د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

پر پنجاب ولسوالۍ د کوچیانو یرغل، د پنجاب پر «بې دفاع» خلکو څه تېر شول

۷ زمری ۱۴۰۴
پر پنجاب ولسوالۍ د کوچیانو یرغل، د پنجاب پر «بې دفاع» خلکو څه تېر شول

تمنا تابان

د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ د کوچیانو یرغل د دغه سیمې خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیاتونه اړولي دي. سیمه ییزه سرچینو د غیر نظامي خلکو د وژلو، ټپي کولو، ربړولو او دغه راز د کوچیانو د لسګونه رمو له وجې د خلکو د کروندونو او څړځایونو د ویجاړېدو خبر ورکړی دی.

د سرچینې په وینا، کوچیان ټول مسلح و. رخشانه رسنۍ په دقیق ډول دا شمېره نه لري، چې د کوچیانو شمېر څومره وو.

خو د سرچینو په وینا، په ټولیز ډول د نورو څارویو، لکه اوښانو په ګډون ۷۰ زره رمه چې د کوچیانو وې، د ۴۵ ورځو لپاره د پنجاب په څړځایونو او ځمکو څرېدلې، د دغه کار په پایله کې شاوخوا ۶۰ زره جرېبه للمې او اوي ځمکې او څړځایونه «له منځه وړل شوي دي.»

خلک وايي، په دې یرغل کې ډېر کرنیز توکي ویجاړ شول، د دې زیان ډېره برخه هغو للمو ځمکو ته ورسېده چې غنم او وربشې په کې کرل شوې وې. همدارنګه، د کچالو، غنمو، وربشو، جوار، واښه (تاله)، بورډاک او نورو څارویو د خوړو پټي د کوچیانو څارویو وخوړل او له منځه یوړل. سربېره پردې، هغه وچ واښه چې خلکو د خپلو څارویو لپاره د ژمي د خوړو لپاره راټول کړي وو، چې «قوده» نومېږي، هم د کوچیانو لخوا له منځه یوړل شول.

د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ کې سیمه ییزو سرچینو رخشانې رسنۍ ته وویل، څه موده وړاندې پنجاب ولسوالي« د یوه زړه بوږنوونکې او اندېښمنوونکې پېښه» شاهده وه، د کوچیانو له خوا وسله وال یرغل چې د سیمې د خلکو امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

دا راپور د پیښې جزئیات، د خلکو او د سیمه ییزو طالبانو د ادارو غبرګون او د هغې پایلې څېړي.

زور وینه او د خلکو وهل ډبول

د سرچینې په وینا، کابو میاشت وړاندې د وسله والو کوچیانو یو موج د میدان وردګ ولایت د بهسودو ولسوالۍ له لوري د بامیانو پنجاب ولسوالۍ ته د ننه شول او د لارې په اوږدو کې چې څومره یې کولی شوای ورانی وکړ او د خلکو کروندونو او ځمکو ته یې سخت زیان واړاوه.

د محمد په (مستعار نوم) د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ ۳۵ کلن اوسېدونکی وايي، په لومړي ځل کوچیانو د غبرګولي په ۳۰ مه په دې ولسوالۍ یرغل وکړ او خپلې رمې یې چې شمېر یې زرګونه مېږو ته رسېده د دغه ولسوالۍ بېلابېلو سیمو ته راوستې.

د محمد په وینا، ټولو کوچیانو وسلې درلودې، پر وړاندې پراته خنډونه یې له مخې لرې کول او خلک یې په وهلو ټکولو سره له مخې لرې کول:«کله چې د (جوزا ۳۰ مه) د جمعې په ورځ پنجاب ته کوچیان راغلل، خلکو هڅه وکړه، چې مخه یې ونیسي تر څو دوی د هغوی کروندو او کار ته زیان ونه رسوي، خو کوچیانو د سیمې خلک وډبول، سپکاوی یې ورته وکړ او ښکار یې زور کاراوه.»

د دې سیمه ییزې سرچینې په وینا، کوچیانو د لارې په اوږدو کې د خلکو کروندې د څارویو په واسطه له منځه یووړې او د دغه سیمې د خلکو چې بېوزله او کرونده کړ دي، د کار خواري په اوبو لاهو کړه:«موږ خلک د کال له پیله د مني تر اخر پورې یو مخ زیار باسو تر څو د ځان او خپلو څارویو لپاره خواړه چمتو کړو، خو کوم ځای چې د کوچیانو مخې ته ورغلی، نه واښه پرې پاتې دي، نه غنم او نه کچالو.»

محمد د کوچیانو د یرغلو له اقتصادي پایلو په اندېښنه کې دی وايي، کوچیان ښايي نه پوهېدل چې کروندې د پنجاب د خلکو د ژوندي پاتې کېدو یوازینی هیله ده:«زموږ د خلکو د ژوندي پاتې کېدو یوازینۍ تمه کروندې او کښتونه دي، ولې کوچیانو نېغ په همدې ځای لاس کېښود، شاید هغوی نه پوهېږي، چې که د دې خلکو کروندې ویجاړې شي، د ژوند هیلې یې هم له منځه ځي.»

سرچینه همداراز وايي، یوازې د غبرګولي ۳۰ مه د جمعې په ورځ کابو ۱۰ رمې چې په هره یوه کې کابو ۵۰۰ سره مېږې وې، د بهسودو ولسوالۍ د بېرون غره له لوري د پنجاب ولسوالۍ په «سردرازقول» او «غوګردو» کوتل باندې راماتې شوې.

سرچینې د کوچیانو دا عمل یرغل بولي.

د موسی په (مستعار نوم) د دې سیمې ۳۳ کلن اوسېدونکی وايي، په دې شخړه کې د سیمې شپږ تنه ټپیان شول، هغه د قربانیانو نومونه د باقر د سرور زوی د «ناوې» کلي اوسېدونکی، زمان د جمعه زوی د «پیره» کلي اوسېدونکی، حسن د باقر زوی د «غرغره» کلي اوسېدونکی، علی رضا د محمد حسین زوی د «پیره» کلي اوسېدونکی، نعمت الله د احمد زوی د «غرغره» کلي اوسېدونکی، او اسحاق د موسی زوی د «توپ درازقول» کلي اوسېدونکی یادوي.

هغه انخورونه او ویډیوګانې چې خلکو د ټپیانو د لیږد د مهال رخشانې رسنۍ سره شریک کړي، زړه بوږنوونکي دي، ان د خلکو په بدونونو چې زاړه هم په کې دي، د ربړونې نښې لیدل کېږي.

د موسی په وینا، دا کسان د ډبرو، لرکیو او ان مرمیو په وسیله ټپیان شوي او د توپ درازقول سیمې د اوسېدونکي سپین ږیري «اسحاق کربلايي» روغتیايي وضعیت خورا نازک دی، چې سیمه ییزه روغتونو کې تر ناکامۍ وروسته د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شو.

دغه راز موسی وايي، د کوچیانو وسله وال بریدونه په درازقول سیمه کې د نظامي وضعیت لامل شوې وي، وسله والو کوچیانو په موټرو او موټرسایکلونو په دې سیمه یرغل وکړ او هر څوک به یې چې مخې ته ورتلل، ګواښل به یې، سپکاوی یې کاوه او ان ډبول به یې.

په هغه سرخلاصي لیک کې چې د بامیانو د خلکو له خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپوروونکي لپاره لیکل شوی او په خواله رسنیو لاس په لاس کېږي راغلي:«تر ۱۰ پورې کسان د مرګ تر حده وهل شوي او د دوو تنو روغتیايي وضعیت خراب دی.»

موسی وايي، د وسله والو کوچیانو ادعاوې چې «دا ځمکې او څړځایونه زموږ دي» د دوی ریښتینې ارادې په ګوته کوي چې په دې سیمو کې د اصلي هزاره خلکو ځمکې غصب کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

«یو څو دورې دې نه وژني» د تاوتریخوالي قرباني مېرمنې له خوا د طلاق ردول

د ښځو کیسې، د افسانې د زړه درد اورېدل

دغه راز کوچیانو، د چنګاښ په ۱۵ مه، ۱۶ مه او ۲۶ مه د لسګونه سره مېږو سره د پنجاب ولسوالۍ په «مهر» سیمه یرغل وکړ، څړځایونه او د «شخالا» سیمې د «نوجاني» کلي د خلکو کرنیزې ځمکې یې په بشپړه توګه له منځه یووړې، هغوی د «شخالا» کلي د اوبو بند وتاړه او کله چې د کلي پنځه تنه له هغوی سره د خبرو اترو لپاره ورغلل، هغوی یې ونیول، کوچیانو پر خلکو برید او ډزې وکړې.

د رخشانې رسنۍ سیمه ییزه سرچینو ویلي، کوچیانو دغه پنځه تنه څارلي او دوه تنه یې ترې نیولي او د مرګ تر پولې یې وهلي ډبولي وو. سرچینه دغه دوه تنه د «شخالا» کلي د «پاینده علي» او «ظاهر» په نومونو یادوي.

د موسی په وینا، له دې پېښې وروسته د «شخالا» د کلي ۱۵ تنه اوسېدونکي په دغه دوه کسانو پسې چې سخت ټپیان شوي وو ورغلي، کوچیانو پرې ډزې کړې او د دې کار مخنیوی یې کړی دی:«کوچیانو په دې ۱۵ تنو ډزې کړې وې، که څه هم نېغ یې تر برید لاندې نه و راوستي، خو مخه یې ورته ویشتلې تر څو دوی ته ورنېږدې نه شي.»

موسی وايي، یاده موضوع د طالبانو د استخباراتو تر مداخلې وروسته حل شوه او دوه ټپي کسان د درملنې لپاره ولېږدول شول.

موسی زیاتوي، دغه دوه کسان تر هغې چې بې هوښه شوي نه و، ربړول شوي، وهل او دبول شوي وو، دا چې روغتیايي حالت یې خورا نازک وو او بامیانو کې یې درملنه نه کېده کابل ته ولېږدول شول، چې د ۱۵ ورځو په تېرېدو سره یې لا هم روغتیايي حالت ښه نه دی.

د دغه ټپي شویو کسانو انځورونه ښيي، چې بدونونه یې له وهلو تور او ټوکلي ښکاري.

د خلکو د کروندو له منځه تلل

موسی زیاتوي، په پنجاب د کوچیانو یرغلونه به د دغه سیمې بېوزله خلک په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې پرېږدي او هغوی به لا بېوزله کړي:«کوچیانو او د هغوی رمو خلکو ته کروندې نه دي ورپریښې، په ژمي کې خلک څه وخوري؟، د هغوی غنم او کچالو د کوچیانو رمو او اوښانو وخوړل، د خلکو څړځایونه د کوچیانو رمو تالا کړل، د شخالا، قفقول او دارزقول خلکو ته څه نه دي ورپاتې، خلک دربدر وو او په دې یرغل سره نور هم دربدر شول.»

بامیان د افغانستان له بېوزله ولایتونو څخه دی، د خلکو ژوند یې په عمومي توګه په کروندې او مالدارۍ پورې تړلی.

په ورته وخت کې د خلکو یوې بله سرچینه چې دلته په مستعار نوم ۲۹ کلنه ریحانه یادېږدي ویلي، کوچیانو، د «قفقول» د سیمې د «دره خشکک» د خلکو کروندې او څړځایونه په بشپړه توګه له منځه وړي دي. د هغې په وینا، کوچیان چې لسګونه رمۍ ورسره وې کابو ۱۰ ورځې په دې سیمه کې مېشت شوي وو، خپل څاروي یې د خلکو په کروندو کې مړول:«کوچیانو د خشکک دره کې مالونه وڅرول او خلکو ته یې هېڅ پرېنښودل.»

دغه راز ریحانه وايي، کوچیانو په «درازقول او «مرکه» کلیو د خپل یرغل پر مهال یو تن و واژه او یو بل یې د سر په برخه کې ټپي کړ، چې د ژوندي پاتې کېدو چانس یې کم دی خو د دغه کسانو د هویت په اړه زیاته نه پوهېږي.

ریحانه زیاتوي، کوچیانو پر خلکو له زیات او «بې حده» ظلم وروسته په لندمهالې توګه دغه ولسوالي پرېښوده:«وروسته له دې، چې کوچیانو له خلکو سره ډېر بد وکړل، د پنجاب د بېلا بېلو سیمو سپین ږیري مرکز ته ولسوال ته ورغلل او حق غوښتنه یې ترې وکړه، چې که دغه ستونزه حل نه شي، نو خامخا به مرګونه او بدې جګړې رامنځ ته شي، خلکو ویلي وو، چې که د کوچیانو مخنیوی ونه شي او هغوی خپل تېري ته دوام ورکړي، موږ له ځان څخه په دفاع اړ کېږو، چې ورسره به د دواړو لورو مرګ ژوبله لوړه او که وضعیت له کنټرول څخه ووځي، چې بیا له موږ ګیله ونه کړۍ.»

د ریحانې په وینا د خلکو د پرلپسې غوښتونو وروسته ځايي طالب چارواکي لاس په کار شول:«د بامیانو لپاره د طالبانو والي په موقتي ډول کوچیان د پنجاب له بېلا بېلو سیمو ایستلي دي، خو د هغوی د بیا یرغل ګواښ د تل لپاره شتون لري، په خواشنۍ سره چې د ځايي خلکو او کوچیانو تر منځ ستونزه په بنسټیزه توګه حل نه شوه، کوچیان د طالبانو پر مټ غورځي، ټول کسان یې مسلح دي او ډېر په بې باکه توګه په خلکو ناتار ډزې کوي.»

په ورته وخت ریحانه د کوچیانو د دې «هدفي یرغل» د ناوړه اقتصادی پایلو په اړه اندېښنه څرګندوي وايي:«زموږ خلک د عاید دوه لارې لري، یو یې کرنه او بله یې مالداري ده، کوچیانو د خلکو څړځایونه له منځه یووړل او په ځینو سیمو کې لکه څنګه مې چې و ویل، کرنیزې ځمکې هم له منځه وړې، نو ویلای شو، چې د دې سیمې د خلکو اقتصاد یې په بشپړه توګه فلج کړی دی.»

دا لومړی ځل نه دی، چې کوچیان د بامیانو د پنجاب ولسوالۍ د ځايي اوسېدونکو لپاره سر خوږی جوړوي، څه موده وړاندې هم کوچیانو د بامیانو د مرکز اړوند «قرغنه تو» سیمې خلک له کرکیلې ګرځولي وو او په پلرنیو ځمکو یې دعوا ورکړې وه، هغوی ادعا کړې وه، چې د «قرغنه تو» د خلکو ډېر څړځایونه او څو کلي د هغوی د مېلې او مېشتېدو ځایونه وو.

دغه راز کابو څلوېښت ورځې وړاندې د پنجاب د درازقول په«دهن کره» کلي کې د سیمې درې تنه اوسېدونکي، محمد د احمد زوی، محمد د رمضان زوی او امیر د محمد جمعه زوی د کوچیانو له خوا سخت وهل شوي ډبول شوي و. د سیمې خلک توانېدلي وو، چې د پېښې عاملین ونیسي او د طالبانو سیمه ییزه نظامي پوستې ته یې وسپاري، خو د سرچینې په وینا د طالبانو د ځايي ادارې له خوا ونه څېړل شول او عاملین یې په تېښته بریالي شول.

طالبان له کوچیانو سره یو لاس دي؟

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ د بامیانو لپاره د طالبانو والي عبدالله سرحدي د دې شخړو د هواري او حل لپاره پنجاب ته سفر کړی، د پنجاب له خلکو سره یې ناستې کړې او په دې غونډو کې یې ویلي:«کوچیان د وسلو ګرځولو او پر خلکو د کارولو حق نه لري» او ژمنه یې کړې، چې د سیمې د خلکو سره به همکاري کوي، خو د خلکو سرچینې وايي، واقعیت دا دی، چې کوچیان لا هم په وسلو ګواښل کوي او د خلکو کروندې یې تر پښو لاندې کړې دي.

د بامیانو لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د چنګاښ ۲۲ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پنجاب ولسوالۍ له څړځایونو د کوچیانو د ۵۰ رمو د شړلو خبر ورکړی وو.

په ورته وخت تازه د پنجاب ولسوالۍ د علماو شورا د یوه پرېکړه لیک له لارې، چې یوه پاڼه یې رخشانې رسنۍ ته هم رسېدلي راغلي، کلیوالي سیمو ته د کوچیانو راتګ یرغل بلل شوی او ویل شوي چې شپانه وسله وال وو. په سند کې راغلي: «هغه مالي او انساني زیانونه چې د سیمو محرومو خلکو ته رسېدلي نسبتا پراخه او بې حسابه دي.»

د علماوو شورا له طالبانو غوښتي، چې د کوچیانو د تګ راتګ مخه ونیسي، که نه نو خلک به اړ شي چې له ځانه دفاع وکړي.

د پریکړه لیک په یوه برخه کې راغلي:«په دې سیمو کې څړځایونه د سیمې د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی او خلک پخپله د وچکالۍ له امله په کړاو کې دي، د زرګونو کوچیانو رمو او پسونو راتګ به یوازې د خلکو لپاره نور هم کړاوونه رامنځته کړي.»

خو د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي ته په یوه پرانیستي لیک کې خلکو له هغه غوښتی، چې دې مسلې ته لومړیتوب ورکړي وايي، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال دا ستونزه هر کال لویه شوې او طالبان د دې د حل کولو لپاره هېڅ اراده نه لري:«کله چې خلکو طالبانو ته مراجعه وکړه، خو په بامیانو، پنجاب او ورس ولسوالیو کې د طالبانو ځايي چارواکو هېڅ کار ونه کړ او ان په رنجرو کې یې کوچیانو ته وسلې او مهمات وېشل، هغه نوم نشتي کمېسیون چې  د والي له خوا د ځايي خلکو او کوچیانو په نوم بامیانو کې رامنځ ته کړای شوی، د کوچیانو د ظلم او تېري لپاره لا زمینه برابره کړې ده.»

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د مارچ اتمه، د خوښۍ نه، د کړاونو د یادولو ورځ
دسته‌بندی نشده

افغانستان کې د مارچ اتمه، د خوښۍ نه، د کړاونو د یادولو ورځ

۱۹ كب ۱۴۰۴
د مارچ اتمه: ولې نجونې د خطرونو منځ کې پرېکړه کوي، چې واټونو ته راووځي؟
دسته‌بندی نشده

د مارچ اتمه: ولې نجونې د خطرونو منځ کې پرېکړه کوي، چې واټونو ته راووځي؟

۱۸ كب ۱۴۰۴
بلخ کې معلولې نجونې: پیسې ګټو خو کور کې پرې واک نه لرو
دسته‌بندی نشده

بلخ کې معلولې نجونې: پیسې ګټو خو کور کې پرې واک نه لرو

۱۲ كب ۱۴۰۴
«نرګس رضايي» او د کاراټې نړیوال لوبغالي ته د رسېدو کیسه
دسته‌بندی نشده

«نرګس رضايي» او د کاراټې نړیوال لوبغالي ته د رسېدو کیسه

۹ كب ۱۴۰۴
خیالي امنیت، واقعي وحشت، کابل کې ورځ تر بلې غلاوې غدې زیاتېږي
دسته‌بندی نشده

خیالي امنیت، واقعي وحشت، کابل کې ورځ تر بلې غلاوې غدې زیاتېږي

۷ كب ۱۴۰۴
طالبانو د بدخشان ولایتي روغتون کې د ښځو لپاره د رحم نلونو بندول منع کړي دي
دسته‌بندی نشده

طالبانو د بدخشان ولایتي روغتون کې د ښځو لپاره د رحم نلونو بندول منع کړي دي

۵ كب ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه