د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو هرات کې د انځوریزه کتابونو تدریس او د ښوونیو ویډیوګانو خپرول بند کړل

23 نوومبر 2026
هرات کې په مرموزه ډول د یوې وژل شوې نجلۍ جسد موندل شوی

انځور: هرات ښار- رخشانه رسنۍ

هرات کې ځايی سرچینې واييو د طالبانو امربالمعروف ځواکونو په دې ولایت کې د بهرنیو ژبو په ښوونیزو مرکزونو د تازه محدودیتونو په لګولو سره، د انځوریزه کتابونو په تدریس او د ښوونیزو ویډیوګانو به خپرولو بندیز لګولی دی.

رخشانه: د ژبو ښوونې د مرکزونو د کارکوونکو له منځه لږ تر لږه دو سرچینو نن (دوشنبې د لیندۍ ۲ مه) رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا محدودیت تازه لګول شوی دی.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د ژبو ښوونیزو مرکزونو په دفترونو کې په شتون سره د دې مرکزونو له مسوولینو غوښتي، چې د انځوریزه کتابونه پر ځای یې بدیل غوره کړي.

یوې سرچینې زیاته کړې، د طالبانو امربالمعروف ځواکونو دغه راز د دې مرکزونو له مسوولینو غوښتي، چې د هغو ښوونیزو ویډیوګانو له خپرولو هم ډډه وکړي، چې په کې د ساه کښو انځورونه ننداره کېږي.

هرات کې د انګلیسي ژبې د یوه ښوونیز مرکز یوې ښوونکې فرشتې (مستعار) وايي، د طالبانو دا محدودیت به ژبې د تدریس او ښوونې پر کړنلاره منفي اغېز وکړي.

هغې ویلي: «د ژبې د زده کړې لپاره د انځورونو شتون اړین دی او همدارنګه د ښوونیزو ویډیوګانو خپرولو ته اړتیا ده، تر څو زده کوونکي د مکالمې طریقه په سمه توګه ید کړي، دا کار غیر اخلاقي نه دی او په اسلام پورې هېڅ اړه نه لري.»
هرات کې طالبانو تر اوسه د دې امر د صادرولو په اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: له اساسي حقونو د ښځو محرومول د جوړښتي تاوتریخوالي بېلګه ده

د یوې ښځینه خبریالې په اړه مستند هسپانیه کې د «جنسیتي برابرۍ» جایزه واخیسته

هرات کې طالبانو د بهرنیو ژبو په ښوونیزو مرکزونو فشارونه په داسې حال کې زیات کړي، چې د مني او زمني په فصل کې د بهرنیو ژبو د زده کولو لپاره د زده کوونکو شمېر زیاتېږي.

دې ډلې په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې، سلګونه جلده کتابونه د «ساه کښو د انځورونو لرلو» له امله له کتاب پلورنځیو او د کتابونو له نندارتونونو راټول کړي او د هغوی پلورل یې بند کړي دي.

په کتابونو او تلوېزیونونو کې د ساه کښو د انځورونو خپرولو او چاپولو سره د طالبانو مخالفت د نویمې میلادي پېړۍ په دویمه نیمايي کې د دې ډلې د لومړۍ دورې واکمنۍ ته ورګرځي. په هغه دوره کې هم دې ډلې د ویډی ثبت او له څېرې د انځور اخیستو ته اجازه نه ورکوله.

اړوندې لیکنې

د هزاره ګانو د نسل وژنې اړوند اسناد او راپورونه د اروپا پارلمان ته وړاندې شول
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې اړوند اسناد او راپورونه د اروپا پارلمان ته وړاندې شول

22 نوومبر 2026
معترضې ښځې: افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نه باید په یوه عادي او هېر شوي واقعیت بدل شي
خبر

معترضې ښځې: افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نه باید په یوه عادي او هېر شوي واقعیت بدل شي

22 نوومبر 2026
معترضې ښځې: افغان ښځې د داسې تاوتریخوالي قرباني چې په وړاندې یې چوپتیا د دوام سره مرسته کوي
خبر

معترضې ښځې: افغان ښځې د داسې تاوتریخوالي قرباني چې په وړاندې یې چوپتیا د دوام سره مرسته کوي

21 نوومبر 2026
معترضې ښځې: د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدودیتونه د تاوتریخوالي یو ډول دی
خبر

معترضې ښځې: د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدودیتونه د تاوتریخوالي یو ډول دی

21 نوومبر 2026
فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست

21 نوومبر 2026
افغان ښځې د پاریس «افتخاري ښاریانې» شوې
خبر

افغان ښځې د پاریس «افتخاري ښاریانې» شوې

20 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه