د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښوونځي وروستۍ زنګ، ګڼو ټولګیوالو مې ودونه کړي (۱۰)

20 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، ګڼو ټولګیوالو مې ودونه کړي (۱۰)

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

یادونه: دا روایتونه د هغو نجونو کیسې دي، چې سږ کال له شپږم ټولګي پاتې شوې. له زده کړو محرومیت د ټولیز تاوتریخوالي تر ټولو هغه ښکاره ډول دی، چې د یوه نسل راتلونکې ترې اخلي. رخشانه رسنۍ د لومړنۍ لاس کیسې د نوامبر د ۲۵ په مناسبت، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، خپروي.

د ټولګیوالو د خنداوو غږ چې د ښوونځي په فضا کې به څرخېده لا هم په غوږو کې دی. دا ژمنه لا هم ښه ترا په یاد لرم، چې د ښوونځي په وروستۍ ورځ مې خپلې نېږدې ملګرې ته و ویل: «راتلونکی کال به دې بیا و وینم.»

هېڅ یوه له موږ نه پوهېدو چې دا به مو ورستۍ خدای پاماني او دیدار وي.

کله چې طالبانو واک تر لاسه کړ، موږ ته یط ویل دا بندېدل لنډمهالي دي او د ښوونځیو دروازې به ډېر ژر د نجونو پر مخ پرانستل شي. ما هم لکه د نور زرګونو نجونو په څېر په دې ژمنه باور وکړ. یو پسرلی تېر شو، بیا بل پسرلی، څلور کاله پای ته تمام شول، هر ځل به چې نوی کال را رسېده، له ځان سره مې ویل: «ښايي سږ کال د موږ نوبت وي.»

خو د ۱۴۰۵ کال پسرلی هم تېر شو زموږ امید په ډبره ولګېده. د ښوونیز کال زنګ وکړنګېده، د ښوونځي انګړ بیا د زده کوونکو له ځوږه ډک شو، خو زموږ ځای خالي وو.

زه بهار یم ۱۶ کلنه او یو له هغو زرګونو نجونو چې د ښوونځیو د دروازو په تړل کېدو سره مو راتلونکې هم د همغه دروازو تر شاه بنده شوه. کله چې ښوونځي وتړل شول، تازه شپږم ټولګي ته تللې وو. په ډېره مېنه انتظار وم، چې نوي درسونه زده کړم.

بیولوژي، ریاضي او درې درې مضمونونه مې خوښېدل. بیولوژي سره مې مینه وه، ځکه زه یې د انسان له بدن او رازونو سره آشنا کولم. ریاضي مې ذهن د مسایلو د حل په اړه د فکر کولو سره روږدی کاوه او دري له شعر او ادبیاتو او کلیمو له ښکلې نړۍ سره پر مخ را پرانستله.

د ښوونځي له ورځو ګڼې خاطرې لرم، خو یوه تر ټولو خوږه خاطره د هغو ورځو دا وه، چې مور مې ویل: «که همداسې په ښو نمرو درس ولولې او تر دولسم ټولګي پورې همداسې هڅې وکړې، له پلاره دې اجازه درته اخلم، چې د کانګور د چمتوالي په ټولګي کې نوم لیکنه وکړې.»

هغه ورځ له خوښې په جامو کې نه ځایدم. محض چې ښوونځي ته ورسېدم، دا خبره مې له خپلو ملګرو سره شریکه کړه. هغوی هم په مینه و ویل، غواړي زما تر څنګ د کانکور لپاره چمتو شي. په پنځم ټولکي کې وم، خو له هغمې ورځې، زموږ د تفرېح زنګ د پوهنتون او د خپلې خوښې له څانګو سره له لېوالتیا ډک وو، چې د ځان لپاره مو انځورولې.

هغو ورځو کې مې فکر کاوه، چې خوبونو ته تر رسېدو پورې مې څو کاله واټن پاتې دی، بې خبره له دې، چې ډېر ژر همغه خوبونه مې د ښوونځي د دروازې تر شا تړلي پاتې شول.

مور مې تل زما بېلګه وه. هر سهار یې وخت له خوبه پورته کولم تر څو ښوونځي ته ورسېږم او وروسته به خپل کار ځای ته تله. هغه تحصیل کړې او روڼ اندې ښځه ده او تل مې هیله درلوده چې یوه ورځ د هغې په شان شم.

خو داسې ورځ راورسېده، چې هر څه بدلون وکړ. مور مې خبرونه اورېدل، چې ناڅاپه یې په غمجنه توګه و ویل: «خدای بیا هم تکرار شوه.» په اندېښنه مې وپوښتل: «مورې څه شوي؟» په خواشینۍ یې و ویل: «سږ کال هم د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي بره نه خلاصېږي.»

هغه شېبه هېڅ وخت نه هېروم. داسې احساس مې وکړ چې ټوله نړۍ مې پر مخ خرابه شوه. نه مې د خبرو کولو توان درلود او نه هم د ژړلو.

په دې اړه نور ولولئ...

فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست

افغان ښځې د پاریس «افتخاري ښاریانې» شوې

له هغې وروسته مې د ښوونځي یونیفورم له ما سره له یوه ښاره و بل ښار ته سفر وکړ. له فاریاب نه بلخ ته راغلو او له بلخه و کابل ته. خو یونیفورم مې اوس هم په کوټ بند راځړېدلی. پاک لاس یې نه دی خوړلی او د داسې ورځې انتظار دی، چې بیا یې واغوندم. کتابونه او کتابچې مې هم شته دي. خو یوزې خاورې خوري.

تمه مې درلوده، چې د وري میاشتې تر پای پورې ښوونځي پرانستل شي، خو هغه هیله هم له منځه ولاړه. هېڅ وخت مې فکر نه کاوه، چې یوه ورځ به مې دومره زړه تنګېږي، چې ان ښوونځي ته د تګ راتګ د لارې هیله وکړم.

نن مې ګڼو ټولګیوالو ودونه کړي دي. له ځینو هغوی سره لا هم په اړیکه کې یم، خو نور هغه خنداګانې او له شور او ځوږ څخه خبر نشته. کله چې د ښوونځي د ورځې انځورونه وینم، زړه مې نیول کېږي. هغو ورځو کې زموږ لویه اندېښنه د سبا ورځې لپاره نه چمتوالی وو. خو نن ورځ مو لویه اندېشنه راتلونکې ده، چې له موږ واخیستل شوه.

که د ښوونځي دروازې نه وای تړل شوې، ښايي اوس به د ټولګي د تختې تر شا ناسته وای، ملګرې به مې اوس اړ نه وې، چې د ماشوم پالنې بار په اوږو یوسي.

د ښوونځیو تړل کېدلو یوازې له موږ زده کړې ونه خیستې، زموږ خوبونه یې هم رانه واخیستل، ښايي نن ورځ توانېدلې وايي، چې د ډاکتر کېدو، سیاستوال کېدو یا هم بل هر مسلک چې خوښېده مو په لور ګام اخیستی وای، خو هغه ټول فرصتونه له منځه ولاړل.

له دې ټولو سره سره، لا مو هم امید له لاسه نه دی ورکړی. لوی لامل یې زما مور ده. هغه په دې ټولو کلونو کې زما تر څنګ ودرېده، ما ته یې امید راکړ او هېڅ وخت یې اجازه ورنه کړه، چې څوک ما جبري واده ته اړ کړي یا مې هم د هیلو پرېږدو ته اړباسي.

له زده کړو د محرومېدو غم له هېڅ بل شي سره نه پرتله کوم. کله داسې احساس کوم، وروستی شی چې په بکسه کې مې پاتې شول، زما امیدونه دي. که چېرې یوازې بله ورځ فرصت ولرم چې بیا په ټولګي کې کېنم، هغه یوه ورځ راته یو عمر ارزښت لري.

زه لا هم باور لرم چې دا تیارې به تل نه وي. لا هم هیله لرم چې یوه ورځ به ډاکتره شم. د خلکو لپاره به خدمت کوم او د افغانستان د راتلونکې په جوړلو کې به برخه ولرم. باوري یم یوه ورځ به داسې راورسېږي، چې هېڅ نجلۍ به یوازې د نجلۍتوب په خاطر د زده کړو له حق څخه محرومه نه وي.

اړوندې لیکنې

بې پولې ډاکتران: افغانستان کې په خوراځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر کابو ۳۰ سلنه زیات شوی
خبر

بې پولې ډاکتران: افغانستان کې په خوراځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر کابو ۳۰ سلنه زیات شوی

20 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، د ښوونځي د لین پر ځای د اوبو په لیکه کې (۹)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، د ښوونځي د لین پر ځای د اوبو په لیکه کې (۹)

19 نوومبر 2026
طالبانو د دایکندي په سنګ تخت او بندر کې څلور نجونې د څو ساعتونو لپاره ونیوې
خبر

طالبانو د دایکندي په سنګ تخت او بندر کې څلور نجونې د څو ساعتونو لپاره ونیوې

19 نوومبر 2026
غزني کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی
خبر

غزني کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی

18 نوومبر 2026
رټل، ناوړه ژبه او تاوتریخوالی، د هغې نجلۍ سزا چې جبري واده ته یې نه و ویل
دسته‌بندی نشده

رټل، ناوړه ژبه او تاوتریخوالی، د هغې نجلۍ سزا چې جبري واده ته یې نه و ویل

18 نوومبر 2026
د طالبانو مشر کابل پوهنتون کې د خپلې وینا پر مهال څه و ویل؟
خبر

د طالبانو مشر کابل پوهنتون کې د خپلې وینا پر مهال څه و ویل؟

18 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه