د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلې مخکنۍ کېپتانه فرخنده محتاج فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه.
رخشانه: دا جایزه د فرخندې محتاج د بشري حقونو د فعالیتونو او بشردوستانه هڅو په ستاینه کې چې د پنشنبې شپه د (لړم ۲۱ مه) لندن کې د مګنیتسکي بنسټ له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې جوړه شوې وه، هغې ته ډالۍ شوه.
مېرمن محتاج د دې جایزې له تر لاسه کولو وروسته و ویل، دا بریا یوازې د دې نه ده، بلکې په ټولو هغو افغان نجونو پورې اړه لري، چې د خپلو انساني حقونو تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي.
نوموړې د دې جایزې د ډالۍ په مراسمو کې ناستو کسانو ته و ویل: «فکر وکړۍ تاسو په افغانستان کې یوه ښځه یاست او سبا چې له خوبه راپورته کېږۍ، خپل ټول انساني حقونو مو له لاسه ورکړي دي، نو څه احساس به وکړۍ؟ افغان ښځې په دې ترخو ورځو کې ژوند کوي.»
د مګنیتسکي بنسټ د بشري حقونو د جایزې د رخشانې رسنۍ د مسوولې زهرا جویا له خوا فرخندې محتاج ته ډالۍ کړای شوه.
آغلې جویا ناستو کسانو ته د پېژندنې پر مهال و ویل، دوه کاله مخکې کله یې چې خپله په دې دریځ وینا کړې وه، د افغان ښځو وضعیت لا خراب شوی او طالبانو په دې هېواد کې د جنسیتي توپیر نظام رامنځ ته کړی دی.
نوموړې ټینګار وکړ، چې افغان ښځې باید ماتې نه شي او همدارنګه د خپلو حقونو د دفاع لپاره د مبارزه وکړي.
له دې وړاندې د رخشانې رسنۍ مسوولې زهرا جویا د مګنیټسکي بنسټ د غوره خبریالې جایزه تر لاسه کړې وه.
هغې د فوټبال په برخه کې د مسلکي فعالیتونو تر څنګ تل له پناه غوښتونکو، د ښځو او نجونو له حقونو د دفاع او د لوبو او زده کړو له لارې د برابرو فرصتونو برابرولو لپاره هڅې کړې دي.
د مګنیټسکي بنسټ په کال ۲۰۲۶ په اوبو برخو، د ایران، افغانستان، روسیې، آذربیجان، استوانیا، هنګري او میانمار د بشري حقونو له فعالانو، خبریالانو او سیاسي زندانیانو ستاینه وکړه او د هغوی د زړورتیا او مبارزې په پار یې جایزې ورته ډالۍ کړې.
د مګنیټسکي نړیوال عدالت کمپاین یوه نړیواله هڅه ده، چې د حساب ورکوونکي فاسد چارواکي، د بشري حقونو سرغړونکي او په لویو مالي جرمونو کې ښکېل اشخاص ونیسي.
دغه کمپاین د یوه روسي وکیل سرګي مګنیتسکي په نوم نومول شوی، چې د روسیې د حکومتي چارواکو تر منځ یې پراخ فساد افشا کړی او په ۲۰۰۹ کال کې په شکمن ډول په زندان کې مړ شوی دی.
د مګنیټسکي مړینه اوس هغه د فساد او بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د مبارزې لپاره یو نړیوال سمبول ګرځولی دی.







