په [مستعار نوم] عاقله درې کاله وړاندې نه پوهېده، چې توکي له کوم ځایه واخلي او په کومه بیه یې وپلوري. په پېر او پلور کې یې هېڅ تجربه نه درلوده. هغه نن ورځ د بامیانو ښار په یوه څنډه کې خپل دوکان لري. د هزاره ګي خامک کنډلو جامو او لاسي صنایعو څخه. دا وايي، په دې درې کلونو کې یې په ژوند کې د پام وړ بدلون راغلی دی.
۳۳ کلنې عاقلې خپل کار د «ښځو په ټولنیز او اقتصادي مرکز» کې پیل کړ. هغه ځای چې په بامیانو کې د کار یوې نوښتګرې ښځې په لار اچولی دی. عاقلې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. هغې په دې مرکز کې له یوه نیم کال کار کولو وروسته، له مرکز څخه د باندې یوه مستقل دوکان ونیوه او په هغه کې یې شاوخوا ۷۰ زره افغانۍ پانګونه وکړه.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه راپور «انعطاف او فرصتونه» کې وايي، په افغانستان کې د ښځو کار په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۷ سلنه وو.
اوس دې دوکان د عاقلې ژوند بدل کړی دی. هغه وايي، هره میاشت د لګښتونو له ورکړې وروسته شاوخوا له ۵ تر ۶ زره افغانیو پورې ورته پاتې کېږي. عاقله په یوه اووه کسیزه کورنۍ کې ژوند کوي. مېړه یې د ورځې مزدوري کوي او کومې پیسې چې عاقله تر لاسه کوي، د کور له دسترخوان سره یې لویه مرسته کوي.
د عاقلې په ژوند کې د دې بدلون د تار سر د بې نظیر ابراهیمي کارونو ته رسېږي. هغه نجلۍ چې په بامیانو کې د ښځو د ټولنیز او اقتصادي مرکز بنسټ اېښودونکې ده. ۲۹ کلنه بې نظیر په بېلا بېلو اقتصادي برخو کې فعالیت لري او تر اوسه پورې یې لسګونه بامیاني ښځو د کار زده کولو زمینه برابره کړې، چې له ښځو سره مرسته کوي. هغې خپل اقتصادي کار په ۲۰۲۴ کال کې پیل کړی او همدا مرکز یې د کار و بار لومړنۍ مرکز وو چې په سل سره افغانیو پیل شو.
بې نظیر وايي، لومړنۍ پانګه یې خپله شخصي پیسې وې. خپلې ګاڼې یې وپلورلې او پانګونه یې پرې وکړه. دا مرکز په ۲۰۲۴ کال کې د ښځو د ملاتړ، د هغوی د توانمند کولو او مالي خپلواکۍ ته د رسېدو په پار رامنځ ته کړ.
عاقلې و ویل: «هغې [بې نظیر] زه وهڅولوم تر څو راشم او د دې مرکز په یوه برخه کې خپل شخصي کار و بار پیل کړم. هغې په وار وار د توکو د پېرلو، پلورلو او نورو مواردو کې ما ته لارښوونه او زما مرسته کړې ده، ځکه ما په دې برخو کې تجربه نه درلوده. ویلای شم چې که د بې نظیر دا انګېزه نه وای، زه هېڅ کله هم د دې کار په فکر کې نه وم.»
بې نظیر ابراهیمي اوس په بامیانو کې د ښځو لپاره یو ځانګړی شوی رستورانت مدیریت کوي. «۲۱ تنه اوس په مستقیم ډول دلته کار کوي، چې ۲۰ ښځې او یو سړی دي. همدارنګه موږ ۵۰ تنه غیر مستقیم همکاران هم لرو.»
دا ۲۱ کسان د لاسي صنایعو او ګنډلو په مرکز کې، چې د زده کړې برخه هم شامله ده، په رستورانت او په ټول کې په تفریحٍي کمپلېکس کې کار کوي.
بې نظیر وايي، تر ننه پورې په ټول کې له ۷۰ زیاتو ښځو له دې سره کار کړی او زده کړې یې تر لاسه کړې او له ۱۲ تنو زیاتو هغو د ځان لپاره خپلواک کار و بار پیل کړی دی.
بې نظیر له رخشانې رسنۍ سره په مرکه کې وايي، د هغې هدف د ښځو لپاره د کار فرصتونه رامنځ ته کول، د کورنیو ملاتړ کول او د دوی اقتصادي او مسلکي وړتیاوې پیاوړي کول دي: «موږ هڅه کوو په دې مرکزونو کې د ښځو لپاره د کار او دوامداره ګټې زمینه برابره کړو او د بېلا بېلو مهارتونو په ښودولو سره، هغوی د یوه خپلواک او له غزته ډک ژوند لپاره پیاوړې کړو.»
په [مستعار نوم] ۲۸ کله زېبا یوه بله بامیانۍ ښځه ده، چې له بې نظیر سره یې د پخلي په برخه کې کار کړی او اوس د دې مهارت په زده کړې سره، په بامیانو ښار کې د یوه شخصي رستورانت جوړولو په لټه کې ده. زېبا تر څوارلسم ټوګي پورې زده کړې، په پنځه کسیزه کورنۍ کې ژوند کوي او دوه ماشومان لري.
زېبا وايي دې له ۱۲ نورو ښځو سره یو ځای له بې نظیر سره د آشپزۍ او رستورانت پالنې په برخه کې کار کړی او دې تجربې ورسره ډېره مرسته کوي: «کابو شپږ میاشتې مې د ښځو په رستورانت کې چې د بې نظیر له خوا جوړ شوی کار کړی هلته مو تر ډېره د پخلي د مهارتونو په زده کولو تمرکز کاوه، مېرمن ابراهیمې داسې یوه زمینه برابره کړې وه، تر څو موږ وکولی شو په رستورانت کې د کار کولو تر څنګ، آشپزي هم زده کړو. زما په اند د آشپزۍ مهارتونه کولی شي په راتلونکې کې راسره ډېره مرسته وکړي.»
نوموړې زیاتوي: «په دې هوټل کې کار کول زموږ لپاره یو ډول زده کړه وه. ځکه رستورانت یوه داسې فضا برابره کړې وه، چې هم کار وکړو او هم مهارت زده کړو.»
دا هوټل د «رستورانت بانوان» په نوم یادېږي او د ښځو لپاره ځانګړی شوی دی. رستورانت بانوان د بې نظیر مستقل کار و بار دی. هغه هوټل چې مخکې د ښځو لپاره په ټولنیز او اقتصادي مرکز کې وو وتړل شو، ځکه ډېر کم مشتریان یې درلودل. هغې په بدل کې رستورانت بانوان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې په سل زره افغانیو پانګونې سره جوړ کړ.
دا کوچینی هوټل دا مهال د بامیاني وګړو، کورنیو مېلمنو او ښځینه ګرځندویو لپاره خدمات وړاندې کوي. «فعلآ زموږ په هوټل کې یوازې ۱۰۰ تنه ځایېږي. البته دا شمېء کسان کولی شي یو د بل له څنګه د هوټل په سالون کې ډوډۍ وخوري. موږ د مېلمنو د اوسېدو لپاره، په ځانګړې توګه د بهرنیو مېلمنو لپاره کوټې نه لرو. په همدې خاطر تصمیم لرو، چې د دې رستورانت دویمه څانګه په لوړ ظرفیت درلودلو سره جوړه کړو.»
د بې نظیر ابراهیمي کار یوازې تر دې رستورانت پورې نه خلاصه کېږي. هغه له څو کلونو راهیسې، د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې هم دوامداره فعالیت لري.
په [مستعار نوم] صابره هغه بامیاني مېرمن، چې له څو کلونو راهیسې یې د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې له بې نظیر سره کار کړی وايي، د هغې فعالیتونه د کورنۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور او اغېزمن دي: «زه د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې له مېرمن ابراهیمي سره کار کوم، له خامک دسمالونو تر هزاره ګي لاس ګنډلو جامو، لاس پاکونو اوبدلو او نور ټول په لاس ګنډونکو شیانو پورې چې ټول په ظرافت، دقت او حوصلې سره چمتو کېږي، خو که د پلور لپاره بازار شتون ونه لري، زموږ زحمتونه به بې ځایه لاړ شي. مېرمن ابراهیمي زموږ د محصولاتو لپاره د پلور او بازار موندنې زمینه برابره کړې ده.»
د صابرې په وینا، د بې نظیر په همکارۍ سره یې د محصولاتو له پلورلو فکر را ټول دی او یوازې د تولید په اړه فکر کوي. «مخکې چې وو، موږ به یو شی ګنډل او وروسته به د مشتري موندلو لپاره څو دوکانونو ته ورتللو چې هغوی به معمولآ په ټیټه بیه له موږ غوښتل. خو اوس ښه کار دا دی، چې له ګنډلو مخکې پوهېږو چې زموږ د لاس مزدوري څومره ده. نور د لاسي صنایعو د پلورلو اندېښنه نه لرو.»
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د کار د ښځینه نوښتګرو ستونزې کمې نه دي. په حقیقت کې د هغوی کار و بار د طالبانو د محدودیتونو او د بقا د هڅو تر منځ ساه باسي، د تګ راتګ محدودیتونه، جنسیتي تبعیض له یوه لوري او ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو بېوزلي له بل پلوه پر دوی زیات فشارونه واردوي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې په افغانستان کې نوښتګرې ښځې د تګ راتګ، بازار موندنې او مالي سرچینو ته د لاسرسي له محدودیتونو سره مخ دي. په دې راپور کې ۴۹ سلنه سروې شوې د کار و بار خاوندانې د محدود بازار موندنې، ۴۵ سلنو مالي سرچینو ته د لاسرسي د ستونزو او ۲۸ سلنه د خپلو پېرودونکو له لاسه ورکولو راپورونه ورکړي دي.
بې نظیر د ستونزو بیانولو برخه کې محتاطه ده. له جزئیاتو ورکولو پرته وايي، ښځینه سوداګرې له ډېرو ننګونو سره مخ دي، خو د ښځو خواخوږۍ دا سخته لار آسانه کړې ده.







