د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه

22 جولای 2026
هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه

انځور: رخشانې رسنۍ

سینا سعیدي

«ولې مو دا ونیوه؟ حجاب خو یې هم سم دی، پرېږده چې لاړه شي.» خو دویمه ښځه مخالفت کوي او وايي: «دا ښځه مو د مولوي صیب په لارښونه نیولې ده، که یې خوشي کړو، په جنجال په کېوزو.» سیمین د طالبانو د امنیتي ځواکونو اړوند دوه ښځو دا خبرې د نیول کېدو له لومړیو شېبو په یاد راوړي.

۲۴ کلنه سیمین یو له هغو لسګونو ښځو وه، چې تېره میاشت په هرات ښار کې ونیول شوې. په دې کیسه کې یې له نیول کېدو خپله تجربه او د نورو ښځو په اړه د سترګو لیدلی حال بیان کړی دی.

طالبانو د غبرګولي میاشتې په منځه کې، د هرات ښار په بېلا بېلو برخو کې د «بې حجابۍ» په تور د ښځو په نیولو لاس پورې کړ.

ملګرو ملتونو په رسمي توګه، په هرات کې د طالبانو له خوا د شاوخوا ۳۰ تنو ښځو د نیول کېدو پخلی وکړ. خو عیني شاهدان وايي، د نیول شویو ښځو او نجونو شمېر، له دې زیات دی.

د ښځو نیونه لا هم دوام لري. په تازه پېښه کې پرون سه شنبې د (چنګاښ ۳۰ مه) طالبانو د هرات ښار په جبرییل ښارګوټي کې یوه ځوانه نجلۍ د حجاب نه مراعت کولو په تور نیولې ده.

د سیمن په غوښتنه، له دې راپور د نیول کېدو کره نېټه او ځینې جزیات نه حذف کړای شوي دي.

سیمین د هرات له مرکز ښار او د خپل کار ځای څخه ونیول شوه. «چادرنماز مې له سره لرې کړ او په پاکولو بوخته شوم. ناڅپله ټول پورته شول، چې د طالبانو امربالمعروف ځواکونه راغلل. ژر… په چادرنماز پسې وګرځېدم، چې سترګې مې د دروازې خوا ته وڅرخېدې. د طالبانو د امربالمعروف یو مامور هلته ولاړ وو. هغه چیغه راباندې وکړه، چې ودرېږه. شور ونخورې! همداسې چې یې همداسې اوسه. ټول بدن مې لړزې واخیست. هغه ولاړ او دوه نورې مامورې ښخې یې له ځان سره راوستې. هغه دواړو ښځو مې لاسونه ونیول او زه یې د موټر خوا ته بوتلم. زما حجاب له هغو ښځو چې زه یې بېولم ښه وو. هغوی ماسک درلود، خو چادرنماز یې نه وو. ما ماسک هم درلود او چادرنماز هم.»

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

د هغو ښځو په اړه، چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا نیول شوې دي، ډېر کم معلومات په لاس کې دي. د سیمین د لومړي لاس کیسه تر یوه برید هغه څه انځوروي، چې په نیول شویو ښځو تېر شوي دي.

سیمین سهار د خپل کار پر خوا حرکت وکړ، پوهېده، چې طالبان ښځې نیسي. هغې داسې جامې واغوستې، چې فکر یې کاو، مطلق د طالبانو په امر دي. «سره له دې چې ښه حس مې نه درلود. خو نه کېده، چې کار ته لاړه نه شم. د یوې ګولې ډودۍ په خاطر. له ځان سره مې و ویل، مه وېرېږه ستا حجاب او جامې مناسبې دي. طالبان له تا سره کار نه لري.»

کله چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو اړوند ښځې، سیمین د موټر خوا ته بیايي. هغه متوجه کېږي، چې یو سړی هغې خوا ته د انځور اخیستو په حال کې دی. «د طالبانو یوه غړی چې له موږ لږ لرې ولاړ وو، زموږ ملتیا یې کوله. د هغه لور ته ورغی. په پیل کې یې په مخ یوه څاپېړه و واهه. وروسته یې تلېفون ترې واخیست او هغه یې د یوه بل موټر خوا ته بوتله. زه یې هم یوه بل موټر ته د ننه کړم. د موټر د ننه دوه ښځینه مامورینې وې. دوه ځوانې نجونې او یوه امیدواره ښځه هم له ما مخکې نیول شوې وې.»

د سیمین په وینا، هغو دوو ځوانو نجونو او امیدواره ښځې چې د موټر د ننه وې، هم مناسب حجاب درلود. «ټولو چادرنماز درلود. حیران شو، چې موږ یې په کوم جرم نیولې یو. چا څه نه ویل. له لسو دقیو وروسته یې څلور نورې نجونې هم راوستې. یوه شاوخوا ۱۳ کلنه نجلۍ هم د هغوی په منځ کې وه. ټولو نجونو چادرنماز درلود، ماسکونه یې هم درلودل. یوازې یو دوه تنو یې ماسک نه درلود. طالبانو د موټر له خوځولو مخکې، زموږ تلېفونه را نه واخیستل.»

طالبان پرته له دې، چې نیول شویو ښځو او نجونو ته څه و وايي، هغوی یې د هرات ښار په مرکز کې ښځینه زندان ته نېږدې د یوې ودانۍ لور ته روانې کړې. هغو نېږدې ډېر وخت د لارې په اوږدو کې د موټر د ننه وې.

سیمین د هغه ودانۍ چاپېریال چې دا یې د لومړي ځل لپاره هلته ولېږدوله، څه داسې بیانوي: «هلته یوه لویه کلا وه. هلته ډېر وسله وال سړي لیدل کېدل. هغوی ټولو وسلې په لاس یوه خوا او بله خوا تلل راتلل، او د ښځو او نجونو، چې هلته وې په تګ راتګ یې څار کاوه.»

سمین او ورسره د یوې امیدواره ښځې او یوې ماشومې نجلۍ په ګډون اووه تنه نجونې د محبس ریاست له انګړ نه نېغ د زندان ریاست ته وړل کېږي. هغوی به ساعتونو ساعتونو د زندان په دهیلېز او دروازې تر شا د طالبانو پرېکړې ته انتظار پاتې کېږي. «کله یې چې موږ د زندان ریاست لور ته یوړو، د غرمې د ډوډۍ او ماسپښين د لمانځه وقفه وه. طالبانو ویل تاسو اوس صبر وکړی، موږ له تاسو سره کار لرو. موږ د ماسپښین تر څلورو بجو پورې هلته وږې تېږې انتظار پاتې شو. هغوی موږ ته ډوډۍ او اوبه را نه کړې. د کېناستو لپاره فرش او څوکۍ نه وې. موږ پر ځمکه ناستې وو. هېچا موږ ته څه نه ویل. ټولې وېرېدلې وو. هغه ماشومې نجلۍ پرلپسې ژړل.»

د سیمین په وینا، هغه سړی چې هلته آشپز وو. ښځو ته یې څه و ویل، چې وېره یې نوره هم زیاته شوه. «موږ ته یې و ویل تاسو به نن شپه همدلته پاتې وی او دغه [طالبان] ستاسو سره کار لري، تر څو نورو ته سبق شي او نور څوک بې حجابي ونه کړي… ټول په زړونو کې خدای خدای کول، چې د شپې په زندان کې پاتې نه شو. زما هلته له وېرې په نس درد شو او خونریزې مې پیدا کړه.»

سیمین د طالبانو د ډوډۍ خوړلو او لمانځه په وقفه کې فرصت مومي، له هغو ځوانو نجونو او ښځو سره چې له دې سره یو ځای نیول شوې دي. خبرې اترې او د زړه خواله وکړي. سیمین و ویل، ډېری ښځې او نجونې چې هلته وې، د حجاب نه مراعت کولو په تور نیول شوې وې پرته له هغې امیدواره ښځې او هغې ۱۳ کلنې نجلۍ او یوې بلې ښځې، چې خپل مېړه ته دوکان ته د ډوډۍ وروړلو په تور نیول شوې وه.

طالبانو هغه امیدواره ښځه په دې تور نیولې وه، چې چادرنماز یې له سره ښویدلی او په اوږدو پروت وو. هغې سیمین ته ویلي دي: «د زوی زېږون مې نېږدې دی. زه بازار ته تللې وم تر څو د زوی لپاره مې جامې او نور توکي واخلم. کور ته د راتګ پر مهال، د کوڅې د ننه په یوه تش ځای کې کېناستم تر څو لږ اوبه وڅښم، سر مې پورته کړ، چې اوبه وڅښم، چادرنماز مې په اوږو راولوېده. په همدې وخت کې د طالبانو د امربالمعروف له ځواکونو درې تنه، چې له کوڅې تېرېدل، زه یې ولیدم او ویې نیولم. وېرېږم چې دلته مې زوی ضایع نه شي. خدای وکړي، چې نن شپه دلته پاتې نه شو، که نه تر سبا پورې به نه زه ژوندی پاتې شم او نه مې هم پر خېټه زوی.»

۱۳ کلنه نجلۍ چې د ښوونځي د شپږم ټولګي زده کوونکې ده، سیمین ته ویلي، طالبانو دا له خپل ورور سره یو ځای هغه مهال چې له ښوونځي د کور په لور تله ونیوه. «مور مې خبره شوې وه، چې نن د طالبانو امربالمعروف زموږ ځای ته راغلي، ورور مې یې په ما پسې ښوونځي ته رالېږلی وو، چې یو ځای بېرته کور ته راشو، د لارې په منځ کې یې موږ دواړه ونیولو. موږ ته یې څه ونه ویل. موټر یې ودراوه او موږ یې په زور موټر ته پورته کړو.»

یوې بلې ځوانې ښځې هم ویلي، چې طالبانو دا د خپل مېړه دوکان ته د ډوډۍ وړلو په تور وینوه. «دا چې طالبانو ښځې نیولې، مېړه مې یوازې دوکان ته تللی وو. غرمه مهال وو، مېړه ته مې ډوډۍ وروړې وه. دواړه د مېز تر شا ناست او ډوډۍ مو خوړله، چې طالبان دوکان ته را د ننه شول او موږ دواړه یې ونیوو. هر څو مې چې طالبانو ته ویل، ښځه او خاوند یو، ویې نه منله.»

سیمین له اوو تنو ښځو او نجونو شاوخوا دوه نیم ساعته انتظار وکړ تر څو طالبان د دوی په اړه تصمیم ونیسي. د ماسپښین کابو درې بجې د ښځو او ځوانو نجونو تلېفونونه بېرته هغوی ته ورکول کېږي، تر څو له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي. «کله چې موږ له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیوه، تلېفونونه یې بېرته له موږ واخیستل او خپله لاړل. یو ساعت د محبس په ریاست کې انتظار پاتې شو، خو کومه خبره ونه شوه.»

طالبانو د ماسپښین کابو له څلورو بجو وروسته، شل تنه ښځې او ځوانې نجونې له ښځینه زندان نه د محبس ریاست ته راوړې. د سیمین په وینا، هغه شمېر ښځې او ځوانې نجونې یوه ورځ مخکې نیول شوې او یوه شپه یې په زندان کې تېره کړې وه. طالبانو هغوی ته هم تلېفونونه ورکړل او ورته ویې ویل، چې له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي او ورته و وايي، چې د خوشي کولو لپاره یې د ضمانت ورکولو لپاره زندان ته راشي.

طالبانو د سیمین او اوو نورو ښځو او ځوانو نجونو لاسونه «په ټکریو» وتړل او د محبس له ریاست نه یې ښځینه زندان ته ولېږدولې. د محبس د ریاست ودانۍ او ښځینه زندان یو له بل سره نیږدې دي او په همدې خاطر هغوی پلې ښځینه زندان ته ولېږدول شوې.

سمین و ویل: «کله یې چې ښځې د محبس ریاست خوا ته راوستې او موږ یې د هغوی پر ځای ښځینه زندان لور ته یوړو، له ځان سره مې و ویل، که تر شپې پورې خوشې نه شو، شپه به څه ډول په زندان کې تېروو؟ بې له هغې مو هم د زندان په اړه بدې خبرې اورېدلې وې. پښې مې له ډېرې وېرې نه راسره تلې، د خونرېزی په خاطر مې درد هم درلود، خو چاره مې نه وه. په زور مې پښې راپسې پورته کولې.»

زندان ته د ځوانو ښځو او نجونو په لېږدولو او د داخلي حالت او په خونو کې د ښځو او نجونو د حالت په لیدو سره، نوې راغلې ښځې نورې هم په وېره او اندېښنه کې شوې.

سیمین د ښځو وضعیت څه داسې بیان کړی دی: «د زندان کوټې د ښوونځي د کوټو په څېر یو بل ته مخامخ جوړې شوې وې. هلته فضا زړه تنګې وه. کوټو بوی کاوه، د باندې خوا ته یې کړکۍ نه درلوده. کوټې له ښځو ځوانو نجونو، ماشومانو او شیدو خوړونکو ماشومانو څخه ډکې وې. ان هلته امیدواره ښځې هم لیدل کېدې. موږ یې درې درې تنې په کوټو و وېشلو. په هره کوټه کې له شلو تر پنځویشتو پورې ښځې وې. موږ تازه ورغلې ډېرې وېرېدلې وو. ډارېدو چې که د شپې په زندان کې پاتې شو، طالبان به له موږ سره څه وکړي. ټول بدن مې لړزېده. له وېرې مې سر را باندې دروند شوی وو او د خېټې درد مې لا زیات شوی وو.»

د سیمین لپاره د زندان د ننه د یوې ځوانې نجلۍ د کیسې اورېدل له هر څه ډېر دردونکې وه. هغه ځوانه نجلۍ چې له کوم جرم پرته یې میاشتې میاشتې په زندان کې تېرې کړې وې. هغې په ژړا سره سیمین ته کیسه کړې وه: «زه یې له یوه هلک سره د نامشروع اړیکې درلودو په تور ونیوم. په داسې حال کې چې هېڅ کار مې نه وو کړی. موږ یوازې کافې ته تللي وو او یو له بله مو خبرې کولې. څلور میاشتې کېږي، چې په زندان کې یم. په خدای قسم، چې له زندان نه خوشې شوم، هر کار مې چې زړه وغواړي کوم به یې.»

شاوخوا یو نیم ساعت وروسته، د زندان له غوږۍ په لوړ اواز د سیمین نوم اخیستل کېږي: «لومړی مې نوم له غوږۍ واورېده او وروسته یو طالب سرتېری راغی او ما ته یې و ویل، ته خوشې شوې. زه یې له ځان سره د زندان ریاست ته بوتلم. هغه یوه مولوي ما ته دوه پاڼې راکړې او راته ویې ویل، په دې دوه پاڼو ګوته کېږده. له مېړه مې یې هم په دوه درې پاڼو ژمنه واخیسته. د طالبانو مولوي ما ته هم خبرداری راکړ او ویې ویل، که بیا له حجاب پرته د باندې و وتې، له دې به جدي چلند درسره وکړو.»

سیمین د همغې ورځې په ماښام له خپل خاوند سره کور ته ستنه شوه. خو نه پوهېږي، چې د هغه نورو ښځو برخلیک به څه شوی وي.

هغه د طالبانو له زندان نه تر خوشي کېدو وروسته، اوس هره شپه وېرونکي خوبونه ویني. هغه په ژور خفګان اخته شوې ده. جرات نه شي کولی د پخوا په شان خپل کار ته لاړه شي: «دا مې د ژوند تر ټولو بده پېښه ده. له زندان نه تر خوشي کېدو وروسته، مې نه خوښېږي چې له کوره د باندې ووځم. خوښېدل مې چې د کور په کونج کې ژوند وکړم. له هغې وروځې وروسته چې اوس د طالبانو امربالمعروف و ونیم، پښې مې سستې شي، سر مې ګیچ شي، نیول او هغه د زندان د ننه پېښې مې یاد ته راځي. یوه ورځ کې کله د… ننه ناسته وم او د طالبانو د امربالمعروف یو سرتېری مې ولید، بیا هم له خونرېزۍ سره مخ شوم.»

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، هرات کې د ښځو نیول، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ځپلو دوام دی.

اړوندې لیکنې

د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي
خبر

د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي

21 جولای 2026
طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې

21 جولای 2026
له فاشېزم سره جوړجاړی (لومړۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

له فاشېزم سره جوړجاړی (لومړۍ برخه)

21 جولای 2026
یونسکو: چېرته چې خلک رسنیو ته آزاد لاسرسی لري هلته د بشر حقونو سرغړونې کمېږي
خبر

یونسکو: چېرته چې خلک رسنیو ته آزاد لاسرسی لري هلته د بشر حقونو سرغړونې کمېږي

20 جولای 2026
بامیانو کې د کوچیانو له خوا د دوو تنو سخت وهل او د طالبانو سترګې پټول
دسته‌بندی نشده

بامیانو کې د کوچیانو له خوا د دوو تنو سخت وهل او د طالبانو سترګې پټول

19 جولای 2026
د بشري حقونو څار ډله: افغانستان کې لوږې تر ډېره ښځې او نجونې اغېزمنوي
خبر

د بشري حقونو څار ډله: افغانستان کې لوږې تر ډېره ښځې او نجونې اغېزمنوي

18 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه