د «برابرۍ لپاره د ښځو چیغه غورځنګ» غړو د نوامبر ۲۵ مه، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځې له سازمان شوي او هدفي تاوتریخوالي سره مخ دي.
رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (سه شنبه د لیندۍ ۳ مه) په یوه اعلامیه کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ټول ډولونه په کلکه غندلي دي.
د دې اعتراضي غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، «د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی یوازې، په وهلو ټکولو، وژلو او جسمي ځورولو نه محدودېږي، بلکې رواني او جنسي ځورونه، جبري واده، له او اساسي حقونو د هغوی محرومول هم په کې شاملېږي.»
د «برابرۍ لپاره د ښځو چیغه غورځنګ» غړو د افغان ښځو او نجونو پر اساسي حقونو او آزادیو لګول شوي پراخ محدودیتونه، «د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي بېلګه» بللې ده.
دوی ویلي، له زده کړو د میلیونونه نجونو محرومول، په تګ راتګ محدودیت، د مدني اعتراضونو ځپل او د معترضو ښځو نیول او ګواښل، له عمومي ژوند څخه د ښځو هدفي ایستل، د دوی د اساسي حقونو پراخه او دوامداره سرغړونه ښيي.
دا د دوی د اساسي حقونو پراخه او دوامداره سرغړونه ښیي.
معترضو ښځو زیاته کړې، له خپلو انساني حقونو د ښځو محرومول، نه کلتوري ارزښت دی او نه هم دیني توجیه لري، بلکې د انساني کرامت، عدالت او د بشري حقونو د بنسټیزو اصولو ښکاره ماتونه ده.
دوی ویلي، د ښځو له برابر او آزاده ګډون پرته هېڅ ټولنه نه شي کولی، سولې، عدالت او دوامداره پراختیا ته ورسېږي.
د هغوی په وینا، «د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه یوازې د ښځو مسوولیت نه دی، بلکې د ټولو خلکو، بنسټونو، دولتونو او نړیوالې ټولنې ګډه دنده ده.»
د دغه اعتراضي غورځنګ غړو له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو، دولتونو او د ښځو د حقونو له مدافع سازمانونو غوښتي، چې د افغان ښځو په وړاندې د سازمان شوي او هدفي تاوتریخوالي په وړاندې چوپه خوله نه شي.
همدارنګه هغوی د طالبانو له تبعیض نه ډکو سیاستونو د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د بنسټونو د عملي ګام پورته کولو او د ښځو د زده کړې، کار او آزادۍ د برابرولو غوښتنه وکړه.
معترضو ښځو د «تاوتریخوالي عاملینو د ځواب وینې، د هغو ښځو او نجونو د ملاتړ، چې د تاوتریخوالي قرباني دي، د معترضو ښځو او د بشري حقونو د مدافعینو او ښځو ته د عدالت د لاسرسي برابرولو» غوښتنه کړې ده.







