د ملګرو ملتونو د ښځو بنسټ آسیايي څانګې (UN Women AsiaPacific) ویلي، د ښځینه خبریالانو د غږ چوپول د ټولو ښځو د غږ چوپول په مانا دي.
رخشانه: دې بنسټ په یوه بیانیه کې له ښځینه خبریالانو د ملاتړ او د هغوی له حقونو د ساتنې غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو ویلي، ښځینه خبریالانې لا هم له فزیکي تاوتریخوالي، ځورولو حقوقي څار، رواني زیانونو او د دوی د راپورونو د بې ارزښته کولو له انلاین کمپاینونو سره مخ دي.
د دې بنسټ په ونیا، انلاین بریدونه د ښځو پر خوندیتوب، روغتیا او په عامه بحثونو کې د آزاد ګډون وړتیا اغېزمنوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو بنسټ اجرائیه مرستیالې نیارادزای ګومبونزواندا وايي، ښځې په شخړو خپلو یو کې ډېری وختونه د قربانیانو په توګه ښودل کېږي، که څه هم دوی د تاوتریخوالي مخنیوي، د شخړو منځګړیتوب، د ټولنې یووالي ساتلو او د ټولنې په بیا رغونه کې رول لوبوي.
هغې ویلي، کله چې د هغوی د تجربو راپور نه ورکول کېږي، خلک د جګړې د یوې برخې واقعیتونه ویني.
د ملګرو ملتونو د ښځو او یونسکو د یوې نوې څېړنې له مخې، د سروې شویو ښځینه خبریالانو ۷۵ سلنه یې آنلاین تاوتریخوالی تجربه کړی دی.
دغه بنسټ لیکلي، ۴۲ سلنه ښځینه خبریالانې آنلاین بریدونه په حقیقي نړۍ کې د ځورونې یا برید سره تړاو لري، چې په ۲۰۲۰ کې دا شمېره ۲۰ سلنه وه.
د دې سازمان د معلوماتو له مخې، نېږدې څلورمه برخه د بشري حقونو مدافعین، فعالان او ښځینه خبریالانو راپور ورکړی، چې د مصنوعي ذهانت پر بنسټ ځورونې یې تجربه کړې دي.
د بېګم راډیو بنسټ اېښودونکې حمیده امان د خبریالانو د نړیوال فدراسیون (IFJ) د شمېرو پر بنسټ ویلي، د جمهوریت د دوران د ۲۸۰۰ ښځینه خبریالانو شمېر د طالبانو په دوره کې ۷۰۰ تنو ته راټیټ شوی دی.
نوموړې زیاته کړې، د ښځینه خبریالانو خوندیتوب د دې تضمین په مانا ده، چې میلیونونه ښځې له عمومي ژوند څخه په بشپړه توګه څنډې ته نه کړای شي.
دا وايي، راډیو بېګم یې د ۲۰۲۱ په مارچ کې جوړه کړې تر څو افغان ښځې وکولی شي، خپلې تجربې له نورو سره شریک کړي او د خپل ژوند اړوند اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.
د هغه په وینا، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا راتګ راهیسې، د دې ډلې محدودیتونو، د دې کار تر سره کول په زیاتېدونکې توګه ستونزمن کړي دي.
طالبانو دوه کاله وړاندې کابل کې د راډیو بېګم دفتر مهر و لاک کړ، فعالیت یې ور ودراوه او درې تنه همکارانې یې له شپږو میاشتو زیاته موده زنداني کړې.
مېرمن امان پوښتنه کړې: «که دا خبریالان ورک شي، څوک به د افغان ښځو د ژوند په اړه خبرې وکړي؟ څوک به د هغوی غږ د نورو تر غوږونو ورسوي.؟»
د ملګرو ملتونو د ښځو بنسټ ویلي، له ښځینه خبریالانو خوندیتوب یوازې د هغوی د فردي امنیت په مانا نه دی. دا موضوع همدارنګه په دې پورې اړه لري، چې له شخړو د چا تجربې ثبتېږي، د چا غږ د عمومي درک په جوولو کې رول لري او د سولې په بهیر کې د چا برخه په رسمیت پېژندل کېږي.







