د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یو بې سبا نسل، د یوې زده کوونکې غوري نجلۍ تښتېدلي خوبونه

۷ زمری ۱۴۰۴
یو بې سبا نسل، د یوې زده کوونکې غوري نجلۍ تښتېدلي خوبونه

انځور: رخشانه میډیا

سینا سعیدي

دغه څه چې لولۍ د یوې هغې زده کوونکې نجلۍ کسیه ده، چې د طالبانو له لوري یې د انګلیسي ژبې د زده کړې مرکز د دروازو په تړلو سره هیلې او ارزوګانې پر باد لاهو شوې، هغه هیلې او امیدونه چې د دې په وینا ورځ بلې رنګ بایلي.

د دغه زده کوونکې د هویت پټ ساتلو لپاره په دې کیسه کې د نوموړې په خپله غوښتنه د هغې د اصلي نوم او هر هغې نښې له راوړلو چې کېدای شي د دې اصلي هویت افشا کړي ډډه شوې او د تمنا په مستعار نوم یې نوم راوړل شوی دی.

۱۴ کلنه تمنا د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د نجونو د یوه ښوونځي د شږم ټولګي زده کوونکې او د خپل ټولګي اول نمره ده. د هغې د لیدو ته د اوړي په سره ګرمۍ او د هغوی د څلورنیمې میاشتنې ازموینې پر مهال ورغلم.

تمنا وايي، ډېره مینه یې له انګلیسي او ریاضي سره ده، دا خوښه یې د افق جدید په نوم د انګلیسي ژبې په یوه څو میاشتني مرکز کې د زده کړو له امله ده، هغه مرکز چې د لومړي ځل او پنځو میاشتو لپاره په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې پرانستی وو او وروسته له هغې د طالبانو له لوري پرته له کوم دلیله د تل لپاره وتړل شو.

سږ کال چې پای ته ورسېږي، نو تمنا به هم له هغه میلیونونو نجونو سره یو ځای شي، چې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري، خو د تمنا زړه له دې ورځو زیات د زده کړو د هغه مرکز له دروازې سره تړلی، چې ټاکل شوې وه لږ تر لږ په کې انګلیسي ژبه تر لوړې کچې زده کړي.

د «جي. آر. اس» موسسې پر مټ دغه ښوونیز مرکز د تېر لمریز کال د مني په لومړیو کې د کابو یو سله شل نجونو لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړو زمینه برابره کړې وه، دغه شمېر زده کوونکو د یوې ازموینې له لارې یاد ښوونیز مرکز ته لار ومونده.

په دې اړه نور ولولئ...

د ښځو کیسې، د تیارو کلونه او په کور د کېناستو درد!

لور ته مې لیک، ته زما الهام بښوونکې یې

تمنا و ویل:«کابو دوه سوه تنو په ازموینه کې ګډون کړی وو او له دې دلې یوازې ۱۲۰ تنه جذب کېدل، د همدې لپاره ما څو ورځې د ازموینې لپاره چمتوالی نیوه تر څو مې سویه تثبیت شي، دویم نفر او د ۱۲۰ تنو په منځ کې ومنل شم، سره له دې چې له ښوونځي پرته مې بل ځای انګلیسي نه وه ویلې، خو بیا هم دویم کتاب ته ومنل شوم، کله چې د ازموینې پایلې اعلان شوې ډېره خوښه شوم.»

په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د نجونو لپاره د انګلیسي ژبې د دغه ښوونیز مرکز پرانستو د روښانه راتلونکې لپاره یو زېری وو، چې له پنځو میاشتو زیات یې دوام ونه کړ، زده کوونکو نجونو د لومړي ځل لپاره دا فرصت تر لاسه کړی وو، چې د کور د کارونو تر څنګ، چې په کلیو کې معمول دی د ژبې د زده کړو لپاره هم لاړې شي.

د تمنا د ژوند تر ټولو ښې ورځې د هغې په خپله وینا هغه ورځې وې، چې د ښوونیز مرکز دروازه د دې او نورو نجونو پر مخ پرانستې وه:«زما په دا کم عمر دا ورځې زما لپاره د ژوند تر ټولو ښې ورځې وې، هېڅکله به مې هېر نه شي، چې طالبانو زما په برخلیک او راتلونکې څه وکړل.»!

د دغه زده کوونکې د ګوتو په شمار سره، شاوخوا پنځه میاشتې او ۲۹ ورخې کېږي، چې د یاد ښوونیز مرکز درواز، چې د هغې او د کلي د نورو نجونو لپاره یې هیلې پیدا کړې وې، د دوی پر مخ تړل شوې ده.

تمنا خپلې کیسې د یادښت په کتابچه کې په دوه برخو وېشلې دي: د ژبې د ښوونیز مرکز د تړل کېدو څخه مخکې ورځې او د هغې څخه وروسته ورځې.

نوموړې د یاداښت کتابچې په پنځم مخ کې داسې لیکلي دي:«…وروستۍ ازموینه واخستل شوه، ما له خدای نه تمه درلوده چې پاتې نه شم، زه د کورس اول نمره شوم. د ۱۲۰ نورو نجونو منځ کې مې بشپړې نمرې اخیستې وې، هېڅوک نه وو توانېدلي، چې زما په شان پوره نومرې واخلي.»

دغه زده کوونکې د انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز له تړل کېدو وروسته خپلې کیسې څه داسې بیان کړې دي:«….وامې ورېدل، چې د جي. آر. اس کورس تړل شوی دی، باور مې ونه کړ سهار[چې کله ښوونیز مرکز ته لاړم] ومې لیدل چې ښوونکی نه دی راغلی او پوه شوم، چې زما د خوښې وړ کورس تړل شوی دی، په ژړا ژړا کور ته راغل، زما زړه همدې کورس ته ښه وو چې یو ګام پرمختګ وکړم.»

هغې ته کیسه پر دې ځای پای نه مومي، څو میاشتې وروسته د ښوونځي شپږم ټولګی هم پای ته رسوي او هغه دا چې بل کال حق نه لري، ښوونځي ته لاړه شي. طالبانو له ۱۴۰۸ زیاتې ورځې کېږي، چې د ښوونځیو دروازې له شپږم پورته نجونو پر مخ تړلې دي.

تمنا له څو لحظې خبرو اترو وروسته چوپ کېناسته، پورته شوه، د کوټې کړکۍ ته ودرېده او له لرې یې د تړل شوي ښوونیز مرکز ودانۍ او دروازې ته کتل، د ښوونیز مرکز د تړل کېدو ناورین د هغې له ډک ستوني او له اوښکو ډکو سترګو ښه ترا پوهېدای شو، د کاته له ډول  یې پوهېدا شو، چې د دغه کتو تر شاه د تمنا او نورو زده کوونکو نجونو د ښو ورځو له لېوالتیا او راتلونکو ورځو له نابودۍ پرته چې طالبان یې لامل دي، بل څه نه دي پراته.

تمنا خپلې اوښکې پاکې کړې، کتابچه او کتابونه یې راکوزوي او خپلې تر سره کړې کورنۍ دندې راښيي، د کتابچو په هره پاڼه کې یې تر کورنۍ دندې لاندې په انګلیسي ژبه «عالي» لیکل شوي او تر څنګ یې ستوري هم انځور شوي دي. د ښې جمله بندۍ ستوري او د ښه لیک او له تېروتنې پرته جملو لپاره ستوري. ټولې کورنۍ دندې یې لاسلیک شوې دي، پرته له یوې پاڼې چې وروستي پاڼه ده او د ښوونیز مرکز د تړل کېدو له ورځې سره سمه شوه، هغه کورنۍ دنده چې پنځه میاشتې او ۲۹ ورځې کېږي نه ده لاسلیک شوې. د یوې پانې لاسلیک کېدل او نه لاسلیک کېدل دومره مساله نه ده، خو پایله یې د یوه بې سبا نسل او کډه شوي خوبونه دي.

اړوندې لیکنې

لور ته مې لیک، له پوهنتونه د فارغېدو په مناسبت
دسته‌بندی نشده

لور ته مې لیک، له پوهنتونه د فارغېدو په مناسبت

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، طالبانو هر څه رانه واخیستل
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، طالبانو هر څه رانه واخیستل

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴
معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه
دسته‌بندی نشده

معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴
کله چې له ښوونځي پاتې شوه، کارګرو ماشومانو ته یې د زده کړې ډېوه بله کړه
دسته‌بندی نشده

کله چې له ښوونځي پاتې شوه، کارګرو ماشومانو ته یې د زده کړې ډېوه بله کړه

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴
د آرام لپاره تېښته، د یوې افغان مېرمنې د ژوند قمار
دسته‌بندی نشده

د آرام لپاره تېښته، د یوې افغان مېرمنې د ژوند قمار

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه