د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښوونځي وروستۍ ورځ، وروستۍ ورځ په ژړا او چیغو له ټولګي و وتو (۷)

14 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ ورځ، وروستۍ ورځ په ژړا او چیغو له ټولګي و وتو (۷)

انځور: رخشانه رسنۍ.

یادونه: دا روایتونه د هغو نجونو کیسې دي، چې سږ کال له شپږم ټولګي پاتې شوې. له زده کړو محرومیت د ټولیز تاوتریخوالي تر ټولو هغه ښکاره ډول دی، چې د یوه نسل راتلونکې ترې اخلي. رخشانه رسنۍ د لومړنۍ لاس کیسې د نوامبر د ۲۵ په مناسبت، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، خپروي.

د ښوونځي ټکری، قلم، پنسل، تراش، پاکوونکی او څو کتابچې چې په وروستي ځل مې له ځان سره له کوره ښوونځي ته راوړي وو، لاس نه دی پرې وهل شوی، د ښوونځي په بستۍ کې پاتي دي. هر ځل یې چې وینم، هغه مهال بیا همغې ورځې ته ورګرځم، چې شپږم ټولګی تمام شو او په ژړا کور ته راغلم.

زما نوم فاطمه دی او اوس پنځلس کلنه یم. کله چې طالبان واک ته ورسېدل، په دویم ټولګي کې مې زده کړې کولې. تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي ته لاړم، خو وروسته له هغې د زده کړو دروازې د موږ پر مخ وتړل شوې. هغو ورځو کې له وړه وم او فکر مې کاوه، چې دا وضعیت به ډېر دوام ونه لري. مور او خویندو مې تل ډاډ راکاوه ویل یې، یوه ورځ به هر څه بېرته عادي شي.

ساینس او ریاضي مې له نورو ټولو مضمونونو زیاته خوښېدل. د همغه ماشومتوب له کلونو مې هیله درلوده، چې ډاکتره شم. لا هم کله چې د راتلونکې په اړه فکر کوم. ځان د یوې ډاکترې په جامو کې ګورم. ښايي هغو ورځو ته رسېدل سخت تېري شوي وي، خو لا هم نه یم توانېدلې، چې زړه ځینې پرې کړم.

د ژوند تر ټولو ښې ورځې مې په ښوونځي کې تېرې شوې. له ملګرو سره به یو ځای کېناستو، درس مو ویلو او په ساعتونو مو خبرې کولې. تر ټولو نېږدې ملګرې مې شکریه وه. د تفرېح او ورزشي ساعت زنګ مې زیات خوښېده. په هغو ورځو کې ژوند ساده وو. سهار په مینه له خوبه پورته کېدم، ښوونځي ته تلم او له وېرې پرته مې د راتلونکې په اړه فکر کاوه.

په هغه ورځ مې چې د ښوونځیو د تړل کېدو خبر واورېد، په کور وم. خور مې چې هغه مهال پوهنتون ته تله، دا خبر یې راوړ. لا هم لومړۍ پوښتنه چې له ځانه یې کوم په یاد مې ده: «ولې نجونې نه باید درس ولولي؟ که نجونې درس ونه وايي، ټولنه څه ډول پرمختګ کوي؟»

د ښوونځي وروستۍ ورځ هېڅ کله نه شم هېرولی. لا هم چې د هغو وخت په اړه فکر کوم، ټول بدن مې لړزېږي. موږ په ژړا او چیغو له ټولګیو را و وتو. هېڅوک نه پوهېدل، چې دا جدايي به څو ورځې، څو میاشتنې یا څو کاله دوام وکړي.

له هغې وروسته به مې کله کله په بېلابېلو پلمو ښوونځي ته سر ورښکاره کاوه. د دروازې تر شا به درېدم، ودانۍ ته به مې کتل او بېرته به له اوښکو ډکې سترګې ترې راوګرځېدم.

د توکو تر منځ مې د خاطراتو یوه ډایري لرم، د ښوونځي په وروستۍ ورځ مې چې کومه جمله لیکلې تر اوسه مې نه ده هېره کړې: «نن په ژړا او چیغو له ټولګي راغلې یو. خو دا زموږ د عمر پای نه دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

په دې ورځو کې ډېره په کور وم. د وخت یوه برخه مې د کور په کارونو تېرېږي او بله برخه یې په کتاب لوستلو، انځورګرۍ، خطاطۍ او د ښوونیزو کتابچو د سوالونو په حل کولو تېروم.

خو له زده کړو محرومیت یوازې له درس څخه محرومیت نه دی. ښوونځی هغه ځای وو، چې موږ په کې چلند، په ځان باور، دوستي او ټولنیز ژوند په کې زده کاوه. د ښوونځیو په تړل کېدو، زموږ د ژوند د امید او انګېزو یوه برخه هم له منځه ولاړه. ډېری ملګرې مې نور درس نه وايي. ځینو یې ودونه کړي او هر څوک په یوه خوا تللې دي.

کله دومره غمجنه شم چې نه پوهېږم څه باید وکړم. داسې ورځې هم وي، چې له کوره نشم وتلی او ساعتونه په دې اړه فکر کوم، چې که دغه کلونه له موږ نه وای اخیستل شوي، نن ورځ به چېرته وو. ښايي اوس خپلو هیلو ته نېږدې شوې وای. ښايي توانېدلې وای، چې د ځان او هېواد د راتلونکې لپاره چمتو شوې وای.

له دې ډولو سره سره، لا هم مې هم هیله له لاسه نه ده ورکړې. که یوه ورځ ښوونځي بیا پرانستل شي، د خلکو خبرو ته له پام پرته به خپلو درسونو ته دوام ورکړم. ځینې وايي، نجونې دا څو کاله له زده کړو لرې پاتې شوې، نو نه باید ښوونځي ته ولاړې شي. خو زه د دې خبرو په اړه هم فکر نه کوم. زه غواړم زده کړې وکړم، د خپلو هیلو لپاره مبارزه وکړم او هر څنګه چې شو خپل هدف ته ورسېږم.

که چېرته یوه ورځ بیا د ښوونځي د پرانستل کېدو فرصت ولرم، هغه ورځ به په درس ویلو تېره کړم او په پای کې به د ښوونکو او ټولګیوالو تر منځ یو یادګاري انځور وکاږم. انځور د هغې ورځې د ثبت لپاره، چې د زده کړو حق بېرته موږ ته راکړل شو.

زه نه غواړم چې خلک زما په اړه قضاوت وکړي یا مې د ژوند لپاره پرېکړه وکړي. یوازې څه چې راته ارزښت لري دا دي، چې یوه ورځ واتوانېږم د خپلې کورنۍ، د خپلې خاورې د نجونو او هېواد لپاره ویاړ شم. لا هم باور لرم، چې د ډاکتر کېدو خوب به مې د دې ټولو ننګونو سره چې په وړاندې یې وینم، په ما کې ژوندۍ دي.

اړوندې لیکنې

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)

7 نوومبر 2026
معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي
خبر

معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي

7 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، سهار ځان ویده اچوم تر څو ښوونځي ته د وروڼو تګ ونه وینم(۳)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، سهار ځان ویده اچوم تر څو ښوونځي ته د وروڼو تګ ونه وینم(۳)

6 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، غوښتل مې ډاکتره شم (۲)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، غوښتل مې ډاکتره شم (۲)

5 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه