د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د یوې ښځینه خبریالې په اړه مستند هسپانیه کې د «جنسیتي برابرۍ» جایزه واخیسته

22 نوومبر 2026
د یوې ښځینه خبریالې په اړه مستند هسپانیه کې د «جنسیتي برابرۍ» جایزه واخیسته

انځور: خدیجه امین.

افغان خبریاله خدیجه ماري امین وايي، «اولادونه مې چېرې دي؟» مستند چې د دې د ژوند کیسه ده، په هسپانیه کې د «زوم» جشنوارې د ۲۴ دورې د «جنسیتي برابرۍ» جایزې وګټله.

رخشانه: دې خبریالې نن (یکشنبې د لندۍ اوله) په خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره د دې جایزې تر لاسه کولو خبر ورکړی دی.

خدیجه امین ویلي، دا مستند د څلورو تر ټولو ښو مستندونو تر منځ د جایزې په تر لاسه کولو بریالی شو.

دغې افغان خبریالي لیکلي، دا مستند له اولادونو د دې د لرې والي کیسه او د هغوی د بیا لیدلو لپاره د دې د دویم ځلي هڅو کیسه ده.

نوموړې لیکلي: «دا د زرګونو هغو ښځو کیسه هم ده، چې کورنۍ تاوتریخوالی یې څکلی او له اولادونو یې لرې پاتي شوي دي.»

دې ښځینه خبریالې د ښځو او نجونو پر ژوند د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې زیاته کړې، افغان ښځې هڅه کوي خپل غږ پورته کړي تر څو یې نکلونه واورېدل شي.

نوموړې دا جایزې په ټولو هغو میندو پورې اړوند بللې، چې «د خپلو اولادونو بیا لیدو ته سترګې په لار دي.»

د هسپانیا د زوم جشنواره د مستند او فلیم، تلوېزیوني تولیداتو او ډیجیټل پلټفارمونو کې یوه معتبره پېښه ده، چې هر کال د هسپانیا په کاتلونیای ایالت کې تر سره کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ګانو د نسل وژنې اړوند اسناد او راپورونه د اروپا پارلمان ته وړاندې شول

معترضې ښځې: افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نه باید په یوه عادي او هېر شوي واقعیت بدل شي

خدیجه ماري امین د افغانستان د ملي تلوېزیون خبریاله او ویانده وه، چې واک ته د طالبانو په بیا رسېدو سره، په دې رسنۍ کې له کار کولو بنده او د هېواد پرېښودو ته اړ شوه.

اړوندې لیکنې

معترضې ښځې: افغان ښځې د داسې تاوتریخوالي قرباني چې په وړاندې یې چوپتیا د دوام سره مرسته کوي
خبر

معترضې ښځې: افغان ښځې د داسې تاوتریخوالي قرباني چې په وړاندې یې چوپتیا د دوام سره مرسته کوي

21 نوومبر 2026
معترضې ښځې: د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدودیتونه د تاوتریخوالي یو ډول دی
خبر

معترضې ښځې: د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدودیتونه د تاوتریخوالي یو ډول دی

21 نوومبر 2026
فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست

21 نوومبر 2026
افغان ښځې د پاریس «افتخاري ښاریانې» شوې
خبر

افغان ښځې د پاریس «افتخاري ښاریانې» شوې

20 نوومبر 2026
بې پولې ډاکتران: افغانستان کې په خوراځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر کابو ۳۰ سلنه زیات شوی
خبر

بې پولې ډاکتران: افغانستان کې په خوراځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر کابو ۳۰ سلنه زیات شوی

20 نوومبر 2026
معترضې ښځې د «ښځو سره د تاوتریخوالي په وړاندې ۱۶ ورځنۍ ګډ کمپاین» پیلوي
خبر

معترضې ښځې د «ښځو سره د تاوتریخوالي په وړاندې ۱۶ ورځنۍ ګډ کمپاین» پیلوي

19 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه