د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوئل آلبارس له یو شمېر ښځینه افغان فعالانو سره په لیدنه کې ویلي، هېواد به یې هېڅ وخت طالبان په رسمیت ونه پېژني.
رخشانه: نوموړي دغه څرګندونې نن (دوشنبې د لیندۍ ۲ مه) په «زموږ غږ واورۍ» ناسته کې د یو شمېر افغان ښځینه فعالانو په شتون کې د هسپانیا په مادرید ښار کې وکړې.
د «زموږ غږ واورۍ» په څلورمه ناسته کې مخکښو افغان ښځو، نړیوالو استازو او د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوئل آلبارس هم ګډون کړی وو.
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د دې ناستې په پرانسته کې و ویل، هېواد یې د افغان ښځو تر څنګ ولاړ دی او له هغوی څخه د خپلو حقونو په دفاع کې ملاتړ کوي.
نوموړي ویلي: «تاسو افغان ښځې پوهېږۍ چې د هسپانیا بهرنۍ سیاست له همغه پیله د تاسو تر څنګ وو. موږ ستاسو د حقونو په دفاع او ټولو عرصو ته ستاسو د غږ رسولو په هڅو کې له تاسو سره ژمن یو.»
د هسپانیا د بهرنیو ټینګار کړی، «هېڅ وخت به د ښځو او نجونو د بشري حقونو بنسټیزې سرغړونې، او د افغانستان تر ټولو بنسټیزو ژمنو تر پښو لاندې کول ونه منو.»
نوموړي زیاته کړې، هېڅ وخت به د افغان ښځو او نجونو حقونه د ساسي، اقتصادي یا امنیتي ګټو لپاره د معاملې په توکو بدل نه کړي.
نوموړي ویلي، هېود به یې د بشریت په وړاندې د جرمونو کنوانسیون کې د جنسیتي توپیر د ځای پر ځای کولو څخه دفاع وکړي.
آلبارس زیاته کړې، د طالبانو له خوا د زوجینو جلاوالي قانون د انسانیت توږلو ټکان ورکوونکې بېلګه او په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي د بنسټیز کولو په لور یو بل ګام دی.
ده و ویل: «دا وضعیت باید د جنسیتي توپیر په نوم یاد کړو. دا له تبعیض څخه ورپورته جنایت دی. د دې نظام پایلې د افغانستان ټوله ټولنه رانغاړي، ځکه هېڅ هېواد نه شي کولی یوه داسې راتلونکې جوړه کړي، چې خپل نیمايي وګړي یې له ټولنې په چوپتیا او حذف محکوم وي.»
د نوموړي په خبره، هسپانیا به همدارنګه د جبري ودونو جنسي او زېږون د تاوتریخوالي او د جنسیت پر بنسټ ځورونې په وړاندې د حقوقي غبرګون د پیاوړتیا لپاره هم کار وکړي.
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د افغانستان په اړه د خپلواکو پلټنو مالي ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړه: «له حقایقو، عدالت، حساب ورکولو او د ښځو له ونډې پرته تلپاتې سوله ناشونې ده. د سولې له بهیر څخه د ښځو ایستل غیر عادلانه دي او مشروع ټول شموله او پایداره توافقاتو ته رسېدل ستونزمنیوي.»
خوزه مانوئل آلبارس همدارنګه ویلي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونې وپلټي او مستندې یې کړي.







