د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

ترازمي، د برېتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیره او الهه صفدري- انځور: چتم هاوس

ایما بتا

افغان ښځو د طالبانو د پنځه کلنې سختې واکمنۍ په وړاندې د دوامداره مقاومت په پار د یوې نړیوالې معتبرې جایزې ګټونکې شوې.

له کله چې طالبانو د دویم ځل لپاره واک په لاس کې اخیستی، د دې ډلې مشر نجونې په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي برخه زده کړو او پوهنتونونو کې له تحصیل څخه محرومې کړې، ښځې یې په ډېرو کاري برخو کې له کار څخه راګرځولې، له عمومي ژونده یې ایستلې دي او د هغوی په ورځني ژوند یې سخت محدودیتونه لګولي دي.

افغان فوټبال لوبغاړې «الهه صفدري، چې په لندن کې د یو لړ مراسمو پر مهال د ټولو افغان نجونو او ښځو په استازیتوب د چتم هاوس د ۲۰۲۶ کال نړیواله جایزه تر لاسه کړه، د نړۍ له مشرانو وغوښتل، چې افغان ښځې هېرې نه کړي او د هغوی له وضیت څخه مخ ونه ګرځوي.

نوموړې په هغو مراسمو کې چې د چتم هاوس په شاهي پوهنځۍ کې جوړ شوي وو، و ویل، «موږ آزادي، فرصتونه او هغه راتلونکې چې هغې ته د رسېدو لپاره مو سختې خوراۍ کړې وې، له لاسه ورکړې. خو طالبان هېڅ کله ونه توانېدل، چې زموږ زړورتیا، یوولی او زموږ خوبه رانه واخلي.»

افغان ښځو او نجونو د طالبانو د ورځې تر بلې زیاتېدونکو ځپوونکو اقداماتو سره سره، لا هم د دې ډلې د واکمنۍ په وړاندې مقاومت ته دوام ورکوي. ځینې له هغو په پټو درسي ټولګیو کې ګډون کوي او ځینې یې د خپل ځان او ازادۍ په خطر کې اچولو سره د اعتراض لپاره واټونو ته راوځي.
انځور: چتم هاوس.

د برېتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیري تزار مي چې دا جایزه یې ډالۍ کړه و ویل، دا جایزه نه یوازې د افغان ښځو د زړورتیا ګویا ده، بلکې د هغوی په وړاندې د نړیوالې ټولنې ټولیز مسوولیت یادونه هم ګڼل کېږي.

مېرمن می و ویل: «موږ باید اجازه ورنه کړو، چې د افغان ښځو وضعیت د نړیوالې ټولنې له پامه وغورځي. د هغوی حقونو نه باید په یوې کم اهمیته او دویمه درجه موضوع بدله شي او د هغوی غږ نه باید د هغو پرېکړو په اړه چې د افغانستان راتلونکې جوړوي، څنډې ته کړای شي.»

د برېتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیرې زیاته کړه: «نن ورځ موږ ټو باید افغان ښځو ته، تر هر ځای کې چې دي، و وایو، تاسې هېرې شوې نه یاست، ستاسو غږ ارزښت لري، ستاسو حقونه اهمیت لري او ستاسو راتلونکې اهمیت لري.»
صفدري چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې ګول ساتونکې ده، په تنکۍ ځوانۍ کې اړ شوه، چې هېواد له هېواده ووځي او خپله کورنۍ تر شا پرېږدي.

هغه اوس په برېتانیا کې تمرین کوي او له فوټبال څخه په نړیواله کچه د افغان نجونو د حق غوښتنې په توګه ګټه اخلي، له هغې جملې د لوبو لپاره د هغوی له حق نه، هغه حق چې د طالبانو واکمنۍ بند کړی دی.

نوموړې د دوشنبې د ماښام په مراسمو کې و ویل: «زما هیله دا ده، هغه ورځ چې بېرته افغانستان ته لاړه شم او نجونې وګورم چې له وېرې او ډار برته لوبې کوي. غواړم هېواد مې په داسې شرایطو کې و وینم، چې هره نجلۍ وکولی شي خپله راتلونکې خپله وټاکي.»

له دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، د چاپریال ساتنې فعال او پېژندل شوي تلوېزویني مجري ډیویډ اتنبرو او د «بې پولې خبریالانو» مرستندویه سازمان د چتم هاوس د زړورتیا جایزه تر لاسه کړې وه.

چتم هاوس

په دې اړه نور ولولئ...

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

جنسیتي توپیر
د دې ناستې په جریان کې یو شمېر افغان وتلو فعالانو چې اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي د نړۍ له مشرانو وغوښتل، چې له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو او دې ډلې ته د مشروعیت ورکولو څخه ډډه وکړي.

د روان میلادي کال په لومړیو کې د بشري حقونو فعالانو، د ارپاويي ټولنې له خوا بروکسل کې د طالبانو له پلاوي د کوربتوب په اړه اندېښنه څرګنده ده. هغه ناسته چې ټاکل شوې وه، د هغو افغان کډوالو چې د پناه غوښتنې لیکونه یې رد شوي د ایستلو او همدارنګه د کونسلي همکاریو په برخه کې خبرې پرې وشي.
چتم هاوس.

د منځني ختیځ او آسیا یو شمېر هېوادونو هم د طالب چارواکو هرکلی وکړی یا یې له دې ډلې سره د اړیکو کانالونه رامنځ ته کړي دي.

د «روادارۍ» بشري حقونو سازمان اجرائیه مدیرې شهزاد اکبر و ویل: «که رښتیا و وایم، داسې تر سترګو کېږی، چې د افغان ښځو او نجونو حقونه د ګڼ شمېر نړیولو هېوادونو لپاره هم کم ارزښت لري. په دې وضعیت سترګې مه پټوۍ. طالبان مه عادي کوۍ.»

لندن مېشتې د رخشانې رسنۍ بنسټګرې زهرا جویا و ویل، طالبان به هېڅ کله ونه توانېږي، چې د افغان ښځو غږ غلی کړي.

نوموړې له ړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو د جنسیتي توپیر نظام د بشريت په وړاندې د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژني.

چتم هاوس

د طالبانو د حکومت لومړۍ دوره په ۲۰۲۱کې هغه مهال پای ته ورسېده، چې د امریکا په مشرۍ ځواکونو له خوا پرې برید وشو.

پخوانۍ افغان سیاست والې فوزیه کوفي د چتم هاوس په مراسم کې و ویل، د طالبانو خپل منځي اختلافات او د دې ډلې له واکمنۍ عمومي ناخوښي ښيي، چې اوسنی وضعیت به دوام ونه کړي، خو هغې ټینګار وکړ، چې بهرنۍ لاسوهنې نه شي کولی د افغانستان ستونزه حل کړي.

کوفي زیاته کړه: «له شک پرته وضعیت به بدلون وکړي. دا ځل به طالبان د ښځو له لاسه ماته خوري. زما خبره په یاد لرۍ.»

اړوندې لیکنې

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)

7 نوومبر 2026
معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي
خبر

معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي

7 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، سهار ځان ویده اچوم تر څو ښوونځي ته د وروڼو تګ ونه وینم(۳)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، سهار ځان ویده اچوم تر څو ښوونځي ته د وروڼو تګ ونه وینم(۳)

6 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، غوښتل مې ډاکتره شم (۲)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، غوښتل مې ډاکتره شم (۲)

5 نوومبر 2026
ملګري ملتونه: ۵۳ سلنه افغان ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له رسمي زده کړو محروم دي
خبر

ملګري ملتونه: ۵۳ سلنه افغان ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له رسمي زده کړو محروم دي

4 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه