د «هزاره ګانو د نسل وژنې درولو د نړیوال کمپاین مرکز» اعلان کړی، چې د دې بنسټ پلاوي د «هزاره ګانو د نسل وژنې، هدفي وژنو او جبري کډه کولو اړوند اسناد او راپورونه» د اروپا پارلمان ته وړاندې کړي دي.
رخشانه: د هزاره ګانو د نسل وژنې درولو د نړیوال کمپاین بنسټ، د مدني ټولنې، د بشري حقونو د فعالانو او زده کوونکو د ۱۳ کسیزه پلاوي استازو د پنشنبې په ورځ د (لړم ۲۹ مه) په بروکسل کې د اروپايي پارلمان له مرستیال خاوي لوپز سره ولیدل.
دوی د اروپايي ټولنې له چارواکي وغوښتل، چې د هزاره ګانو د قومي او مذهبي ځورولو، جبري کډوه کولو او د ځمکو او مالونو د عصب درولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د هزاره ګانو د نسل وژنې له په رسمیت پېژندنې ملاتړ وکړي.
د هزاره ګانو د نسل وژنې درولو نړیوال کمپاین بنسټ پلاوي په دې ناسته کې ټینګار کړي، چې د هزاره ګانو د نسل وژنې په رسمیت پېژندل نه باید تر نړیوالو بنسټونو پورې محدود پاتې شي، بلکې په افغانستان کې باید په یوه ملي او پراخه غوښتنه بدل شي.
دې پلاوي د حقیقت موندنې پر اړتیا، د انتقالي عدالت په پلي کولو، د جرمونو د عاملانو او امر کوونکو ځواب وینه، د قربانیانو د زیانونو جبران او د داسې جرمونو په نه تکرارېدو ټینګار کړی دی.
د دې غونډې جوړونکو ویلي، دا لیدنه د هغو هڅو دوام دی، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د هزاره ګانو د نسل وژنې په رسمیت پېژندلو لپاره پیل شوې او مخکې د کاتالونیا په پارلمان کې د یوې ملاتړې اعلامیې په تصویب سره تمامه شوې.
له افغان پناه غوښتونکو ساتنه، په ځانګړې توګه له هزاره ګانو، افغانستان ته د هغوی د جبري ستنولو څخه مخینوی او طالبانو ته د سیاسي مشروعیت ورکولو سره مخالفت نور هغه موضوعات وو، چې په دې ناسته کې مطرح شوي دي.
د هزاره ګانو د نسل وژنې درولو د انړیوال کمپاین بنسټ استازو د طالبانو په واکمنۍ کې د هزاره ګانو په وړندې د سیستماتیک، قومي، مذهبي او توکمېز تبعیض موضوع مطرح کړه او د جعفري مذهب حذفولو، د شیعه ګانو د مذهبي بنسټونو بندولو او له کتابتونونو او پوهنتونونو د جعفري فقه راټولولو ته اشاره وکړه.
د هزاره ګانو اړوند د ملکیتونو او ښارګوټو مصادره کول او د دې سیمو د اوسېدونکو جبري کډه کول له هغو نورو موضوعاتو وو، چې د دې کمپاین مرکز په دې ناسته کې مطرح کړل او د دې اقداماتو د درېدو او د قربانیانو د ملکیتونو حقونو د بېرته ورکولو غوښتنه وکړه.
د دې ناستې په پای کې د هزاره ګانو د نسل وژنې په اړه د اسنادو دوسیه، د هزاره ګانو د ټولنې د غوښتنو رسمي مکتوبونه او د کاتالونیا د پارلمان اعلامیه د اروپايي پارلمان مرستیال ته وړاندې شول.
د هزاره ګانو د نسل وژنې درولو نړیوال کمپاین دفتر ویلي، دوی به د نړیوالو بنسټونو د ملاتړ جلبولو، د هزاره ګانو د نسل وژنې د په رسمیت پېژندلو، د قربانیانو لپاره د عدالت برابرولو او د دې جرمونو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.







