یادونه: دا روایتونه د هغو نجونو کیسې دي، چې سږ کال له شپږم ټولګي پاتې شوې. له زده کړو محرومیت د ټولیز تاوتریخوالي تر ټولو هغه ښکاره ډول دی، چې د یوه نسل راتلونکې ترې اخلي. رخشانه رسنۍ د لومړنۍ لاس کیسې د نوامبر د ۲۵ په مناسبت، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، خپروي.
زه صدف یم او څوارلس کلنه، سږ کال مې شپږم ټولګی پای ته ورساوه او د زرګونه نورو نجونو تر څنګ، له زده کړې، خوبونو لیدلو او یوې روښانه راتلونکې څخه محرومه شوم.
په یاد مې دي، زما د خوشې وړ مضمون ریاضي وو. له ټولو مې زیات دا مضمون خوښېده. ځکه راته په زړه پورې وو او کنجکاوه کېدم، تل مې خوښېدل، چې یوه مسالې پیدا کړم.
یوازې درس نه مو چې زه یې هڅولم تر څو هره ورځ په لېوالتیا سره ښوونځي ته لاړه شم. د نویو ملګرو موندل، د خپلو هیلو په اړه خبرې اترې او په هغو ساعتونو کې چې درس مو نه درلود، د خپلو هیلو یو له بله شریکول مو د هغو ورځو د خوښیو یوه بله برخه وه.
زما د نېږدې ملګرې او ټولګیوالې نوم کامله وو، له هغې سره مو د ولیبال لوبه کوله. هغه ورځې راته عادي وې، خو اوس پوهه شوم چې څومره ارزښت یې راته درلود.
هیله مې درلوده، چې ښوونځی پای ته ورسوم پوهنتون ته لاړه شم، له هېواده بهر زده کړې وکړم او یوه ورځ خپل کار و بار ولرم. خو په درېیم ټولګي کې وم چې ُوهه شوم، ښايي تر شپږم ټولګي پورې زده کړې وکړای شم او له هغې وروسته ښوونځي ته د تګ اجازه ونه لرم.
شپږم ټولګی چې تمام شو، ډېر مې وژړل، خو له هېچا سره مې خبرې ونه کړې. کورنۍ مې هم ناارامه وه.
له هغو ورځو وروسته مې ښوونځی یوازې په خاطرو کې پاتې شو. نور مې له ټولګیوالو سره اړیکه نه لرم. زړه مې پسې تنګ شوی دی، هغې بېړې پسې چې ښوونځي ته له تګ وړاندې مې درلوده، په درس ویلو پسې، د ازموینې د ورځې د وېرې پسې.
اوس کتاب لولم او د انګلیسي ژبې کورس ته ځم، خو لویه اندېښنه مې دا ده، چې ښايي هېڅ وخت مې خپلو هیلو ته ونه رسېږم. هغه خوبونه چې زما د خاطرو په کتابچه کې لیکل شوې وې: «کله چې لویه شم، خپل ښوونځی به تماموم، پوهنتون ته به ځم، له هېواده بهر به زده کړې کوم او یوه بریالې ښځه به کېږم.»
خو دا ورځې تر ډېره په کور تېرېږي. اوس هم د تېر په څېر سهار وختي له خوبه پورته کېږم، خو ښوونځي ته د تګ لپاره نه، بلکې له نېږدې موټر وینځي څخه د اوبو روړلو لپاره. په هغه ځای کې چې موږ ژوند کوو، خلک د څښاک اوبه نه لري او کله کله اړ کېږي، چې د یوې بوشکې اوبو موندلو لپاره په ساعتونو ساعتونو په لیکه کې ودرېږو.
هر ځل چې اوبو ته په نوبت کې درېږم، د ښوونځي د ورځې سهار مې یادېږي. هغه سهارونه چې ټول به ټولګي ته منظم په لین کې ولاړې وو، شعر به مو ویلو، هه لیکې راته د یوې تازه ورځې پیل وو، خو دا لیکې د هغو شیانو یادونکې دي، چې له لاسه مې ورکړي دي.
نور مو سهار په مینې سره د ښوونځي د یونیفورم په اوتو کولو او د درس د پیل لپاره په چمتوالي نه پیلېږي. اوس باید له نانوايۍ نه د ډوډۍ راوړلو او د کور جارو کولو لپاره پاڅو.
څو شپې وړاندې مې خوب لیده، چې بیا په ښوونځي کې وم. ازموینه مو درلوده او له ټولیګوالو سره مې درس لوستلو. کله چې راپورته شوم، پوهه شوم، هغه څه چې ډېر مې زړه پسې تنګ شوی دی، هغه هماغه د ښوونځي ورځې دي.
لا هم هیله منده یم، که ښوونځي بیا پرانستل شي، غواړم بیا ښوونځي ته لاړه شم، درس ولولم او خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره هڅې وکړم. یوازې څه چې غواړم دا دي، چې نور ښوونځي ته د تګ په وړاندې هېڅ ډول خنډ شتون ونه لري.







