د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د یوې ښوونکې بې رحمه وژل، مېړه یې لومړی په لور وهلې وروسته یې وژلې ده

29 جولای 2025
د یوې ښوونکې بې رحمه وژل، مېړه یې لومړی په لور وهلې وروسته یې وژلې ده

عکس: بی بی سی

زیبا بلخي

خبرداری! دې راپور کې داسې جزیات شته چې ښايي یو شمېر کسانو ته آزار ورکوونکي وي.

«یو ساده جسد نه و، ټول بدن یې ټوک ټوک او څېرې شوی وو، په لور یې د هغې ټول بدن وهلی وو، ټول بدن یې ټپي ټپي وو.»

دا په (مستعار نوم) د ۲۸ کلنې فاطمې د سترګو لیدلی حال دی، چې د «صفیې» د قتل په اړه یې کوي.

صفیه هغه ۳۷ کلنه مېرمن ده، چې د روان کال د غبرګولي میاشتې په یوولسمه نېټه د خپل مېړه له خوا په بې رحمۍ سره وژل شوه.

فاطمه چې د صفیې له خپلوانو ده، دا کیسه په داسې حال کې کوي، چې لا یې هم هغه شوک له سره نه دی وتی، د امنیتي دلایلو له امله نه غواړي اصلي هویت یې څرګند شي او له صفیې سره یې تړوا هم په دې راپور کې نه راوړل کېږي.

قرباني شوې مېرمن د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ اوسېدونکې او په یوه ښوونځي کې ښوونکې وه، د صفیې ۴۷ کلن مېړه هم یو وخت په یوه ښوونځي کې ښوونکی او د قران کریم قاري وو.

د فاطمې په وینا تورن کس په نشه روږدی او تل به یې له ښخې سره تاوتریخوالی کاوه:«شخړې او دعوې به یې تل کولې، صفیه خورا یې وهله ډبوله، تل به یې ګواښله چې وژنم دې، په وروستي ځلل ګواښلو سره هغه د خپل پلار کره تللې وه او پلار ته یې ویلي… ما وژني، پلار یې صفیې ته ویلي وو، زه تر کومه په دې وېره کې ژوند وکړم چې تا وژني طلاق ترې واخله.»

د پېښې د رامنځ ته کېدو پر مهال د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني هم د دغه پېښې لامل کورني اختلافات بللي و، خو د طالبانو ویاند ویلي وو چې تورن کس خپله مېرمن په دسمال خفه کړې او وروسته یې وژلې، چې نیول شوی دی.

خو تازه جزیات دا دي، چې «صفیه» په ډېر بد شکل وژل شوې ده.

فاطمه وايي:«د صفیې په خېټه ناست و او زیاته یې وهلې وه، ترې دې حده یې وهلې، چې ان له تناسلي آلې یې وینې بهېدلې دي، ډېره وینه یې ضایع کړې وه، مېړه یې چې ګوري صفیه لا هم ژوندی دی، نو پر خوله یې بالښت ورته ایښی دی تر څو ساه ورکړي، ډېره په بې رحمۍ یې وژلې وه، دا ټول کارونه یې د خپل زوی د سترګو په وړاندې تر سره کړي دي.»

د دغه وژنې یوازینی لیدونکی د صفیې ۱۱ کلن زوی دی، د فاطمې له قوله هغه وروسته خپلو خپلوانو ته ویلي، چې د مور او پلار تر منځ یې لفظي شخړه د شپې په ۱۰ بجو رامنځ ته شوه.

« ته ودرېږه، چې اولادونه مو ویده شي تا وژنم» فاطمه وايي دا خبرې چې د صفیې زوی اورېدلې نه و ویده شوې، څو لحظې وروسته هغه لیدل چې پلار یې صفیه په کشولو کشولو بلې کوټې ته یووړه.

په دې اړه نور ولولئ...

«ژمنه يې واخیسته له کوره به نه وځم» د طالبانو له سرخوږیو د مچۍ پالونکې ملکې غنچه ګل کیسه

نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»

«پلار دې غواړي ما مړه کړي، چیغې و وهه، ګاونډیان را خبر کړه، دا هم فاطمه د صفیې د زوی له خولې وايي. دې هغې نغوته دې ته ده چې صفیې له خپل زوی نه د مرستې غوښتنه کړې وه.

فاطمې رخشانې رسنۍ ته ویلي دي:«هم هلکه او هم خپله صفیې ډېرې چیغې وهلې وې، چې که څوک یې مرسته وکړي، خو څنګه چې ګاونډیان له دا ډول ځوږ سره عادت وو فکر یې کړی، چې دا ځل هم کومه شخړه او دعوا لري. صفیه یې یوې بلې کوتې ته وړې او د هغې په شکنجه کولو یې پیل کړی دی، خوله یې په لور ورته څیرې کړې، لاس یې په لور ورته غوڅ غوڅ کړي او پښې يې هم په همدې شکل پرې تراشلې، مرۍ یې هم په لور ورته پرې کړې وه خو داسې نه چې سر یې له تنې بیل شوی وي.»

دویمه سرچینه هم د هویت نه ښودلو په شرط له رخشانۍ رسنۍ سره خبرو کولو ته حاضره شوه هغې و ویل«کله چې هغه کوټې ته چې جسد په کې ایښی دی او ښخې د فاتحې لپاره راغلې ورننوتم هره ښځه چې جسد ویني چیغې کړي، ځکه یو انسان د داسې حالت لیدلو توان نه لري. هغه ورځ یې د جنازې مخ پرانستی پرېښی وو تر څو هر څوک چې دوعا ته راځي و ویني، چې مېړه یې په څه ډول ظلم او بې رحمۍ سره وژلې ده. کله چې ما ولیده لاس او پښې مې سست شول او سر راباندې وګرځېده، زړه مې وسوځېده، ښه چې د وژلو هوډ دې کړی وو دومره په غذاب خو به دې نه وژله.»

په (مستعار نوم) محبوبې زیاته کړه:«مخ یې ټول څيرې څیرې او ټپي وو، بدن یې، لاس یې، پښې يې ټول غوڅ غوڅ وو، په همغه ځای کې ځینو ښځو چې صفیه یې له نېږدې لیدلې وه، ویل چې هغه ان تر شکنجې وروسته هم ډېر ساعت ژوندی وه، بیا په خوله بالښت ورایښی او صفیه یې وژلې ده.»

د وژلو لامل څه وو؟

فاطمه نکل کا چې د صفیې مېړه په نشه روږدی وو او له دې سره یې په میراث هم دعوا درلوده، ځکه چې دواړو د خپلوی اړیکې هم درلودې.

فاطمه کیسه کوي، د صفیې پلار له کلونو راهیسې د هغې د ځورولو او درد شاهد وو او له خپلې لور یې غوښتي وو، چې له مېړه طلاق واخلي او کور ته یې ورنه شي، خو صفیه د پنځو اولادونو چې درې یې وړې لورانې دي له امله دغه وړاندیز نه وو منلی:«صفیې ونه منله، ځکه له یوې خوا د طالبانو حکومت دی چې ښځه په کې د انتخاب حق نه لري او نه یې شوای کولای اولادونه ترې واخلي، له بلې خوا یې پلار د خلم ولسوالۍ یو پېژندل شوی کس وو، نو که طلاق ترې واخلي پلار او کورنۍ به یې د خلکو خولو ته ولوېږي.»

د دغه سرچینې په وینا، صفیې د پلار کره د څو ورځو تېرولو وروسته بېرته د مېړه کور ته تللې. تمه یې دا وه چې مېړه به یې ورسره کار نه لري، خو د صفیې د مېړه په چلند کې کوم بدلون نه وو راغلی:«له وژلو یوه اوونۍ وړاندې یې صفیې ته څو ځلې ویلي و چې وژنم دې، په همدې خاطر به صفیې چاړه، چاقو او ورته نور شیان پټ ساتل، د وژنې په ورځ یې مېړه ورته ویلي وو، چې تنخوا دې ماته راکړه خو صفیې نه وه ورکړې، ځکه چې اولادونو ته یې باید د اختر جامې او مېوه پرې اخیستې وای، صفیه د خپل خاوند په خوی او عادت باندې بلنده وه، ځکه هغه څو ځلې مخکې هم ترې تنخوا اخیستی وه، خو دا ځل یې له ځانه سره کور ته نه وه راوړې او په همدې موضوع یې مېړه غوسه شوی او تر لفظي شخړې وروسته یې د صفیې په وهلو ډبولو پیل کړی دی.»

فاطمه وړاندې زیاتوي:«صفیه یې د مېړه د ترور لمسۍ هم وه، وړاندې یې په میراث هم دعوه او شخړه شوې وه، صفیې د مېړه پلار، ناسکه مور، خویندې او وروڼه چې له موره سره یو نه و په امریکا کې ژوند کوي، پلندرې یې د صفیې له پلار څخه غوښتي وو، چې په خلم ولسوالۍ کې خپلې ځمکې وپلوري او پیسې یې دوی ته ورورلېږي، د صفیې پلار دا کار کړی وو او همدا موضوع د دوی تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا او مېړه او ښخې د اړیکو پرېکېدو لامل شوه، دغه سړي به تل صفیې ته ویل، چې په میراث کې ما هم حق درلود او د تا پلار نه باید د هغوی په خوله کړي وای.»

خو د صفیې او مېړه د شخړې څخه د دویمې سرچینې کیسه ځانګړې ده. سرچینې و ویل:«صفیې په ځوانۍ کې له کوم ځوان سره اړیکه درلوده، او کله چې هغه …. په کومه یوه غونډه کې ګډون کړی وو دا موضوع یادې وه چې ګواکي پلانکی هلکه ستا د ښځې انډیوال وو، د صفیې مېړه په غیرت راځي، غوسه کېږي او خپله ښځه په همدې دلیل وژني.»

رخشانه رسنۍ نه شي کولی په خپلواکه توګه د دې پخلی وکړي، چې د قتل اصلي دلیل کوم یو دی.

فاطمې ویلي، وروسته له هغې چې صفیه ساه ورکوي، مېړه یې د طالبانو امنیتي ځواکونو ته خبر ورکوي، چې کور ته یې غله ورغلی او د هغه ښځه یې وژلې ده، خو وروسته یې د زوی او ګاونډیانو په شاهدۍ ورکولو سره طالبان تورن کس نیسي او زندان ته یې اچوي.

فاطمه وايي، ټول څه چې پر صفیه تېر شوي د هغه مشر زوی لیدلي دي هغه وايي، دا چې دغه ماشوم د تاوریخوالي او بې رحمۍ ټولې صحنې په خپلو سترګو لیدلې له همغې شپې راهیسې په وېره او شوک کې دی، لاس او پښې یې لړزېږي:«رواني حالت یې ښه نه دی، غټان د دې حالت د لیدلو توان نه لري، دا خو بیا هلک دی، د لاس او پښو لړزېدل یې نه درېږي چیغې وهي او تل ژاړي.»

په افغانستان کې د ناموسي وژنو پېښې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو له خورا جدي او پټو بڼو څخه دي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال زیاتې شوې دي. د بشري حقونو فعالین اندېښمن دي چې د طالبانو د عدلي ادارو لخوا دا ډول وژنې جدي نه نیول کېږي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ، په خپل وروستي راپور کې لیکلي:«افغان ښځې د طالبانو د اسلامي عدالت اصلي قربانیانې دي.»

د ښاغلي بنټ په وینا، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له راستنېدو وروسته، طالبانو د «ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د جمهوریت قانوني او اداري بنسټونه یا ویجاړ کړي یا یې تر ځمکې لاندې فعالیتونو ته لارښود کړي دي.»

د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو حقوقي نظام « ظالمانه حقوقي نظام چې د ښځو ضد ایډیالوژۍ د ټینګولو او ساتلو لپاره ډېزاین شوی.» نومولی دی.

اړوندې لیکنې

هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»
دسته‌بندی نشده

هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»

14 جون 2026
هرات کې د خلکو د دوامداره ځپلو  راپور، د نیونو دوام، د تلېفونونو کتل او د استوګنې په سیمو کې د طالبانو پراخ نظامي حضور
دسته‌بندی نشده

هرات کې د خلکو د دوامداره ځپلو  راپور، د نیونو دوام، د تلېفونونو کتل او د استوګنې په سیمو کې د طالبانو پراخ نظامي حضور

12 جون 2026
دوه مړه او درې ټپیان، د هرات د جبرئیل سیمې اوسېدونکو د اعتراض نېږدې کیسه
دسته‌بندی نشده

دوه مړه او درې ټپیان، د هرات د جبرئیل سیمې اوسېدونکو د اعتراض نېږدې کیسه

10 جون 2026
د کډوالۍ ترخې کیسې، هدیه یونان ته ورسېده، د معصومې د لو ر خبر نشته
دسته‌بندی نشده

د کډوالۍ ترخې کیسې، هدیه یونان ته ورسېده، د معصومې د لو ر خبر نشته

9 جون 2026
«ماشومانه ودونو ته نه» کمپاین، طالبان او د ماشومتوب ودونو مشروعیت؟
دسته‌بندی نشده

«ماشومانه ودونو ته نه» کمپاین، طالبان او د ماشومتوب ودونو مشروعیت؟

6 جون 2026
د طالبانو محکمه کې د طلاق یوه دوسیه، د ښځې له څرګندو شواهدو سترګې پټول او د سړي د «درواغو» په قسم اکتفا کول
دسته‌بندی نشده

د طالبانو محکمه کې د طلاق یوه دوسیه، د ښځې له څرګندو شواهدو سترګې پټول او د سړي د «درواغو» په قسم اکتفا کول

4 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه