د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران اندېښمنوونکي پړاو ته رسېدلی او دا مهال په ټول هېواد کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي.
رخشانه: افغانستان کې د یونیسف استازي تاج الدین اویوالي نن (سه شنبې د وږي ۳ مه) جینوا کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، د ماشومانو د خوارځواکۍ له امله په ټول هېواد کې روغتونونه تر فشار لاندې دي.
هغه زیاته کړې، دا مهال په ټول هېواد کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي، چې منځ کې یې شاوخوا یو میلیون په حاده او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ اخته دي.
اویوالي ویلي، کم عمره ماشومان له دې بحران څخه زیات زیان ویني. د هغه په وینا، ۴۰ سلنه هغه ماشومان چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې څخه د خورېدونکو پېچلتیاو له امله روغتونو کې بسترېږي، له شپږو میاشتو کم عمره ماشومان دي او تر دوه کلنۍ کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه جوړوي.
د یونیسف استازي ټینګار کړی، چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه له نیم میلیون څخه زیات ماشومان له ګواښ ډکې منځنۍ کچې او سختې خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې بستر دي. د شدیدې خوارځواکۍ او طبي پېچلتیاوو له امله په روغتون کې بستر شوي ماشومانو شمېر هم د تېر کال په جولای کې له ۶ زره څخه د روان کال جولای کې ۸ زره ته لوړ شوی دی.
د هغه د څرګندونو له امخې، د افغانستان په ځینو سویلي سیمو کې وضعیت خورا خراب دی، په داسې ډول چې په یو شمېر روغتونو کې په هر چپرکټ په شدیده خوارځواکۍ اخته له درې تر څلور ماشومان پراته دي.
یونیسف ویلي، دا بحران یوازې د خوړو د کمښت پایله نه ده، بلکې د غذايي رژیم ټیټ کیفیت، پرلپسې ناروغۍ، بېوزلي، پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو ته محدود لاسرسی او همدارنګه اقلمي او اقتصادي بحرانونو د ماشومانو وضعیت لا سخت کړی دی.
افغانستان کې د ماشومانو د تغذیې د وضعیت په اړه د یونیسف وروستی راپور وايي، د هېواد نیمايي ماشومان «سخت خوراکي فقر» کې ژوند کوي، په دې مانا چې دوی په ورځ کې د دوو یا لږو خوراکي ډول خوړو څخه کار اخلي.
دې بنسټ ویلي، ډیری له ماشومانو له شپږو میاشتو وروسته، کله چې د مور د شیدو تر څنګ ډول ډول او مغذي خواړه ومومي، د ډوډۍ او چای یا نرۍ شویو مستو په څېر خوړو پورې محدودېږي.
یونیسف خبرداری ورکړی، هغه ماشومان چې په هغو کورنیو کې ژوند کوي، چې د خوړو له سختو ناامنیو سره مخ دي، د خوارځواکۍ په دوره کې تر شپږ چند زیات په ډنګرتوب احتمال لري.
افغانستان کې د یونیسف استازي د اقلیمي بحرانونو اغېز او افغانستان ته د راستنېدونکو کورنیو د شمېر زیاتوالي ته په اشارې وايي، پرلپسې وچکالۍ، سختو بارانونو او سېلابونو په سوداګرۍ او ژوند کې د ګډوډۍ تر څنګ پر کورنیو او روغتیايي خدماتو سخت فشار وارد کړی دی.
د هغه په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه پورې شاوخوا شپږ میلیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي، چې له نیمايي زیات یې ماشومان دي. دا راستنېدنه په داسې شرایطو کې تر سره کېږي، چې په هېواد کې د ژوند سرچینې، روغتیايي او د تغذیې خدمات له وړاندې تر فشار لاندې دي.
د یونیسف استازي ویلي، د تېر کال په پرتله، روان میلادي کال په سخته خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې له ۱۰۰ زیات مرکزونه د سرچینو د کمښت له امله تړل شوي دي. سلګونه نور مرکزونه، چې ماشومانو، امیندوره او شیدې ورکونکو مېرمنو ته د تغذیې خدمات وړاندې کوي، د بودیجې د کمښت یا پرېکېدو سره مخ دي.
د شمېرو له مخې افغانستان کې د تغذیې برخه له ۵۷ سلنې بودیجوي کسر سره مخ ده. یونسف روان کال په افغانستان کې د خپلې تغذیې پروګرام د پلي کولو لپاره شاخوا ۱۸۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یې یوازې ۲۲ سلنه بودیجه برابره شوې ده.
اویوالي خبرداری ورکړی، چې یوازې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه بسندویه نه ده او که چېرې ماشوم له رخصتېدو وروسته کور ته لاړ شي، د مغذي خوړو، پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدماتو ته د لاسرسی توان ونه لري، د خوارځواکۍ د راګرځېدو ګواښ شتون لري.
نوموړي د امیندوارۍ پر مهال د مېرمنو د تغذیې ملاتړ، د مور په شیدو د تغذیې هڅولو او د شپږو میاشتو څخه تر ۲۳ میاشو پورې ماشومانو ته د منتوع او مغذي خوړو په چمتو کولو باندې ټينګار کړی دی.
د یونیسف استازي د افغانستان د خوارځواکۍ د بحران د لا خرابېدو د مخینوي لپاره د تمویل د بېړني او دوامداره زیاتوالي غوښتنه کړې وايي، دا بحران د وړاندوینې وړ دی او دا د ماشومانو هغه پړاو ته د رسېدو د مخه، مخینوی کېدای شي، چېرې چې دوی به روغتون کې د ژوند ژغورنې درملنې ته اړتیا لري.







