د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښوونځي وروستۍ زنګ، زموږ په کړاو سترګې پټول (۱۱)

24 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، زموږ په کړاو سترګې پټول (۱۱)

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

زحل آزاد

یادونه: دا روایتونه د هغو نجونو کیسې دي، چې سږ کال له شپږم ټولګي پاتې شوې. له زده کړو محرومیت د ټولیز تاوتریخوالي تر ټولو هغه ښکاره ډول دی، چې د یوه نسل راتلونکې ترې اخلي. رخشانه رسنۍ د لومړنۍ لاس کیسې د نوامبر د ۲۵ په مناسبت، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، خپروي.

کله فکر کوم که وخت بېرته شا ته ګرځېدلی، بیا مې همغه د ښوونځي د ورځو ژوند کاوه. هغه ورځې چې د ښوونځي د کلتوري پروګرامونو لپاره مې شعر جوړاوه. تمرین مې کاوه او په ټولګي کې مې له ټولګیوالو سره سیالي درلوده. هغه ورځې ښايي ساده نه وې، خو زما لپاره له ژوند او امید څخه ډکې وې.

اوس چې تېر ته ګورم، کله کله مې بې واکه اوښکې روانې شي.

زه نیلاب یم ۱۵ کلنه، د کابل. تېر کال مې شپږم ټولګی پای ته ورساوه او که شرایطو اجازه راکولی، اوس باید په اووم ټولګي کې وای.

له ماشومتوبه مې د زړه په تل کې یو ثابت خوب وو. غوښتل مې ستورمزلې شم. غوښتل مې له ځمکې لرې شم، داسې ځای ته لاړه شم چې کم خلک ورغلي وي او داسې شیان کشف کړم چې تر اوسه چا نه وي لیدلي.

په دې اړه نور ولولئ...

بدخشان کې د چاودېدونکو توکو چاودنې د یوه ماشوم ژوند واخیست

بامیانۍ ښځې څه ډول په خواخوږۍ د خپل کار و بار سخته لار آسانه کوي؟

په همدې دلیل مې له فزیک سره ځانګړې مینه وه. دمره په لېوالتیا مې د هغه اړوند کتابونه لوستل، چې پوښته مکړه.

ډېری وخت د تفرېح په ساعتونو کې، کله به چې نور په لوبو بوخت وو، زه او ملګرې مې ساره په ټولګي کې پاتې کېدو او د خپلو هیلو خبرې مو کولې او د راتلونکې په اړه مو بحث کاوه. سارا د ۲۷ ټولګیوالو په منځ کې زما یوازینۍ نېږدې ملګرې وه.

له لومړي تر شپږم ټولګي مې نمرې تل لوړې وې او تل په ټولګي کې اول نمره کېدم. خو کله چې ښوونځي وتړل شول، هغه مهال مې د ننه یو څه شی غلي شول. انګېزه مې کمه کمه له منځه لاړه او هغه پخوانی لېوالتیا راکې پاتې نه شوه.

په وروستۍ ورځ چې د سارا تر څنګ په اوږده څوکۍ کېناستم، د پښتو مضمون د ازموینې ورځه وه. رښتیا هېڅ وخت مې له هغې سره زیاته مینه نه درلوده او یوازې د نمرې لپاره مې ویله او یادوله.

په یاد مې دي، په هغه ورځ ټولې غمجنې وو او د ټولګي فضا توپير درلود، هغه مهال ټولې پوهېدې چې څه پېښه په لار ده، خو هېچا نه غوښتل باور پرې وکړي.

د ټولګي دویم نمر په غرېو مخ را واړاوه او ویې ویل: «نیلاب راتلونکی کال به زه له چا سره د اول نمره کېدو لپاره سیالۍ کوم؟»

ما ځواب نه درلود. یوازې لږ مسکۍ او غلې شوم. په زړه کې پوهېدم ښايي هغه شېبه دا په ټولګي کې زموږ وروستۍ خبرې اترې وي، خو نه مې غوښتل باور پرې وکړم. لا هم هیله منه وم چې هر څه به لنډمهالي وي او یوه ورځ به بېرته راوګرځو او له همغه ځایه به دوام ورکړو.

کله مې چې نیا په ایران کې له خپلو خپلوان سره په تلېفوني خبرې کوي او د کابل وضعیت ښه ورته تعریفوي، زړه مې ټوټه ټوټه کېږي. له ځان سره وایم، مګر زما حال او ورځ مې له کورنۍ سره هېڅ ډول اړیکه نه لري. داسې ښکاري چې موږ د افغانستان یوه برخه نه یو چې دا ډول زموږ کړاو نالیدلی نیول کېږي.

وايي هر څه سم دي. امنیت راغلی، ځانمرګي او چاودنې نشته، اوضاع ارامه ده… خو څوک نه وايي، چې نجونۍ نور نه شي کولی ښوونځي ته لاړې شي.

مور مې د دیني درسونو لپاره هر سهار له کوره د باندې ځي. د هغې په نشتوالي کې له خویندو او کوچیني ورور څخه پالنه پر ما ده. کله دا مسوولیت دومره دروند شي، چې ستومانه کېږم.

له ماسپښین وروسته د انګلیسي ژبې په یوه کورس کې درس لولم. ډېری ورځې په وېره کې له کوره د باندې وځم. وېره د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو سره له مخ کېدو، وېره د ښوونیز مرکز له تړل کېدو او وېره له دې، چې همدا محدود فرصت هم له ما وانخستل شي.

د انګلیسي ژبې زده کړه یو د کوتو په شمار ځایونو څخه دی، چې لا هم احساس کوم کولی شم یو څه زده کړم او د راتلونکې لپاره هڅه وکړم. خو دا احساس هم لنډ دی.

په دې ورځو کې چې د راتلونکې په اړه فکر کوم، روښانه انځور نه وینم. ښه ده چې و وایم، زما د روښانه راتلونکې انځور تیاره شوی دی. یوازې دا اندېښنه مې په فکر کې چورلي، چې ښايي ژود مې همغه لارې ته برابر شي، چې د ډېری نجونو لپاره تکرار شوی دی.

هغه نجونې چې خندا به یې یو وخت د نجونو په ښوونځیو پای ته رسېدلو کوڅو او سړکونو کې انګازې کولې، نن ورځ نور په ټولګي کې د کېناستو فرصت نه لري. ځینې یې په کورونو پاتې شوې، ځینې یې په بشپړه توګه له درس او زده کړو بېلې شوې او ځینې یې دېر ژر واده او د یوه بل ژوند زغملو ته اړ شوې دي.

او زه له ځانه پوښتم: «زما نوبت به کله وي؟» هغه وېرونکې پوښته چې ټول بدن مې په لړزه راولي.

اړوندې لیکنې

معترضې ښځې: د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدودیتونه د تاوتریخوالي یو ډول دی
خبر

معترضې ښځې: د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدودیتونه د تاوتریخوالي یو ډول دی

21 نوومبر 2026
فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست

21 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، ګڼو ټولګیوالو مې ودونه کړي (۱۰)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، ګڼو ټولګیوالو مې ودونه کړي (۱۰)

20 نوومبر 2026
افغان ښځې د پاریس «افتخاري ښاریانې» شوې
خبر

افغان ښځې د پاریس «افتخاري ښاریانې» شوې

20 نوومبر 2026
بې پولې ډاکتران: افغانستان کې په خوراځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر کابو ۳۰ سلنه زیات شوی
خبر

بې پولې ډاکتران: افغانستان کې په خوراځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر کابو ۳۰ سلنه زیات شوی

20 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، د ښوونځي د لین پر ځای د اوبو په لیکه کې (۹)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، د ښوونځي د لین پر ځای د اوبو په لیکه کې (۹)

19 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه