د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هرات کې په شعیه ګانو برید، «زما د دوه میاشتني لمسي مور یې و وژله»

13 اپریل 2026
هرات کې په شعیه ګانو برید، «زما د دوه میاشتني لمسي مور یې و وژله»

رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوى انځور؛ ده ميري کلي

غزال محمدی

د «جمعې په ورځ د وري ۲۱ مه» ماسپښین مهال له دوه بجو وروسته، څلور تنه موټر سایکل سپرو وسله والو، هرات کې د ده میري کلي په یو شمېر شعیه وګړو برید وکړ. دا برید وروسته له هغې وشو، چې د ده میري کلي یو شمېر اوسېدونکي، د جمعې د لمانځ ادا کولو او تفریح لپاره د «امازاده سید محمد» جومات ته تللي وو.

د هرات حوزوي روغتون کې یوې روغتیايي سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته تایید کړې، چې د برید قربانیان د دوه ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۱۳ تنه دي. د سرچینې په وینا، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه نور ټپیان او حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیايي حالت یې مخ په ښه کېدو دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر ویلي، د هرات انجیل ولسوالۍ کې پر شعیه وګړو، د ناپېژانده وسله والو په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

یوناما نن (یکشنبې د وري ۲۳ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې خونړۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوى انځور؛ هغه تفريحي سيمه چې په کې د ده ميري کلي يو شمېر اوسېدونکي تر وسله وال بريد لاندې راغلل.

د قربانیانو له کورنۍ یو تن غړي غلام فاروق حیدري، چې په دې پېښه کې یې یوشمېر نېږدې خپلوان له لاسه ورکړي، وايي، په دې پېښه کې یې نګور د کورنۍ له څو نورو غړو سره ژوند بایللی.

ده و ویل: «برید کوونکو زما لمسی چې د دوه میاشتو او درې ورځو وو، بې موره کړ، د دې معصوم ماشوم مور یې ورڅخه واخیسته، زوی مې سخت ټپي او په روغتون کې بستر دی، لمسی مې روغ دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

د کابل لوېدیځ کې ډلیز مسمومیت: د بحران په زړه کې پرېښودل شوي خلک

حیدري زیاته کړه: «یو له هغه کورنیو چې په دې زړه بوږنوونکې پېښه کې یې ډېر قربانیان درلود، زما کورنۍ ده. زوی مې په غاړه کې ټپي شوی، ځوانه نګور مې، چې یوازې دوه کاله او څو میاشتې یې له ناوې کېدو تېرې شوې وې، شهیده شوه او د ۶۳ ورځو ماشوم ترې پاتې دی، زما د نګور، مور، ورو او تره [کاکا] ټپیان شوي، د نګور مې پلار په کوما حالت کې دی.»

د هغه په وینا، وسله والو بریدګرو په لومړي سر کې سړي یو اړخ او ښځې بل لور ته جلا کړې، د کلي خان یې راغوښتی او له هغه سره یې څو خبرې اترې کړې دي او وروسته له هغه یې «ارباب سلطان احمد خان اکبري او دوه زامن یې آقا رضا اکبري او علي آقا اکبري» د ښځو او ماشومانو د سترګو په وړاندې ناتار ډزې ويشتلي.

ښاغلی حیدري وايي: «په دې منځ کې مې د زوی خسر هم وو، چې کله ټپي کېږي، زما نګور او خاوند یې د هغه پر ټپي بدن ځان اچوي او هغوی [بریدګر] په دې مېرمنې هم څو ډزې کوي.»

حیدري و ویل: «زما د نګور ورور امیر علي چې د قران قاري وو ۱۴ یا ۱۵ کاله عمر درلود. تره یې احمد رضا رسولي ژوند بایللی او پنځه ماشومان لري، چې درې ماشومان یې له مېرمنې سره یو ځای په حوزوي روغتون کې بستر دي. نګور مې ۲۰ کلنې هما رسولي له خپلې ۴۵ کلنې مور معصومه احمدي سره یو ځای ژوند بایلود. زما د ۶۳ ورځو لمسی یې بې موره کړ.»

یوه بله سرچینه هم د هویت پټ ساتلو سره وايي: «بریدګرو هم پښتو او هم فارسي خبرې کولې، غله نه وو، چې مخونه یې پت کړي وي، د خلکو پیسې، سره زر او موبایلونه یې هم نه دي وړي، یوازې راغلل، عملیات یې درلودل او تر سره یې کړل.»

هرات کې طالبانو هم ویلي، په دې برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او د برید په تړاو یې یو تن نیولی دی.

تر اوسه د بریدګرو هویت نه دی معلوم او چا یا کومې ډلې هم د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د دې خونړۍ پېښې د قربانیانو کورنۍ له طالبانو غواړي، چې د پېښې عاملان ونیسي او سزا ورکړي.

یو له سرچینو ویلي: «موږ د اسلامي امارت له دولت [طالبانو] او سویل لوېدیځ حوزې له چاروکو غواړ، چې ژر تر ژره د دې ظلم او جنایت عاملین د خپلو اعمالو په سزا ورسوي او د شهیدانو کورنۍ همدې ګام ته انتظار باسي.»
دې پېښې ته له غبرګونونو وروسته، هرات کې د طالبانو والي نور احمد اسلام جار تېره ورځ، د ناروغانو د پوښتنې لپاره حوزوي روغتون او صادقیه جومات ته تللی او وینا یې کړې ده.

هغه د دې پېښې د قربانیانو خپلوانو ته د عدالت د پلي کېدو ژمنه ورکړې، خو د قربانیانو خپلوان په دې ژمنو باور نه لري.

یو له سرچینو ویلي: «چارواکو خوږې او ښکلې خبرې وکړې، خدای وکړي، چې عملي او رښتیا وي. له دې وړاندې هم څو پېښې شوې خو یوه هم نه ده، تعقیب شوې.»

دې سرچینې زیاته کړه: «د ده میري کلي په پېښه کې، له ډزو وروسته وسله وال هوسا په خپلو موټرسایکلونو سپرږي، ډېر آرام او په سړه سینه د ځمکو تر څنګ پاخه سړک ته راوځي او معلومه نه ده، چې کوم لور ته ځي، د هغوی په وړاندې هېڅ خنډ شتون نه درلود.»

تر دې مخکې هم د هرات په شعیه مېشتو سیمو کې ورته وسله وال بریدونه او چاودنې شوې دي. د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په ۱۰ مه د هرات جبرئیل ښارګوټي په کوره ملي نومې سیمه کې، وسله والو بریدګرو په غیر نظامیانو برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د دوه شعیه دیني عالمانو او دوه ښځو په ګډون شپږ تنه و وژل شول.

هرات کې پر اهل تشیع ملکي وګړو برید په کور د ننه او له هېواد بهر له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د ټولنیزو شبکو ډېری کارکوونکو د وژل شویو کسانو د انځورونو په خپرولو سره، د قربانیانو له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
افغانستان کې د اورپايی ټولنې استازولۍ دا برید غندلی او ویلي یې دي دا ټول تاوتریخوالی او جنایت د منلو نه دی.

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو.

اړوندې لیکنې

دشت برچي کې شکمنه ناروغي: د یوه سړي کیسه چې تازه له روغتون ته رخصت شوی
دسته‌بندی نشده

دشت برچي کې شکمنه ناروغي: د یوه سړي کیسه چې تازه له روغتون ته رخصت شوی

29 اگست 2026
د طالبانو له زندانه د جبري ستنولو تر وېرې، المان کې د ژولیا پارسي نامعلوم برخلیک
دسته‌بندی نشده

د طالبانو له زندانه د جبري ستنولو تر وېرې، المان کې د ژولیا پارسي نامعلوم برخلیک

28 اگست 2026
د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم د سقوط په ګړنګ ولاړ دی
دسته‌بندی نشده

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم د سقوط په ګړنګ ولاړ دی

22 اگست 2026
نارنج کافه: نیمروز کې د ښځو یوازینۍ کافه، د نجونو د لیدو او خواله ځای
دسته‌بندی نشده

نارنج کافه: نیمروز کې د ښځو یوازینۍ کافه، د نجونو د لیدو او خواله ځای

21 اگست 2026
پنځه کاله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، ټول هغه کارونه چې ښځې یې له کولو منع دي
دسته‌بندی نشده

پنځه کاله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، ټول هغه کارونه چې ښځې یې له کولو منع دي

15 اگست 2026
بامیانو کې د سختې لوږې څېره: «چې لور مې په کور له لوږې مري، ښه ده چې مېړه وکړي»
دسته‌بندی نشده

بامیانو کې د سختې لوږې څېره: «چې لور مې په کور له لوږې مري، ښه ده چې مېړه وکړي»

11 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه