د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د کابل لوېدیځ کې یوه نجلۍ د طالبانو له لوري تر نیولو وروسته ورکه شوې ده

29 جولای 2025
د کابل لوېدیځ کې یوه نجلۍ د طالبانو له لوري تر نیولو وروسته ورکه شوې ده

د کابل په لوېدیځ کې یوې کورنۍ ادعا کړې، چې ۱۷ کلنه لور یې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا تر نیول کېدو وروسته لا درکه شوې ده.

رخشانه: د دغه نجلی یوه خپلوان د هویت په پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، چې هغه د شنبې ورځ ماسپښين مهال ۲:۰۰ بجې د توکو اخیستو لپاره «برچي سنټر» ته تللې وه او نور کور ته نه ده راغلې.

هغه زیاته کړې، دغه ځوانې نجلۍ «تور اوږد حجاب اغوستی وو» خو طالبانو له کوم ځانګړي دلیل پرته نیولې ده.

د رخشانې رسنۍ سرچینه ادعا کوي، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د دوی د لور له نیول کېدو وروسته د کابل لوېدیځ کې ټولو حوزو او دغه ډلې نورو امنیتي ارګانونو ته ورغلي، خو د هغې هېڅ درک یې نه دی معلوم کړی.

نوموړي په اندېښنې سره و ویل«دوه ورځې کېږي له لور مې هېڅ احوال نه لرم، معلومه نه ده چې چېرې ده، تلفون یې هم غلی دی، وېرېږم چې طالبان به مې نور لور پرېنږدي.»

د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څه تر ۱۰۰ زیاتې نجونې او ښځې د اسلامي حجاب نه مراعت کولو په تور نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې دي.

له دغه ښځو او نجونو یو شمېر هغه یې له یوې شپې ورځې زندان تېرولو وروسته په ضمانت خوشې شوې دي.

د طالبانو له لوري په کابل کې د ښځو او نجونو نیولو د معرضه مېرمنو او بشري حقونو د بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

معترضو ښځو او د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو له بنده د نیول شویو ښځو او نجونو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما)  په کابل کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو په نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه