د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

یادونه: دا روایتونه د هغو نجونو کیسې دي، چې سږ کال له شپږم ټولګي پاتې شوې. له زده کړو محرومیت د ټولیز تاوتریخوالي تر ټولو هغه ښکاره ډول دی، چې د یوه نسل راتلونکې ترې اخلي. رخشانه رسنۍ د لومړنۍ لاس کیسې د نوامبر د ۲۵ په مناسبت، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، خپروي.

هغه ورځې مې چې شپږم ټولګی د دویم ځل لپاره پای ته ورساوه، له ځانه مې وپوښتل، چې آیا بیا هم شپږم ټولګی ولولم، پلار او مور به مې اجازه راکړي؟ یا که راتلونکې زموږ لپاره انتظار نه وي، د څو ځل لپاره شپږم ټولګی لوستل به څه درد دوا کړي؟

له ځان سره به په جنجال وم او زرګونه پوښتې او ناڅرګنده راتلونکې ورسره لالهانده کړې وم. ټولګیواله مې آمنه زما نېږدې ملګرې وه. ویې ویل: «که ښوونځي خلاص نه شي نور به یو بل ونه شوی لیدای.»

دا زما کیسه ده، زه د خورشید په «مستعار نوم» نجلۍ، ۱۶ کلنه او د افغانستان د کابل ولایت یم. زه غواړم د دې کیسې په لیکلو سره د میلیونونه نجونو غږ شم، چې له شپږم ټولګي بره نه شي کولی ښوونځي ته لاړې شي. هره ورځ یې ژوند تاوتریخوالي، کړاو او صبر ته سپاري.

له شک پرته په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ نه یوازې د ښوونځیو او زده کړو دروازې د نجونو پر مخ وتړلې، بلکې تر څنګ یې د ډېری کورنیو فکرونه هم ورسره کنګل کړي دي. دا موضوع ما خپله په غوښه او هډ څکلې.

په ۱۳۹۸ کال کې مې په یوه دولتي ښوونځي کې لومړی ټولګی پیل کړ. هغه ورځې زه د خپلې کورنۍ په ځانګړې توګه د پلار په مټو ښوونځي ته تلم، هر څه ښه و او په ډېره لېوالتیا او مینې سره مې درس لوست. هر ځل به مې چې نوی قلم او کتابچه اخیستل، په ډېره مینه مې ساتل او په هغو به مې کورنۍ دنده لیکله. په ازموینو کې تل د نمرو پر بنسټ په دریو تر ټولو تکړه زده کوونکو کې راتلم. هغه مهال مو موخه او راتلونکې روښانه وه او غوښتل مې په راتلونکې کې خبریاله شم. سره له دې چې ډېره وړه وم، بیا مې هم له ادبیاتو سره ځانګړې مینه درلوده. تل د ښوونځي په کلتوري پروګرامونو کې د ویاندې په توګه ټاکل کېدم. زما یوازینی ملاتړی پلار وو او ویل یې لورکې ستا ملاتړ کوم تر څو خپلو هیلو ته ورسېږې.

په دې اړه نور ولولئ...

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

خو هغو ښو ورځو ډېر دوام ونه کړ. کله چې د ښوونځي د اوړي په رخصتۍ کې وم او درېیم ټولګی مې نیمايي ته رسولی وو، ښکلی کابل د طالب ترهګرو لاس ته ولوېد. په رښتیا راته د باور وړ نه وه. په وار وار مې له ځان سره ویل، چې دا یو وېرونکی خوب دی او ښايي سبا چې راپورته شم، پای ته به ورسېږي، په خواشنۍ سره داسې ونه شول.

مور مې ما او خویندو ته د باندې د تګ اجازه نه راکوي. د ماما لورانې مې چې ځوانې وې له غزني نه د مور کره راغلې وې. ویل یې طالبان به ډېر ژر ټولې ځوانې نجونې د خپلو جنګیالیو لپاره نکاح کړي. ډېره وېرېدم، هیله مې کوله، چې کاش په افغانستان کې نه وای زېږېدلې.

د ۱۴۰۰ کال د اوړي تر رخصتیو وروسته، خور مې چې په لسم ټولګي کې وه، طالبانو ښوونځي ته له تګ څخه راوګرځوله. بالاخره هر څه د عادي کېدو په خوا روان وو. خو زما لپاره سره له دې چې هغه وخت ښوونځی ته تلای شوای، عادي نه وه. خفګان او زړه تنګوالی تل راسره وو. کال وروسته کله چې په څلورم ټولګي کې وم د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو په امر مو د ښوونخي یونیفورم باید اوږد وای او موږ باید تور حجاب او ماسک اغوستی. بالاخره له دې ټولو ننګونو سره سره، په کال ۱۴۰۳ کې مې شپږم ټولګی له دریو د یوې تر ټولو تکړه زده کوونکې په توګه تمام کړ.

وروسته له دې چې شپږم ټولګی مې پای ته ورساوه، هر څه راته بې مانا شوي وو. تاسو فکر وکړی کله چې یو څوک د خوړو او جامو اغوستو لپاره ژوندی وي، نور د ژوند کوم ځای ورته مانا ښايي ولري؟ زه د ځان د ژوند لپاره د مانا موندلو په لټه کې وم. هغه مې درس لوستل و. د ۱۴۳۰ کال په ژمي کې مې له پلار او مور نه وغوښتل، چې ما کورسونو (ښوونیزو مرکزونو) ته ولېږي. دا ځای وو، چې صحنه مې په داسې یوه انځور واوښته، چې د لیدو وړ نه وه. پلار مې چې یو وخت د درس لوستلو شوقي وو. ما ته یې و ویل: «د نجلۍ لپاره درس ویل په درد نه خوري. د کور کارونه زده کړه.»

د دې خبرو اورېدل دومره نا امید کوونکي وو، چې غرېو مې ستونی وچ کړی وو او د ساه اخیستو توان یې را نه اخیستی وو. باور مې نه کېده، چې دا خبرې مې پلار راته کړې وي.

هغه ژمی هم تېر شو او بل ښوونیز کال پیل شو. هغه بېړه چې کلونه مخکې مې د ژوند لپاره درلوده. سږ کال یې زما په ژوند کې ځای تش وو. په ژار او زاریو مې له پلار نه وغوښتل، چې ما په یوه خصوصي ښوونځي کې په شپږم ټولګي کې شامله کړي، چې لږ تر لږه یو بل کال هم وکولی شم په ښوونځي کې وم او تمه مې وه، چې ښايي راتلونکی کال ښوونځي پرانستل شي.

څومره دردونکې وه، چې زه او مور مې یوه ګډ برخلیک ته رسېدلې وو. مور مې د طالبانو د اولې واکمنۍ د مخه د لومړي ټولګي په لوستلو کې وه، چې د طالبانو په واکمنۍ له ښوونځي ته تګ څخه محرومه شوه، البته د تل لپاره.

ما پرېکړه وکړه، چې هېڅ وخت مې خپلې هیلې د طالبانو د واکمنۍ قرباني نه شي. باید مبارزه وکړم او دوام پیدا کړم. په ډېر ټینګار سره بیا هم په ۱۴۰۴ کال کې بیا په شپږم ټولګي کې کېناستم، په ښوونځي کې درسي ساعتونه نور راته ژر ژر تېرېدل. ان د جمعې په ورځ چې ښوونځی به هم نه وو، په کور پاتې کېدل راته ستومانه کوونکی وو.

درسونه مې د ښوونځیو د پرانستل کېدو په تمه تل په مینې سره لوستل. د ادابیاتو او ساینس مضمونونه زما د خوښې مضمونونه وو. تل به مې د ریاضي، فېزیک او کېمیا فورملونه ښه یادول. بیا هم ښوونیز کال نیمايي شو او په «څلورمیاشتنۍ» ازموینه کې د ټولګي اول نمره شوم. په همدې ډول نیم نور ښوونیز کال هم ولاړ او ما بیا هم شپږم ټولګی په اول نمرګۍ سره پای ته ورساوه. د ۱۴۰۴ کال د غوايي په ۲۵ مه نېټه زموږ په ښوونځي کې د زده کوونکو د ستاینې لپاره مراسم جوړ شوي وو. ټولې میندو او پلرونو له ګلانو او ډالیو سره د خپلو اولادونو چې په ښوونځي کې یې ښې نمرې اخیستې وې، هرکلي وکړ، خو زما له کورنۍ هېڅوک هم نه وو. د دې لپاره چې د ټولګیوالو تر منځ کمه را نه شم، یوه ډالۍ مې له ملګرې نه په پور واخیسته او هغه مې ښوونکي ته ورکړه، تر څو یې ما ته زما د مور او پلار په استازیتوب راکړي. ناهیلې شوې وم چې نور ښوونځي ته د تلو او کورنۍ ملاتړ نه لرم. له ښوونځي تر کوره د پنځلسو دقیقو لار مې د ناهیلۍ او پوچ احساس سره طی کړه. پوهېدم چې نه بله لار شته چې شپږم ټولګی بیا ولولم او نه مې د کورنۍ ملاتړ درلود. د شپږم ټولګي څو ځلې لوستلو هم زما درد نه شوای دوا کولی.

کله چې کور ته ورسېدم، بیا هم په لېوالتیا سره د پلار او مور خوا ته ورغلم او ورته و مې ویل، چې بیا اول نمره شوې یم. هغوی په غوسه راته و ویل، باید وشرمېږي، چې دوه کاله دې شپږم ټولګی ولوست، باید د ښوونځي په کچه اول نمره شوې وای، نه د ټولګي په کچه. دې خبرو نور هم د سرخوږي حس راته راکړ: «نور حق نه لرې چې د درس لوستلو نوم واخلې. حیف د هغې یوې روپۍ چې د تا لپاره لګول کېږي.»

د هغو خبرو له اورېدو وروسته پوهه شوم، چې طالبانو نه یوازې د ښوونځي دروازې زموږ نجونو پر مخ تړلې، بلکې زموږ د کورنیو فکرونه یې هم بدل کړي دي. ما پرېکړه وکړه، چې باید د مبارزې لار په زده کې پټه واستم. پرېکړه مې وکړه، چې انګلیسي ژبه ولولم او د خپلو درسونو د دوام لپاره تحصیلي بورسیه تر لاسه کړم. خو کورنۍ مې هېڅ کله خوښه نه وه. کله به مې چې د بورسیې اخیستو او له هېواده بحر د تحصیل د دوام په اړه له هغوی سره خبرې کولې، د ملاتړ په ځای به مسخره کېدم.

ورو ورو څنډې ته شوم، د ناهیلۍ او خفګان احساس مې په روح او بدن اغېز کړی وو. یوه ورځ چې د ۱۴۰۴ کال د ژمي اوله میاشت وه. پرېکړه مې وکړه، چې په پټه د انګلیسي ژبې کورس ته لاړه شم او د هغه ځای له مدیریت نه غوښتنه وکړم، چې په ما ته خوشې زده کړې راکړي. کله چې د کورس دروازې ته نېږدې ورسېدم، مور مې راته زنګ وکړ او کله مې چې ورته و ویل غواړم انګلیسي ولولم، په غوسه یې راته و ویل: «ژر کور ته راشه.»

بیا هم ناهیلې نه شوم، ژمی تېر شو او د مرۍ ګنډلو له لارې مې دوه زره افغانۍ بچت کړې وې. دا ځل مې بشپړه بېله لار وټاکله. ځان مې په یوه دیني مدرسه کې شامل کړ. سره له دې چې مور او پلار مې خوښ نه وو، خو په عذر و زاریو مې هغوی راضي کړل. ورته ومې ویل، په مدرسه کې قران کریم او دیني احکام زده کوم. یوه افغانۍ لګښت هم نه غواړي. په دې خبرو سره مې د مور او پلار خوښه تر لاسه کړه.

بالاخره سږ کال (۱۴۰۴) مې ځان د کابل په یوه دیني مدرسه کې شامل کړ. په هغه دوه زره افغانیو چې بچت کړې مې وې. کتاب، کتابچه او یو عربي حجاب، چې د دیني مدرسو لپاره ځانګړی شوی واخیست.

موږ افغان نجونې د فرصت تر لاسه کولو په هڅو کې یو. پوهېږو چې په افغانستان کې اوس د هېڅ یوې نجلۍ لپاره شرایط برابر نه دي. خو یوه لار به پیدا کوو. طالبانو ته زما پیغام دا دی، چې که ښوونځي خلاص نه کړی او زموږ کورنۍ زموږ پر خلاف کړی، پوهه شی چې موږ بې سواده نه پاتې کېږو. ان د دیني درسونو په لوستلو سره به هم د دوی په وړاندې ودرېږم او زه خبریاله کېږم.

اړوندې لیکنې

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)

7 نوومبر 2026
معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي
خبر

معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي

7 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، سهار ځان ویده اچوم تر څو ښوونځي ته د وروڼو تګ ونه وینم(۳)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، سهار ځان ویده اچوم تر څو ښوونځي ته د وروڼو تګ ونه وینم(۳)

6 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، غوښتل مې ډاکتره شم (۲)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، غوښتل مې ډاکتره شم (۲)

5 نوومبر 2026
ملګري ملتونه: ۵۳ سلنه افغان ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له رسمي زده کړو محروم دي
خبر

ملګري ملتونه: ۵۳ سلنه افغان ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له رسمي زده کړو محروم دي

4 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه