د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

انځور: Abbas Basher

حوا جوادي

لومړۍ دوره له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱

د مزار عام وژنه

«طالبان چې کله مزار شریف ته ننوتل» لکه لیونیان له یوې مخې یې په وژنو لاس پورې کړ. هغوی په ټویټاګانو کې سپاره وو، د مزار په تنګو کوڅو کې ښکته او پورته تلل او ښي او ګیڼ لور ته یې ډزې کولې او هر خوځېدونکی یې واژه- هټۍ وال، کراچی وانان، ښځې او ماشومان، پېرودونکي او ان وزې او خره. هغوی هزاره مېشتې سیمې سید آباد ته ننوتل، یوازې دوه ورځې وروسته یې د هزاره ګانو نارینه په کورونو او د خپلو ښځو او اولادونو تر مخ اعدام کړل. په هزاره ښځو تېری وشو او سلګونه سړي او هلکان ونیول شول او زندان ته ولېږدول شول.

«هغوی له هېڅ خبرداري پرته په هر چا چې پر واټ به وو ډزې کولې، پرته له دې چې د نارینه وو، ښځو او ماشومانو تر منځ توپیر وکړي. ډېر ژر واټونه له جسدونو او وینو ډک شول. د اسلام د لارښونو خلاف، چې د مړي د ژر په ګور کولو ټینګار لري، جسدونه پراته وو تر څو په سړکونو وپړسېدل.»[1]

وروسته له هغې، یوه طالب قوماندان احمد رشید ته و ویل، د طالبانو مشر ملا محمد عمر، دوی ته ویلي دي، چې یوازې دوه ساعته وژنې وکړي. د طالبانو د دې قوماندان په وینا، خو هغوی دوه مکملې ورځې وژنې وکړې. [2]

دا د پاکستاني خبریال احمد رشید کیسه ده، چې په (۱۹۹۶) ۱۳۷۸ کې د طالبانو په لاس د هزاره ګانو د عام وژنې شاهد وو. د مزار په کوڅو کې د «هزاره توب» په جرم د عادي خلکو بې رحمه وژنه. د هزاره ګانو وینو ته د طالبانو تنده په دې ځای نه خلاصه کېږي. زرګونه کسان چې له هزاره مېشتو سیمو څخه ونیول شول، بېرته را نه غلل.

یو تاجک شاهد چې په بند کې وو، د بشري حقونو څار ډلې ته ویلي دي: «ځینې زندانیان په ځانګړې توګه هزاره ګان وهل کېدل او ټپي کېدل. هغوی یې تړل، پړمخې به یې څملول او وروسته به طالبانو په کېبلونو وهل. طالبانو له ټولو غوښتل، چې خپلې وسلې ورته وسپاري او وايي، چې چېرته هزاره ګان پیدا کولی شي. دوی ویل: «که یو هزاره راته راوسپارۍ، نو تاسو به خوشي کړو.»

«هغه د دریو ورځو لپاره په زندان کې وو. په زندان کې د طالبانو چارواکو- چې د راپورونو له مخې ټول غیر ځايي او د طالبانو اصلي غړي وو- بندیان د توکم له مخې جلا کړل، هزاره او نور شیعه ګان یوې خوا، ازبک او تاجک بلې خوا ته ساتل کېدل.

طالب چارواکو په زندان کې، ځینې بندیان اړ کېدل چې د نورو بېلا بېلو توکمونو په پېژندنه کې مرسته وکړي. په ځینو مواردو کې به مسوولینو له نیول شویو کسانو غوشتل، چې د اهل سنت په ډول په لمانځه کولو سره خپل سني توب اثبات کړي. ډېری ازبکانو، تاجکانو، ترکمنانو او هلته شته یو شمېر کمو پښتنو، وروسته له هغې، چې څوک راغلل او ضمانت یې تایید کړ، خوشي شول.

د زندانونو په ډکېدو سره، ګڼ شمېر زندانیان د افغانستان نورو زندانونو، تر ډېره شبرغان، هرات او کندهار ته ولېږدول شول. هغه وسایل چې د زندانیانو د لېږد لپاره کارول کېدل، اوسپنیز کانټینرونه چې ۲۰ او ۴۰ فوټه (شاوخوا ۶ تر ۱۲ مترو» وو. شاهدان اټکل کوي، چې دې لویو کانټینرونو کولی شوای له ۱۰۰ تر ۱۵۰ کسان دخته سره ځای کړي. راپور ورکړی شوی، چې له زندانیانو ډک لږ تر لږه ۳۵ زندانیان د مزار له زندان نه ولېږدول شول. یو شاهد چې څو ورځې په بند کې وو څرګنده کړې، چې لږ تر لږه یو ځل ملا نیازي (والي) خپله د زندانیانو د لېږد پروسه څارله. یوه بل شاهد هم راپور ورکړی، چې له دې کانټینرونو یې د ګڼو زندانیانو را ایستل په خپلو سترګو لیدلي دي. [3]

د بشري حقونو د څار ډلې د راپور له مخې، دوی یو ځل بیا هم د قزل آباد په سیمه کې له پولې تښېدونکي هزاره ګان په ډلیزه توګه و وژل.

په یکه ولنګ کې ډلیزه وژنه (۲۰۰۱)

د هزاره ګانو د ډلیزې وژنې بله څپله په یکه ولنک کې، په څو پړاونو په ځانګړې توګه په ۲۰۰۱ میلادي کال کې تر سره شوه. د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې د دې پېښې په اړه راغلي دي، چې طالبانو بې توپیره وژنې وکړې. د وژل شویو کسانو په منځ کې ناروغان، د خیره بنسټونو کارکوونکي او هغه سپین ږیري چې د طالبانو قوماندان ته د بښنې لپاره ورغلي وو هم شامل وو:

«په سرخ کوتل کې د دفاعي کرښتې تر ماتېدو وروسته، طالب ځواکونو له مقاومت پرته د (ولسوالۍ د مرکز) په لوري «نیک» سیمې لور ته پرمختګ وکړ او د هغې ورځې په سهار ۸ د جنوري د ۱۳۷۹ کال د مرغومي ۹ مه) هلته ورسېدل.»

«د ولسوالۍ مرکز ته په رسېدو سره طالبانو د څېړنو او پلټنو ۱۱ ډلې جوړې کړې، هر ډلې، دې هرې ډلې ته د یکه ولنکه یوه ځانګړې برخه ورکړل شوه او هغوی د خپلې برخې اوړند سیمه کې کور په کور وګرځېدل او نارینه یې ترې راټول او ونیول. د «علي درې» ته ګمارل شوې کاري ډلې ته یې ۱۲ سره آسونه ورکړل او په دې توګه یې وکولی شوال، په دې ټوله دره کې چې یوازې یوه لار لري تګ راتګ وکړي.»

«یکه ولنګ کې د اعدام اصلي ځای په ښکاره توګه په نیک کې د مرستندویه بنسټ له دفتر نه د باندې وو. هغه ځای چېرته چې د علي درې اوسېدونکي و وژل شول. همدارنګه عیني شاهدانو راپور ورکړ، چې د نیک شاوخوا یې په څلورو سیمو کې د مړو او جسدونو انبارونه لیدلي دي: د ولسوالي له روغتون نه د باندې، د مسجد شا ته دره کې، د کهنه بازار په سیمه کې، د مندیک کلي له ممبره د باندې او د ارباب حسین په کلا کې. د دې سیمو له منځه تر ټولو زیات مړي د ارباب حسن په کلا کې وو. د وژنو نورې پېښې هم د ولسوالۍ د مرکز په شاوخوا سیمو کې راپور شوې دي، له هغې جملې د جذام او نري رنځ له کلېینکونو د باندې.»

«عیني شاهدانو راپور ورکړی) د افغانستان لپاره د همغږۍ مرکز CCA چې یو ځايي مرستندویه بنسټ دی- کارکوونکي سید سرور او سید طالب هغه دوه غیر نظامي کارکوونکي وو، چې په علي دره کې ونیول شول او د مرستندویه بنسټ نه د باندې اعدام کړای شول. د کارمندانو نور غړي هم د وژل شویو کسانو په منځ کې پېژندل شوي دي.»

په دې اړه نور ولولئ...

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

«د جذام د ځايي کلېنیک څو تنه نور کارکوونکي هم د وژل شویو کسانو په منځ کې وپېژندل شول: سید یاقوت، باغبان د (یکه ولنګ ولسوالۍ مرکز ته نېږدې) د کټه خانه له کلي، د نجار تقي په نوم سړی د اخوندان له کلي، د محمود زوی ګل آقا له سرآسیاب کلي، برکي زوی سید مهدي ساتونکی، د سید امیر په نوم د پنج واک کلي اوسېدونکی، چې هغه هم د سرآسیاب له کلي دی. د دې مرکز یو بل ناروغ چې په جذام ناروغۍ اخته وو، د مړو په منځ کې پېژندل شوي دي.»

طالب ځواکونه مخکې له دې، چې د جنورۍ ۲۳ مه (د ۱۳۷۹ سلواغه) کې بیا له ولسوالۍ وشړل شي، یوزې د دوه ونیو لپاره په یکه ولنګ کې پاتې شول. د جنورۍ په ۲۰ مه (سلواغې ۳ مه) د شکاري درې له لارې شمال ته د شا تګ پر مهال، د طالبانو یو کاروان د تاله برفک په سیمه کې د هزاره شپنو له یوې ډلې سره مخ شول. ظاهر، له دې امله چې د هزاره ګانو له خوا د دوی د لارې بندولو څخه په غوسه وو، ځینو طالبانو پر دې ډله ډزې وکړې.»

د بشري حقونو څار ډله زیاتوي، چې د طالبانو د وژنو د وېرې له امله زرګونه کورنۍ له سیمې کډه شول او پنجاب او لعل او سرجنګل ولسوالیو ته وتښتېدل. [4]

د افغانستان د پرېښودو امر

په ۱۳۷۷ کې، کله چې طالبان د هزاره ګانو له ډل وژنې فارغ او د مزارشریف ښار په ټولو برخو مسلط شول، عبدالمنان نیازي بلخ کې وینا وکړه، هغه د لاډسپیکر څخه په لوږ هغه هزاره ګان کافر وبلل. ویل یې طالبان د غچ اخیستنې لپاره راغلي او هزاره ګان چې هر ځای ته ولاړ شي پیدا کوي یې او وژني یې. هغه د هزاره ګانو لپاره درې غواروي مخې ته کېښودل:

  • مسلمان شۍ
  • افغانستان پرېږدۍ
  • و وژل شۍ [5]

اقتصادي کلابندي

وروسته له هغې، چې طالبانو په لومړۍ مرحله کې په مزار کې ماته وخوړه او له هغه ځایه یې شا تګ وکړ، د ۱۳۷۶ د جوزار څخه د بامیانو د ولکه کولو تر وخته یې د ۱۳۷۷ کال په وږي کې د هزاره جات به بشپړه کلابندۍ لاس پورې کړ، د هزاره مېشتو سیمو لارې یې وتړلې، د سونګ توکو، غنمو، خوراکي توکو او بشري مرستو مخینوی یې وکړ.

ان د کلابندۍ د خلاصولو لپاره د بشري حقونو د بنسټونو او ملګرو ملتونو هڅو هم نتیجه ورنه کړه. [6]

د بودا مجسمو له منځه وړل

ملا عمر د ۱۳۷۹ د کب په ۸ مه چې د ۲۰۰۱ د فبروۍ له ۲۶ مې سره سمه وه، بامیانو کې د بودا مجسمو د نړولو امر وکړ. هغه امر چې له ګڼو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو. ملګرو ملتونو له هغې جملې یونسکو د یوې بیانیې په خپرولو سره، د بودا مجسمې نړیوال تاریخي میراث وباله او له طالبانو یې وغوښتل، چې ویې نه نړوي. د هغه وخت د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان یو پلاوی وګماره او کندهار ته یې ولېږه تر څو له طالبانو سره خبرې اترې وکړي او له هغوی وغواړي، چې له دې کاره نه لاس په سر شي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۱۳۷۹ کال د کب په ۱۹ مه یو پرېکړه لیک صادر کړ او له طالبانو یې وغوښتل، چې د کلتوري میراث ساتنې کنوانسیون ته ژمن پاتې شي او د مجسمو له نړلو لاس واخلي. د آیسکو اسلامي سازمان (ISESCO) او د اسلامي هېوادونو استازو هم له طالبانو وغوښتل، چې په خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي. خو له دې سره سره، دې هڅو پایله ورنه کړه او د ۲۰۰۱ کال به مارچ کې، چې د کب له وروستیو سره سمه وه، طالبانو د بودا مجمې وچولې.

په افغانستان کې د بي بي سي نړیوال سروېس لوړ پوړي خبریال کیټ کلارک، چې د مجسمو نړولو بهیر یې له نېږدې څارلی وو، د طالبانو دا کار قصدي، بزدلانه له شرمه ډک او د «تاریخ پاکول»(wipe out history) بللي. [7]

[1] Rashid Ahmad (2010), Taliban : militant Islam, oil and fundamentalism in Central Asia, New Haven, CT: Yale University Press, p. 73.

[2] Rashid Ahmad (2010), Taliban : militant Islam, oil and fundamentalism in Central Asia, New Haven, CT: Yale University Press, p.73.

[3] https://www.hrw.org/legacy/reports98/afghan/Afrepor0-02.htm#P114_24041

[4] https://www.hrw.org/reports/2001/afghanistan/afghan101-03.htm

[5] Rashid Ahmad (2010), Taliban : militant Islam, oil and fundamentalism in Central Asia, New Haven, CT: Yale University Press, p.74.
https://www.hrw.org/legacy/reports98/afghan/Afrepor0-02.htm#P114_24041

[6] https://reliefweb.int/report/afghanistan/people-afghan-region-hazarajat-risk-starvation-says-un-coordinator.

[7] https://www.afghanistan-analysts.org/en/reports/context-culture/an-attempt-to-wipe-out-history-the-destruction-of-the-bamian-buddha-colossi-in-2001/

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه
دسته‌بندی نشده

«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه

16 اکتوبر 2026
ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي
خبر

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

15 اکتوبر 2026
راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي
خبر

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

15 اکتوبر 2026
د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو

14 اکتوبر 2026
له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري
دسته‌بندی نشده

له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري

13 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه