د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: له اساسي حقونو د ښځو محرومول د جوړښتي تاوتریخوالي بېلګه ده

22 نوومبر 2026
معترضې ښځې: له اساسي حقونو د ښځو محرومول د جوړښتي تاوتریخوالي بېلګه ده

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی.

د «آزادۍ پر لور د ښځو غورځنګ» غړو د نوامبر ۲۵ مې «د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي نړیوالې ورځې» په درشل کې ویلي، له خپلو اساسي حقونو د ښځو سیستماتیک محرومول، د جوړښتي تاوتریخوالي څرګنده بېلګه ده.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (یکشنبې د لیندۍ اوله) د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د «آزادۍ پر لور د ښځو غورځنګ» په پرېکړه لیک کې راغلي، افغان ښځې او نجونې د تاریخ په یوه تر ټولو تیاره او سخته دوره کې ژوند کوي.

معترضو ښځو ویلي، افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی یوازې په فزیکي او ټولنیز تاوتریخوالي نه محدودېږي، بلګې په پراخه ډولو له هغې جملې د زده کړو، کار، د تګ راتګ آزادۍ، سیاسي او ټولنیز ګډون له حق څخه په محرومولو کې یې دوام موندلی دی.

دوی ویلي، له زده کړو د نجونو محرومول او د کار له بازار او عمومي ژوند څخه د ښځو ایستل، په افغانستان کې د ښځو د حقونو او انساني کرامت څخه د سیستماتیکو سرغړونو بېلګې دي.
د دوی په وینا، پراخه بېوزلي، جبري او له وخته مخکې ودونه، کورني تاوتریخوالي، رواني ځورونه، جبري کډوالي او له روغتیايي او ملاتړو خدماتو محرومیت، د ښځو او نجونو د زیان مننې که لا زیاته کړې ده.

د «آزدۍ پر لور د ښځو غورځنګ» غړو ټینګار کړی، چې د تاوتریخوالي پر وړاندې چوپتیا د تاوتریخوالي دوام دی او هېڅ ټولنه له د ښځو له آزادۍ، امنیت، عدالت او برابرۍ پرته نه شي کولی سولې او ثبات ته ورسېږي.

معترضو ښځو ویلي «د ښځو په وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی، تر هېڅ یوه نوم لاندې، په هېڅ عنوان، دود، کلتور یا سیاسي او مذهبي توجیه د منلو وړ نه دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

د یوې ښځینه خبریالې په اړه مستند هسپانیه کې د «جنسیتي برابرۍ» جایزه واخیسته

د هزاره ګانو د نسل وژنې اړوند اسناد او راپورونه د اروپا پارلمان ته وړاندې شول

د دوی په باور له خپلو اساسي حقونو د ښځو سیستماتیک محرومول او د ژوند له عمومي اړخونو د هغوی ایستل د جدي تبعیض او جوړښتي تاوتریخوالي بېلګه ده.

د «آزادۍ پر لور د ښځو غورځنګ» غړو د جوړښتي تاوتریخوالي، جنسیتي تبعیض او د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو د محدودیتونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

د دې اعتراضي غورځنګ غړو په هېواد کې د نجونو پر مخ په بېړنۍ توګه د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانستو او د ښځو پر کار د لګول شویو محدودیتونو پر لرې کولو ټينګار وکړ.

دوی له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له شورا او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې د افغان ښځو د حقونو د سرغړونو په وړاندې غلي نه شي او په دې برخه کې عملي او ګټور ګامونه پورته کړي.

همدارنګه معترضو ښځو د بشري حقونو د جدي سرغړونو د څېړلو او حساب ورکولو او د ښځو سره د ناوړه چلند او ظلم مسوولینو د حساب ورکولو لپاره د خپلواکو میکانېزمونو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

اړوندې لیکنې

معترضې ښځې: افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نه باید په یوه عادي او هېر شوي واقعیت بدل شي
خبر

معترضې ښځې: افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نه باید په یوه عادي او هېر شوي واقعیت بدل شي

22 نوومبر 2026
معترضې ښځې: افغان ښځې د داسې تاوتریخوالي قرباني چې په وړاندې یې چوپتیا د دوام سره مرسته کوي
خبر

معترضې ښځې: افغان ښځې د داسې تاوتریخوالي قرباني چې په وړاندې یې چوپتیا د دوام سره مرسته کوي

21 نوومبر 2026
معترضې ښځې: د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدودیتونه د تاوتریخوالي یو ډول دی
خبر

معترضې ښځې: د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدودیتونه د تاوتریخوالي یو ډول دی

21 نوومبر 2026
فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست

21 نوومبر 2026
افغان ښځې د پاریس «افتخاري ښاریانې» شوې
خبر

افغان ښځې د پاریس «افتخاري ښاریانې» شوې

20 نوومبر 2026
بې پولې ډاکتران: افغانستان کې په خوراځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر کابو ۳۰ سلنه زیات شوی
خبر

بې پولې ډاکتران: افغانستان کې په خوراځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر کابو ۳۰ سلنه زیات شوی

20 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه