غزال محمدي او زهرا جویا
په پای کې دا یې د خپلې کورنۍ غړي وو، چې د سمیې په اړه یې طالبانو ته راپور ورکړ.
کله چې د ۲۶ کلنې سمیې د انسټاګرام پوستونه، چې د ورځني ژوند انځورونه او ویډیوګانې یې په کې شاملې وې او د ځايي تبلیغاتو او کار و بار لپاره وو، د سیمه ییزه طالب چاروکو پام ځان ته راوړولو، ډېره حیرانه نه شوه.
کله چې هغه هرات ښار کې د طالبانو امربالمعروف ریاست ته احضار شوه، امیدواره وه، یوازې به خبرداری ورکړل شي او له دې به وغواړي، چې خپل فعالیت بند کړي، خو په بدل کې یې له دې څېړنه وشوه او وروسته هرات کې ښځینه زندان ته ولېږدول شوه.
سمیه وايي، د څېړنو پر مهال طالب چارواکو دې ته و ویل، چې خپلوانو یې له دې شکایت کړی دی. سمیه پوهېده، چې خپلوان یې په ټولنیزو شبکو د دې له فعالیت سره مخالف دي. ځینو له هغو غوښتل، چې دا همداسې د طالبانو په بند کې پاتې شي او ان ویلي یې وو، باید کلونه په زندان کې تېر کړي.
سمیې و ویل: «تل مې ورته ویل ژمنه کوم، نور به مې انځورونه نه خپروم، غذر و زارۍ مې ورته وکړې، خو زه یې زندان ته بوتلم او ویل یې باید ۷۲ ساعته په زندان کې پاتې شم.»
په پای کې سمیه د طالبانو امربالمعروف ریاست ته ولېږدول شوه. هلته یې اړ کړه، چې ژمن لیک لاسلیک کړي او د هغه سره سم په ټولنیزو شبکو خپل ټول فعالیتونه ودروي. هغې اوس په ټولنیزو رسنیو خپله ټوله منځپاڼګه حذف کړې ده. د پیسو د تبلیغاتو په ګډون، چې هغې ته یې دا امکان ورکاوه، چې ګټه ولري.
د سمیې تل دې ته پام وو، چې څه شیان په ټولنیزو شبکو کې خپروي. هغه پوهېده، چې فعالیت یې په افغانستان کې د طالبانو د وېرونکو امربالمعروف ځواکونو تر څار لاندې دی. په همدې خاطر یې په ویډیوګانو کې مخ بند اغوست او له داسې څرګندونو، چې ښايي دې یا یې کورنۍ ته سرخوږی پیدا کړي، ډډه کوله.
هغه نه وايي، چې چا یې په اړه د طالب چارواکو ته راپور ورکړی وو. خو داسې کلیمو ته نغوته کوي، چې تر ډېره په کور د ننه د ښځو د کابو کولو لپاره کارول کېږي: «غیرت» هغه عبارت چې د کورنۍ حیثیت د کور د ښځو د کنټرول سره غوټه کوي.
دا وايي: «هغوی «غیرت» زما د انځورونو سره د مخالفت لپاره، د پلمې په توګه وکاراوه.»
ټولنیزې شبکې په افغانستان کې د ډېری ښځو لپاره د ژغورنې یوه لار ده. د ځینو لپاره، له کله چې طالبانو ښځې له کاري فرصتونو راګرځولې دي، دا د ژوند د لګښتونو لپاره د ګټې وټې تر لاسه کولو یوازینۍ لار ده. د ځینو نورو لپاره، ټولنیزې شبکې له بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو ساتلو یوه وسیله ده. هغه نړۍ، چې اوس یې په ریښتیني ژوند کې ډېره کمه ویني.
یو کال وړاندې او مخکې له دې، چې ونیول شي، ۱۸ کلنې عالیې په انسټاګرام کابو ۶۰ زره څاروونکي درلودل. هغې هم د سمیې په څېر هرات کې د خپل ورځني ژوند ویډیوګانې خپرولې او خپل حساب یې د ځايي کار و بار، لکه رستورانونو او جامو شرکتونو د تبلیغ لپاره، د لږ ګټې تر لاسه کولو په موخه کاراوه.
نوموړې هغه مهال ونیول شوه، چې په ښار کې یې د انسټاګرام لپاره یوه تبلیغاتي ویډیو جوړوله. لکه سمیه، لومړی یې د ګوتې د نښې اخیستو لپاره هرات کې د امربالمروف او نهی عن المنکر دفتر ته یووړه او بیا یې زندان ته واچوله.
عالیه وايي: «ما ته یې ویل، ان که ماسک هم واغوندم. بیا هم (زما لپاره) کار کول او سوداګریز اعلانونه ورته د منلو نه دي.» هغه نویو مقرراتو ته نغوته کوي، چې ښځې اړ باسي په عمومي ځایونو کې مخ پټ کاندي. [د امربالمعروف مامورینو] و ویل، اسلام دا نه وايي، چې ښځه باید په تلوېزیون یا سکرین باندې راښکاره شي او دا ډول کار جرم ګڼل کېږي.»
د طالبانو مشر هبت الله آخوندزاده د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې د دې ډلې د امربالمعروف قانون په یوه پیلیزه، ۴ څپرکیه او ۳۵ مادو کې توشېح کړ. په دې قانون کې د طالبانو امربالمعروف مامورینو ته پراخ واکونه ورکول شوي دي.
د دې قانون له مخې، د امربالمعروف هر مامور کولی شي، هغه ښځه یا نجلۍ چې خپل مخ نه پټوي، ودروي او سزا ورکړي.
عالیه وايي، له هغې وروسته، چې د دې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوه، د طالبانو تر څار لاندې شوه. په دې ویډیو کې هغې په خپل کور کې د پلار د ورځې په مناسبت کیک تر لاسه لاندې نیولی او وړاندې کاوه. له نیولو وروسته یې هغه هرات کې ښځینه زندان ته ولېږدوله. نوموړې وايي، هغه ځای چې هلته یې درې شپې په سختۍ تېرې کړې. «هره شپه به ډېره خفه کېدم، که یوه یا دوه میاشتې هلته پاتې وای، فکر کوم لېونۍ شوې به وم. هېڅ شی مې یاد ته نه شوای راوستی- نه د مور څېره، نه د پلار څېره، ځان مې مجبوراوه، چې سترګې پټې کړم او هڅه وکړم څېرې یې یاد ته راوړم، خو نه مې شوای کولی.»
عالیه له درې شپو بند وروسته خوشې شوه، په دې شرط چې ژمن لیک لاسلیک کړي او نور ټولنیزې شبکې ونه کاروي.
هرات چې یو وخت د افغانستان یو نسبآ آزاد ښار ګڼل کېد، په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو په بیا راتګ سره، د ښځو د چلند او آزادیو په وړاندې د سختو ځپلو شاهد دی.
د سږ کال په لومړیو کې په هرات کې لسګونه ښځې د حجاب د مقرراتو څخه د سرغړونو په تور ونیول شوې، هغه ګام چې عمومي اعتراضونه یې ورسره درلودل او طالبانو دغه لاریونونه په زور وځپل.
کال وروسته کله چې طالبانو ښځې اړ کړې، په کور پاتې شي، ۲۷ کلنې ثریا او د کابل اوسېدونکې، د ښځو د خوب او کالیو لاندې جامو انلاین پلور پیل کړ.
هغې د خپلو محصولاتو د تبلیغ لپاره له فسبوک او انسټاګرام څخه کار اخیست او د مصنوعي څېرکتیا پر مټ به یې د هغو ښځو چې لاندې جامې به یې اغوستې وې خپل تولیدات خپرول.
په پیل کې یې کار ښه مخ ته تله، خو وروسته یې له یوه پېرودونکي یو وړاندیز تر لاسه کړ، چې ورته ویل یې، نه شي کولی خپله پته ورکړي او له ثریا یې وغوښتل خپل ادرس دې ته ورکړي تر څو وکولی شي خپل وړاندیز له همغه ځایه تر لاسه کړي. ثریا له دې وړاندې له یوه داسې وړاندیز سره هېڅ وخت نه وه مخ شوې، خو ویې منله چې خپل ادرس د هغې په واک کې ورکړي. له دوه ساعته په کمه موده کې د طالبانو دوه ځریو د دې د کور دروازه ور وټکوله.
هغوی یې پلار د پولیسو حوزې ته یووړ او یې اړ کړ ژمنه وکړي، چې لور به یې نور په ټولینزو شبکو څه نه خپروي. «زما پلار ته یې ډېرې سپکې سپورې خبرې وکړې، هغه ته یې و ویل: «ته غیرت نه لرې، لور دې په فسبوک کې د ښځو چې لاندینۍ یې جامې اغوستي دي، لوڅ انځورونه خپروي،.»
دا وايي: «کله مې چې پلار د پولیسو له حوزې بېرته راغی، زه یې سخته ورټلم. ویې ویل: «تا زه وشرمولم. باید په ټولنیزو شبکو خپلې ټولې پاڼې پاکې کړې او نور هېڅ وخت دا کار ونه کړې.»
ثریا وايي، که طالبانو دا ستونزه نه وای ورته جوړه کړې، پلار یې هېڅ وخت پر دې داسې محدودیتونه نه لګول.
نوموړې له همغه وخت راهیسې یو ځانګړی حساب جوړ کړی دی، خو ان د هغه درلودل هم ورته د اندېښنې وړ دی.
ثریا وايي: «اوس یوه شخصي پاڼه لرم، خو هغه پټه ساتم او په وېره کې ژوند کوم. نه پوهېږم چې څه به پېښ شي. د ژوند هیلې مې له لاسه ورکړې دي.»







