د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي هسپانیا کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې ګدايي کولی شي، خو درس نه شي ویلی.
رخشانه: هغې دغه څرګندونې نن (دوشنبې د لړم ۲ مه) «زموږ غږ واورۍ» ناسته کې، چې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزو مانوئل آلبارس او یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم په کې ګډون کړی وو، د هسپانیا په مادرید ښار کې وکړې.
د «زموږ غږ واورۍ» څلورمه ناسته کې افغان مخکښه ښځې، نړیوال استازي، افغان ښځینه فعالانې او د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزو مانوئل آلبارس سره راټول شوي وو.
فوزیې کوفي په دې ناسته کې و ویل، نور داسې څه نه دي پاتې چې طالبان یې له ښځو واخلي. دوی افغانستان د نړۍ په یوازې داسې هېواد بدل کړی، چې په هغې کې ښځې او نجونې ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري.
د هغې په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې ورځ د کور له کړکیو په کتلو پیلوي او په همغه ډول یې پای ته رسوي.
نوموړې له کوره د باندې د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، د طالبانو په نظام کې ښځې ګدايي کولی شي، خو د زده کړې او تحصیل حق نه لري.
مېرمن کوفي پر دوام وايي، طالبانو روغتونونه په خوارځواکۍ له اخته ناروغانو ډک کړي، خو همغه روغتونونه له ښځینه ډاکترانو، نرسانو، قابلو او طبي تجهیزاتو تش دي.
هغې په دې ناسته کې د نجونو د پټو زده کړو پر دوام او د افغان ښځو پر درېدو ټینګار وکړ ویې ویل، افغان جونې لا هم پټو ښوونځیو ته په تګ سره خپل ځانونه په خطر کې اچوي.
اغلې کوفي د یو شمېر هېوادونو له خوا د کډوالو افغان کډوالو د ایستلو په پلمه له طالبانو سره د اړیکو په عادي کولو هم نیوکه وکړه ویې ویل، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول، بنسټیر حقونه او عدالت له جدي ننګونو سره مخ کوي.
نوموړې و ویل: «نن ورځ د اروپا له خلکو غواړم، چې حکومتونه یې ځواب ویونکي کړي، که غواړي، تبعیض، بې عدالتي، او د افغان ښځو په وړاندې د جنسیتي توبیر وضعیت عادي ښيي. تاسو کولی شي خپل حکومتونه ځواب ویونکي کړی.»
د افغانستان د ولسي جرګې دغې پخوانۍ غړې د بشري حقونو څخه د سرغړونکو په توګه د طالبانو د قضیايي تعقیب او په نړیوالو قوانینو کې د ښځو او نجونو په وړاندې د جنسیتي توپیر د شاملولو غوښتنه هم وکړه.
هغې د افغانستان د راتلونکي سیاسي بهیر په جوړلو کې د افغان ښځو رول هم مهم وباله ویې ویل، دا ډاډ باید تر لاسه شي، چې ښځې د افغانستان لپاره د خپل لید لوري د تعریف او تعقیب لپاره اړین ځای، واک او ملاتړ لري.







