انځور: آرشیف
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د نوامبر ۲۵ مه، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي، د نړۍ لږ تر لږه یو په درېیمه برخه ښځو او نجونو په خپل ژوند کې فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی دی.
رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د لیندۍ ۳مه) «عدالت ته له تاوتریخوالي پاتې ښځو لاسرسي» په راپور کې ویلي، یوازې یو په څلورمه ښځو چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی، د مرستې تر لاسه کولو لپاره اقدام کوي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، «یوازې ۷ سلنه ښځو فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی پولیسو ته راپور ورکړی، په داسې حال کې، چې دغه موارد د بشري حقونو تر ټولو پراخه سرغړونې څخه شمېرل کېږي.»
راپور راوړي: «ان کله چې ښځې د عدالت غوښتنې لپاره اقدام کوي، عدالت ته د هغوی لاسرسی تضمین شوی نه دی، ځکه جنسي تاوتریخوالی د هغو جرمونو له ډلې دي، چې د هغوی د عاملینو د محکومیت احتمال ډېر کم دی.»
ملګرو ملتونو ویلي، هغه ښځې چې د تاوتریخوالي راپور ورکوي، ښايي، کور، اولادونه او د خپلې ګټې سرچینې له لاسه ورکړي. کورنۍ یې ښايي هغوی خوشي کړي، د ټولنې له خوا به ورټل شي او د تاوتریخوالي د عاملینو له خوا به وګواښل شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرائیوي مدیرې سیما باهوس وايي، «په ټوله نړۍ کې قضايي نظامونه د هغو ښځو او نجونو په وړاندې چې تاوتریخوالی تجربه کوي، په شدت سره ناکام دي.»
د هغې په خبره، کله چې ښځې او نجونې عدالت ته لاسرسی نه لري یا قانون ترې ساتنه نه کوي، عدالت ټینګېدونکی نه دی.
ملګرو ملتونو په خپل راپور کې راوړي، له تاوتریخوالي پاتې یو شمېر ښځې، چې د مرستې تر لاسه کولو لپاره مراجعه کوي، مخ پر کمېدو دي.
د دې بنسټ د معلوماتو پر اساس، آسیا کې له تاوتریخوالي پاتې یوازې ۱۶ سلنه ښخې د مرستې تر لاسه کولو لپاره مراجعه کوي. دا شمېر په افریقا کې ۳۱ سلنه او په لاتینه امریکا او کارائیب حوزه کې ۴۰ سلنه دی.
ملګرو ملتونو ویلي، په ټوله نړۍ کې د ۶۳ تر ۹۷ سلنه پورې راپور کړای شوې دوسیې، د محکومیت د حکم په صادرولو نه تمامېږي.
د ملګرو ملتونو به وینا، دوسیې قضايي بهیر ته له رسېدو څخه وځي، له تاوتریخوالي پاتې کسان په وار وار پوښتل کېږي او تر ډار لاندې وي او د تاوتریخوالي عاملین ښايي هېڅ وخت ځواب ویونکي نه شي.
ملګرو ملتونو ویلي، ۲۵ سلنه ښځې چې په ټولنیزو شبکو کې فعالیت لري، آنلاین تاوتریخوالی یې تجربه کړی دی.
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې سږنی شعار «د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالی پای ته رسولو لپاره سره یو شو: عدالت تامین کړو، له پاتې شویو کسانو ملاتړ وکړو او له سزا معافیت ته پای ورکړو» دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له ټولو غوښتي، چې «د تاوتریخوالي د پاتې شویو لپاره د عدالت برابرولو، له سزاو د معافیت د پای ته رسولو او تامین لپاره» له دې کمپاین سره یو ځای شۍ.
د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې، د ښځو د حقونو سازمانونو، دولتونو، ملګرو ملتونو، رسنیو او له تاوتریخوالي قربانیانو لپاره یو پلېټ فارم دی، تر څو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره په ګډه کار وکړي.







