د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اجباري کډې: طالبانو د بامیانو په پنجاب کې د یوه کلي ۲۵ کورونه مهر و لاک کړي دي

29 جولای 2025
اجباري کډې: طالبانو د بامیانو په پنجاب کې د یوه کلي ۲۵ کورونه مهر و لاک کړي دي

په بامیانو ولایت کې سیمه ییزه سرچینې رخشانې رسنۍ ته وايي، طالبانو د والي په امر د دغه ولایت د پنجاب ولسوالۍ په «رشک پشته غرغری» کلي کې ۲۵ کورونه مهر ولاک او کورنۍ یې ترې په زور کډه کړې دي.

رخشانه: د بامیانو پنجاب ولسوالۍ کې یوې سیمه ییزې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، د طالبانو یو پلاوی نن (دوشنبې د زمري ۶ مه) د رشک کلي ته ورغلي تر څو د هغه ځای اوسېدونکي کډه کړي.

د سرچینې په وینا، طالبانو د دغه کلي اوسېدونکو ته چې ټول یې له هزاره قوم څخه دي، ۱۵ ورځې وخت ورکړی وو، چې کلی خالي کړي او دغه موده د تېرې اوونۍ د پنشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

د سرچینې په خبره، د یاد کلي اوسېدونکو په ټاکل وخت کې د طالبانو د پلاوي ورتګ ته انتظار وو او کلی یې نه وو پریښي، خو د طالبانو پلاوی نن دغه کلي ته راغلی تر څو خلک په اجباري توګه کډه کړي.

سرچینې زیاته کړې، د دغه کلي ټولې ښځې او ماشومان له کورونو شړل شوي دي.

سرچینه وايي، د طالبانو د پلاوي له راتګ وروسته د دې کورنیو نارینه وو کلی پريښي، تر څو د طالبانو ځواکونه پر دوی د اجباري ایستلو پرېکړه«په زورلاسلیک نه کړي.»

هغه ویلي«په کلي کې نارینه شتون نه لري، د طالبانو وسله وال کسان د خلکو له کورونو کډې باسي، که طالبان نارینه پیدا کړي، هغوی نیسي او په زور پرېکړه پرې لاسلیک کوي.»

د رخشانې رسنۍ سرچینې و ویل، د طالبانو پلاوی«د سترې محکمې دوه پرېکړه لیکونه» نه مني او د رشک کلي خلک په زور کډه کوي.

د سرچینې د خبرو پر بنسټ، طالبانو ورسره ښځینه پولیسې هم راوستې، ښځې، ماشومان او د کور توکي په زور له کورونو څخه ایستلي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

طالبانو ۲۵ کورونه مهر و لاک کړي، ښځې او ماشومان یې له خپلو کورونو په زور او جبر سره ایستلي دي.

د رخشانې رسنۍ سرچینې ټینګار وکړ، چې د طالبانو ځواکونه لا هم د کلي څخه بهر د اړیکو نیولو اجازه نه ورکوي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه