یادونه: دا روایتونه د هغو نجونو کیسې دي، چې سږ کال له شپږم ټولګي پاتې شوې. له زده کړو محرومیت د ټولیز تاوتریخوالي تر ټولو هغه ښکاره ډول دی، چې د یوه نسل راتلونکې ترې اخلي. رخشانه رسنۍ د لومړنۍ لاس کیسې د نوامبر د ۲۵ په مناسبت، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، خپروي.
د ښوونځي د شاه بستۍ مې د آبي رنګ په خاطر ډېره خوښېدله او مهمه دا چې هغه مې پلار د زېږد ورځې په پار ډالۍ راته اخیستې وه. هره ورځ به مې د ټولګي له پیل کېدو ۲۰ دقیقې د مخه ځان ټولګي ته رساوه. خو اوس د سهار ۹ بجې له خوبه راپورته کېږم او ټوله ورځ د کور په کارونو کې بوخته وم.
زه زینب یم او نېږدې کال کېږي، چې د خپل جنسیت له امله ښوونځي ته له تګ څخه محرومه یم. سره له دې چې نوې ۱۴کلنه شوې یم، خو بیا هم مور مې وايي، نوره لویه شوې یم او نه باید وژاړم. خو زما چې هر ځل، درس، ښوونځی، ښوونکي او ټولګیوال را په یاد شي نا غوښتې ژړام.
زموږ ښوونځي لوی انګړ درلود او د اوبو یوه لویه زېرمه هم په کې وه. کله کله به د تفرېح په ساعتونو کې له خپلو ملګرو سره د هغو څنګ ته راټولېدلو او لوبې به مو کولې، د تفرېح په ساعتونو کې به مو معمولآ دا لوبه کوله، چې یوه تن به خپلې سترګې بندې کړې او نورې به پټې شوې او هغې باید ټولې پیدا کړې وای. ځینې ورځې به مو هم یو بل ته اوبه شیندلې. ډېر په خوښۍ تېرېده.
نېږدې ملګرې مې جمیله، راسخه او نازنین وې. هغوی هم ټولې له ښوونځي محرومې شوې دي. زیاته موده کېږي، چې نور مې هغوی نه دي لیدلې او زموږ تر منځ تګ راتګ نشته.
ښوونځي ته د تګ وروستۍ ورځ مې ښه ترا په یاد ده. وروستۍ ورځ مو ازموینې د لیندۍ په میاشت کې وې. کله چې ازموینه تمامه شوه او له یو بل سره مو مخه ښه کوله، موږ ټولو ژړل، ځکه په هغه ورځ پوهېدو، چې راتلونکی کال اووم ټولګي ته کېږو او اجازه به ونه لرو، چې ښوونځي ته راشو.
د ژوند تر ټولو سخته ورځ مې همغه وه.
خور مې وايي، دا وضعیت بدلون کوي او تر څو چې وضعیت بدلون کې، له دې وضعیت څخه باید د ځان په ګټه کار واخلو. وايي، باید انګلیسي ژبه غښتلې کړو تر څو وکولی شو یوه بورسیه واخلو، خارج ته لاړې شو، درسونو ته دوام ورکړو، د خپلې خوښې څانګه ولولو او خپلو هیلو ته ورسېږو او زه هم همدا کار کوم.
موږ په کور کې اته تنه یو او د بدخشان ولایت د فیض آباد په نوي ښار کې ژوند کوو. پلار مې د یوه دفتر کارمند دی او مور مې په کور ده، وروڼه مې درې تنه ښوونځی لولي او مشر ورور مې د کانکور ازموینې پایلو ته انتظار دی. خو خویندې مې لکه زه په کور دي او له زده کړو محرومې شوې دي. لکه مور مې چې له هر څه محرومه شوې ده او کار یې یوازې د کور کارونه دي. خور د همدې بدخشان پوهنتون د ژورنالېزم څانګې ته لار موندلې وه، خو ویې نه شوای کولی، چې پوهنتون ته لاړه شي او درس ولولي. هغه هم کله کله یوازې خیاطي کوي.
ښوونځي کې مې له ټولو ښوونکو سره مینه وه. د رسامۍ هنر له مضمون سره مې تر نورو ټولو ډېره مینه وه. موږ مې هغه انځورونه چې باسم یې خوښوي.
نن چې کله د ښوونځي د ورځو په اړه فکر کوم، زړه مې ټکان خوري او لاسونه مې رېږدي او کله وایم، کاش هلک وای تر نن پورې به په درسي ټولګي کې وم او خپلې هیلې به مې تعقیبولې.
د ښوونځي هېڅ توکي مې نه دي لرې کړي. بیک، کتابچې، د ښوونځي جامې او سپین ټکرۍ مې منظم د جامو په المارۍ کې ساتلي دي. د ښوونځي څو کتابونه لا هم لرم. ځینې ورځې هغه پرانیزم او پاڼې یې اړوم را اړوم.
همدا نن سهار ورور مې چې په اوم ټولګي کې دی، د ښوونځي لور ته تلو، پام یې شو چې په خواشینې توګه ورته ګورم. راته ویل یې راځه د هلکانو یو جوړ جامې واغونده، چې ښوونځي ته لاړ شو. هغه وخندل او په بې پروايۍ یې ماته پرته له دې، چې ځواب رانه واوري دروازه پسې بنده کړه او ولاړ چې ناوخته نه شي. زما همغه شېبه لاسوینځي ته لاړم او د مور او خویندو له سترګو لرې مې وژړل.
هیله مې وه، چې ډاکتره شم، خو اوس چې نه شم کولی ښوونځی ولولم، نو څه ډول ډاکتره شم.؟







