د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

یادونه: دا روایتونه د هغو نجونو کیسې دي، چې سږ کال له شپږم ټولګي پاتې شوې. له زده کړو محرومیت د ټولیز تاوتریخوالي تر ټولو هغه ښکاره ډول دی، چې د یوه نسل راتلونکې ترې اخلي. رخشانه رسنۍ د لومړنۍ لاس کیسې د نوامبر د ۲۵ په مناسبت، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، خپروي.

د ښوونځي یونیفورم مې لا هم د المارۍ په کونج کې د جامو  په منځ کې چې هره ورځ یې اغوندم راځوړند دی. مور مې په وار وار راته ویلي، چې ټول یې کړم. په وار وار یې ویلي، نور په کار نه دی، خو ما ونه شوای کولی.

هر ځل چې المارۍ پرانیزم، بې واک مې لاسونه په لوستوڼو لګېږي، لا هم ما ته هغه ورځې یادوي، چې سهار به مې په بېړه بوټونه تړل، بکس به مې اوږې ته کاوه او دې ته به اندېښنمنه وم، چې نه ویل کېږي ناوخته ونه رسېږم.

زه ساجده یم، ۱۴ کلنه نجلۍ جې د ښوونځي وروستۍ ورځ مې تر هغه ډېر ژر چې تصور مې یې کاوه تجربه کړ. کله مې چې شپږم ټولګی تما کړ، فکر مې کاوه، چې له رخصتیو وروسته به بېرته به همغهه ټولګی، همغه بکس او همغه کتابونه ته ورګرځم، فکر مې کاوه، چې راتلونکی تحصیلي کال به هم لکه د مخکې کلونو په څېر پیل شي او زه به یو ګام نور هم خپلو خوبونو ته نېږدې شم. خو هغه بېرته راتګ هېڅ وخت رامنځ ته نه شو.   

نن له ۱۶۴ زیاتې ورځې کېږي، چې ښوونځي ته نه یم تللې. ورځې چې یو په بل پسې تېرېدې، خو هېڅ یوه یې هم اسانه تېره نه شوه. د دې وخت تېرېدل راته دومره درانده دي، چې نه توانېږم درد یې په کلیمو کې ځای کړم.

د ښوونځیو د دروازو تړل کېدل ښايي زما د خاورې د ډېری نجونو لپاره له کړاوه ډک وي، خو زما لپاره دا درد له هرې بلکې غمنجنې کیسې دروند دی. مور مې تل باور درلود، چې که زه او کوچینۍ خور مې درس ولولو، کولای شي زموږ درې واړو راتلونکې بدله کړو.

زه یوازې اووه کلنه وم چې پلار مې د زړه د ناروغۍ له امله له لاسه ورکړ. وړه خور مې د پلار له مرګ درې میاشتې وروسته نړۍ ته راغله او کلونه یې له خوارځواکۍ سره تېر کړل. له ځان او مور سره مې ژمنه کړې وه، چې ښه درس به وایم او ډاکتره کېږم به. مور مې د خور د درملنې د لګښتونو ورکولو توان نه درلود او که مو د خپلوانو مرسته نه وای، هغه ژوندی نه پاتې کېده. هملته مې له ځان سره ژمنه وکړه، چې که ډاکتره شم دې ډول ماشومانو ته به خدمت کوم.

خو نن چې کله په دې اړه فکر کوم، ښايي نور مې هیلو ته ونه رسېږم، احساسوم چې زړه مې له سخت درده را غونج شي. د مور سترګو ته نه شم کتلای، ځکه فکر کوم خپله هیله یې له لاسه ورکړې ده.

شپږ کال مې د ښوونځي لګښتونه د هغو پیسو څخه ورکول، چې مور مې د نورو خلکو په کورونو کې له کار کولو تر لاسه کولې. ومې لوستل، تل مې ښې نمرې واخیستې او هېڅ وخت مې په دې اړه فکر نه کاوه، چې ښايي له شپږم ټولګي زیات پورته دوام ورنه کړای شم. له ځان سره مې ویل، تر شپږم ټولګي چې ورسېږم، ښايي شرایط بدلون وکړي او نجونو ته د زده کړو د دوام اجازه ښايي ورکړل شي.

سره له دې چې هر ځل د یوه نوي محدودیت له لګېدو سره مخ کېدو، ذره هم نه هیلې نه شوم، په لېوالتیا سره ښوونځي ته تلم، په جبري ټولګیو کې مې ګډون کاوه تر څو ډېر څه زده کړم او ژمی به مې د ښوونځي د درسونو تر څنګ انګلیسي ژبه هم لوسته. ځکه باید ډېر درس مې ویلای، نه یوازې د ځان لپاره بلکې د مور د زړه د ډاډ لپاره.

یادېږي مې یوه ورځ زما مور ویلي وو: «که خدای پاک د پلار را نه واخیست او ورور هم نه لرې، ستونزمنه نه ده. په بدل کې یې زما لور دومره لایقه ده، چې په لیدو یې ویاړ کوم او خپل غمونه هېروم. انشاالله ته او خور به دې پوهنتون لولۍ او خپلواک ژوند به جوړوۍ، په خیر کوم درد مو چې مور تېر کړی، چې لورانې مې یې تجربه نه کړي او سواد لرونکې شي.»

په دې اړه نور ولولئ...

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

د دري ژبې د ښوونکي هڅونې هم نه هېروم. تل به یې ویل: «ته یوه استعداد لرونکې زده کوونکې یې.» دا یې په ځلونو ویلي، ان د ښوونځي په وروستۍ ورځ، کله چې د کلنۍ ازموینې د پایلو تر لاسه کولو لپاره تللې وم، په ژړا یې ویلي وو: «خواشینی یم چې ستا په شان استعدادونه به نور ونه غوړېږي. هر ځل مې چې یاد ته راځي، اوښکې مې روانې شي.»

لا هم له خوبه وختي پورته کېدل مې له سره نه دي وتلي او هر سهار د کور د کارونو له پای ته رسولو وروسته، له خپلې خور سره چې تازه په دویم ټولګي کې ده، مرسته کوم تر څو د ښوونځي کارونه تر سره کړي. سره له دې چې کار راته سخت دی، د کتابچو، کتابونو او قلمونو رنګې مې یې ستونۍ له درده ډکوي.

خو له دې ټولو سره سره لا مې هم هیله په زړه کې ژوندۍ ده. هغه هیله چې هر سهار له ما سره راپورته کېږي او نه مې پرېږدي، چې بشپړه ماته شم. ښايي نن ښوونځی راته یوازې یوه خاطره وي، خو لا هم په ذهن کې په هغه څوکۍ ناسته نجلۍ یم، چې د راتلونکې په اړه فکر کوي. هغه راتلونکې که څه هم لرې ده. خو زه دعا کوم، چې بېرته ما ته راوګرځي.

اړوندې لیکنې

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)

7 نوومبر 2026
معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي
خبر

معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي

7 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، سهار ځان ویده اچوم تر څو ښوونځي ته د وروڼو تګ ونه وینم(۳)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، سهار ځان ویده اچوم تر څو ښوونځي ته د وروڼو تګ ونه وینم(۳)

6 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، غوښتل مې ډاکتره شم (۲)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، غوښتل مې ډاکتره شم (۲)

5 نوومبر 2026
ملګري ملتونه: ۵۳ سلنه افغان ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له رسمي زده کړو محروم دي
خبر

ملګري ملتونه: ۵۳ سلنه افغان ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له رسمي زده کړو محروم دي

4 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه