«کاش ټول عمر مې مزدودري کولای، وږې وای، پیسې مې نه درلودای، هېڅ شی د نه وای، یوازې اولادونه مې تر خپلو سترګو لاندې وای… خدای د ژر مرګ راکړي (زما مرک د راورسېږي.)»
رحیمې* خپلې خبرې په ژړا پیل کړې. دا جملې یې څو ځلې له ځان سره تکرار کړې او بې هوښه شوه. په سبا یې هغه د دویم ځل لپاره وتوانېده، چې د خور په مرسته خپله بشپړه کیسه وکړي.
د رحیمې یوه شېبه هم خپل څلور الادونه له فکر وتلي نه دي، هغه سره له دې، چې په حافظه کې ټول څه په ښه توګه په یاد نه لري. خو له اولادونو سره یې خاطرې هېڅ وخت هېرې نه کړای شوې.
رحیمه ۳۶ کلنه ده. په ۱۷ کلنۍ کې یې پرته له دې چې د دې نظر وپوښتل شي په «بدل» ورکړل شوه، تر څو یې مشر ورور وکولی شي د خپلې خوښې وړ واده وکړي. د دې د خپلې او خپلوانو په وینا یې هغه له پنځلسو کلونو زیات وخت کېږي، چې له تاوتریخوالي سره ژوند کوي.
دا کیسه د نوامبر د ۲۵ مې، د ښځو په وړاندې د تاوتریخولي د مخینوي نړیوالې ورځې په مناسبت خپرېږي. هغه ورځ چې ملګرو ملتونو سږ کل د عدالت ټینګولو، د ژوندیو پاتې شویو کسانو د ساتنې او له سزاو د معافعیت په شعار سره لمانځي.
نوولس کاله وړاندې کله چې رحیمه ۱۷ کلنه وه، مشر ورور یې په یوه نجلۍ مین شوی وو. کورنۍ یې د ورور د واده لپاره کافي پیسې نه درلودې او د دواړو کورنیو مشرانو د بدل په واړه سلا کړې وه. پرته له دې چې د رحیمې نظر وپوښتل شي.
رحیمه وايي، هېڅ وخت نه ده توانېدلې، چې خپل مخالفت څرګند کړي. هغې تل په چوپتیا کې له ځان سره ژړل او خپل غم یې خواړه.
په افغانستان کې جبري واده تر پخوا زیات شوی دی. د طالبانو په واکمنۍ سره، وضعیت لا هم خراب شوی دی.
د رحیمې د کوژدنې دوران پنځه میاشتې وو. په دې موده کې هغې خپل مېړه یوازې یو ځل په یوه واده کې د کړکۍ له شاه لیدلی وو او د هغه په اړه نور په هېڅ شي نه پوهېده.
رحیمه اوس په کابل کې په یوه ځای کې اوسي او کله یې چې واده وکړ په یوه لرې پراته ولایت کې یې ژوند کاوه. «د طوی (واده) په ورځ ما یو د بخمل (مخمل) سور کمیس اغوستی وو. مور دغو مې ډېرې خوشحاله وې، ځکه د زوی کور یې آبادېده. یوازې زما له زړه خدای خبر وو. هغه وخت موږ په وطن کې وو. یو سیمه ییز ساده طوی یې وکړ. کله یې چې زما د ورور ناوې راوړه، بیا یې زه د خسر کره یوړم.»
مېړه یې هم رحیمه نه وه لیدلې. همدا د دې لامل شو، کله یې چې تر یوه چتر لاندې ژوند پیل کړ، هېڅ یوه یو د بل انتظارونه پوره نه کړای شول. «هره ورځ یې راسره جنګ کاوه، چې ته هېڅ ښه څېره نه لرې. ستا پلار او مور ما ته دوکه راکړه. هره ورځ یې یو جنګ جګړه کوله. زما ورځ یې تیاره کړې وه.»
په دې دلیل چې دې راپور کې رخشانه رسنۍ ونه توانېده، د رحیمې له پخواني مېړه سره خبرې وکړي، د هغه نوم نه دی راغلی.
رحیمه ويي، مېړه به یې تل په فزیکي او بدو خبرو ځوروله.
رحیمې و ویل، د تاوتریخوالي کړاو په زغملو سره، له درې کلونو وروسته، د لومړي اولادو مور شوه، چې نجلۍ ده. له هغې وروسته نوموړې د خپل مېړه له کورنۍ سره یو ځای کال ته کډه وکړه او په کابل کې د رحیمې د ژوند پیل له بېوزلې او نادارۍ سره غوټه شو.
هغې کلونه د خلکو په کورونو کې کالي ومنځل او د غالۍ اوبدلو هنر یې زده کړ.
رحیمه یادوي، په وار وار یې چې خپله د لاس ګټه مېړه ته نه ورکوله، له تاوتریخوالي سره مخ کېده. «دوه زره روپۍ مې د غالۍ اخیستې وې، چې د ځان او لور لپاره کالي (جامې) پرې واخلم. دا مې مېړه نه منله… د غالۍ اوبدلو په ږمنځ یې په سر و وهلم، وینې مې په سر راماتې شوې.»
ان پلار او مور یې دې ته ویلي و، چې دا به یې خپل قمست وي او باید صبر او زغم وکړي.
رحیمه وايي، په کلونو کړاو ګالولو سره یې له لور سره یو ځای شاوخوا ۴۰۰ زره افغانۍ ذخیره کړې وې. تر دې چې د ۱۴۰۱ کال په پسرلي او د طالبانو له واکمنۍ وروسته، مېړه یې د هغې او د لور ټول بچت په یوه چل ترې واخیست او له بلې ښځې سره یې واده وکړ.
رحیمه د دریو لوو او یوه یونیم کلن زوی مور ده. هغې غوښتل په دې پیسو د ځان او اولادونو لپاره یو ښه کور په اجاره کړي.
نوموړې وايي، د ځان لپاره یې ان یوه جوړه نوې جامې هم نه اخیستې، تر څو زیاتې پیسې ټولې کړي.
رحیمې و ویل: «د پسرلي دویمه یا درېیمه میاشت وه. مېړه (خاوند) مې یوه ورځ راته و ویل، هغه څلور لکه روپۍ راکړه، تر څو لاړ شم او یو ښه کور پیدا کړم، ګرو (اجاره) یې کړم. ما هم حساب کړې نغدې څلور لکه افغانۍ په لاس کې ورکړې. ټوله ورځ سترګې په لاره وم چې څه وخت به راځي او وايي، به چې د موږ لپاره یې کور ګرو کړی دی. مېړه مې ځنډ وکړ. ماښام مهال یې زنګ را وکړ، چې باید دیګ پوخ کړم (ښه ډوډۍ تیاره کړم) بېګاه ته مېلمانه لرو. ما هم شورواه پخه کړې وه. د ماښام آذان ته نېږدې یو ګل پوښ سپین موټر زموږ کور ته نېږدې ودرېده او مېړه مې له یوې ښځې سره لاس په لاس انګړ ته را د ننه شو.»
رحیمه په هغه شپه له زړه نه ماته شوه. د ټکان خوړلو ا رواني فشار له امله ان ونه توانېده، چې د ځان د آرامولو لپاره وژاړي. خو مېړه یې د دې توضیح پر ځای چې ولې یې دویمه ښځه کړې، هغه د نوې ناورې د ښه هرکلي نه کولو په جرم و ډبوله. «ان ژړا مې هم ونه شوای کولی. وروسته مې مېړه راغۍ په لغتو او سوکانو یې ښه وډبولم، چې ولې د ګلان او شېرني نه ده اخیستې او مخې ته یې را ونه وتې. نه مې یادېږي، چې سر مې په دېوال ولګېد که بل ځای، خو بې هوښه شوم.»
رحیمه هغه ټوله شپه بې هوښه وه. هغه له سخت عصبي فشار سره مخ شوه. مېړه یې له رحیمې د کور ټول توکي او اولادونه واخیستل.
خور یې وايي، رحیمه له عصبي شاک سره مخ شوه او د یوې مودې لپاره یې رواني حالت په بشپړه توګه له لاسه ورکړی وو.
د دې کیسې پاتې برخه د رحیمې د خور له خبرو بشپړېږي. ۳۰ کلنه سلیمه* وايي، یوخت د خپل ناروغ ورور سره، چې په سرطان ناروغۍ اخته وو په روغتو کې په بستر کې وه، چې د رحیمې د خاوند له خوا یې اړیکه تر لاسه کړه. هغې ته و ویل شول، چې باید له ورور سره یو ځای د دوی کور ته ورشي او خور یې چې «لېونۍ» شوې بوزي. «کله چې د رحیمې کور ته ورسېدم. رحیمې په بشپړه توګه خپل عقل له لاسه ورکړی وو. یوازې په کور کې ګرځېده او یو بوتل پپسي یې په کوت کې نیولې وه او پر هغې یې د خپل ماشوم (زوی) ګمان کړی وو.»
مېړه یې رحیمه له اولادونو جلا او نامعلوم ځای ته لېږدولي وو. «اوښي مې راته ویل، چې ستا خور قوراه (ښکلې څېره) نه لري. کار او دیګ یې نه دی زده. زه پرې شرمېږم. زه له اولې ورځې په دې واده خوښ نه وم او له دې وروسته هم ژوند ورسره نه شم کولی.
سلیمه وايي، ورور یې له هغه سره دعوا وکړه، خو پایله یې نه درلوده. بالاخره دوی په همغه ورځ رحیمه له هغه کور څخه چې ټول عمر یې په کې بې ځایه تېر شوی وو. د خپل مشر ورور کره راوسته.
د سلیمې په وینا، له هغې درې ورځې وروسته، د رحیمې مېړه له یوه ملا سره یو ځای د دوی کره ورغی، د رحیمې ۳۰ زره افغانۍ مهریه یې ادا او هغه ته یې طلاق ورکړ. دا چې رحیمې رواني حالت نه درلود، ملا دوی ته و ویل، هغه له خپلو اولادونو پالنه نه شي کولی او باید ټول ماشومان د پلار سره وي.
سلیمه وايي، مشر ورور یې، چې رحیمه ورته بدل شوې، دوی ته اجازه ورنه کړه، چې دولت یا د علماوو شورا ته شکایت وکړي، تر څو د ده او د ښځې ژوند یې په خطر کې ونه لوېږي.
د هغې له قوله، دا موضوع یې د مشر ورور په نه پاملرنې پټه پاتې شوه. نن ورځ هم د داسې شکایت لپاره کومه دروازه پرانستې نه ده.
د بښنې نړیوال سازمان تېر کال په یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې ښځې عدالت ته له لاسرسي محرومې دي.
د ملګرو ملتونو راپور ښيي، چې په افغانستان کې ښځې له نارینه وو څلور برابره کم عدالت ته د لاسرسي له کړنلارو لرې دي.
اوس څلور کاله کېږي، چې رحیمه له خپل هغه ورور له کورنۍ سره چې دا یې بدل شوې ده، ژوند کوي. په دې موده کې په وار وار د ورور او د ورېندارې له خوا وهل شوې ډبول شوې او د ژبې له زخم سره مخ شوې ده.
د رحیمې رواني حالت بشپړه نه دی.
د رحیمې په وینا، څلور کاله مخکې یې لوڼې دولس، نهه او څلور کلنې او زوی یې یو نیم کلن وو. هغه اوس له خپلو پېژندګویو خبره شوې، چې پخواني مېړه یې مشره لور تېر کال په مېړه کړې او هغه په هرات کې ژوند کوي. دوه کشرې لورانې یې د پلار کره له زده کړو لرې غالي اوبدي.
رحیمې د خپلو خبرو په پای کې و ویل، نور په ژوند کې د ځان لپاره له مرګ پرته د بل څه انتظار نه لري، خو تل د خپلو اولادونو د خوشبختۍ لپاره دعاوې کوي.
یادونه: نومونه مستعار دي او ځینې جزیات ترې لرې کړای شوي دي.







