د نړۍ په هېڅ ځای کې چا د خپل حق تر لاسه کولو لپاره داسې کړاو نه شي زغملی. د خور لپاره مې چې په کابل کې ده وژړل او د هغو ټولو نجونو لپاره چې په ښوونځي او پوهنتون پسې په زړه کې ارمان لري، اوښکې مې تویې کړې.»
افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې د ابتدايي دورې وروسته یې پر نجونو زده کړې په رسمي ډول بندې کړې دي او د یونسکو اټکلونه ښيي، چې په ۲۰۲۶ کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زده کړو محرومې شوې دي.







