د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: له طالبانو سره تعامل د افغان ښځو مبارزې کمزورې کوي

2 نوومبر 2026
معترضې ښځې: له طالبانو سره تعامل د افغان ښځو مبارزې کمزورې کوي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی.

د « شنبه های ارغواني غورځنګ» غړو ویلي، له طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو تعامل د دې ډلې په پیاوړتیا او د افغان ښځو د مبارزو په کمزوري کولو تمامېږي.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (دوشنبې د لړم ۱۱ مه، د یوې بیانیې په خپرولو د طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو «د اړیکو عادي کولو او تعامل» باندې نیوکه کړې ده.

د «شنبه های ارغواني غورځنګ» غړو ویلي، د طالبانو سره د تعامل سرلیک له «سیاسي» څخه و «تخنیکي» ته بدلول به د هغې پایلې، په ځانګړې توګه د دې ډلې د دریځ د مشروعیت او پیاوړتیا له نظره بدلې نه کړي.

د دوی په وینا، دا تعامل که په هر نوم او ډول وي، کولی شي د طالبانو د مقام په پیاوړتیا او د دې ډلې د قدرت د تثبیت سره مرسته وکړي.

معترضو ښځو د طالبانو له لوري هرات کې د حجاب نه مراعات کولو په تور د ښځو او نجونو پر نیول کېدو اندېښنه وښوده وايي، دا عمل د ښځو د مشروع غوښتونو په وړاندې د طالبانو د ځپلوونکي چلند ښکارندويي کوي.

د یاد غورځنګ غړو ټينګار کړی، چې طالبان د ښځو د پر حق غوښتنو ته د ځواب ویلو او د هغوی اساسي خپلواکیو ته د درناوي پر ځای، هغوی ځپلې او غږونه یې ورغلي کړي دي.

دوی، د طالبانو له زاندانونو په هرات کې ښار کې د حجاب نه رعایت کولو په تور د نیول شویو ښځو او نجونو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

معترضو ښځو د جرمونو ضد نړیوالې محکمې له خوا د طالبانو د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو د نیولو د حکم له علني کېدو هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې د جنایتونو او بشر ضد جرمونو د تر سره کولو له امله دې، د ټولو طالب مشرانو د نیولو حکم صادر شي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو حقونه د سیاسي مصلحتونو قرباني نه کړي

فایق: افغان ځوانان د زده کړې، کار او ټولنیز ګډون له محرومیت سره مخ دي

همدارنګه هغوی له دې محکمې وغوښتل، د هغه طالب مشرانو د نیولو زمینه برابره کړي، چې د نیولو حکم یې صادر شوی، تر څو د دې جرمونو د پراختیا او دوام مخنیوی وشي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د ماشومانه ودونو د زیاتوالي او زېږون له خدماتو د ښځو د محرومیت په اړه خبرداری
خبر

افغانستان کې د ماشومانه ودونو د زیاتوالي او زېږون له خدماتو د ښځو د محرومیت په اړه خبرداری

2 نوومبر 2026
د طالبانو د مشر نوم د «رسنیو د آزادۍ دښمنانو» نوملړ کې راغلی
خبر

د طالبانو د مشر نوم د «رسنیو د آزادۍ دښمنانو» نوملړ کې راغلی

2 نوومبر 2026
بدخشان کې د «ناموسي وژنې» د دوه ترخو پېښو کیسه
خبر

سمنګان کې یوه ښځه د خپل مېړه له خوا وژل شوې

1 نوومبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه خبریالانو د غږ چوپول د ټولو ښځو د غږ چوپول دي
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه خبریالانو د غږ چوپول د ټولو ښځو د غږ چوپول دي

1 نوومبر 2026
امریکا کې یوه افغان زده کړیاله د پناه غوښتنې له مرکې څو اوونۍ مخکې نیول شوې
خبر

امریکا کې یوه افغان زده کړیاله د پناه غوښتنې له مرکې څو اوونۍ مخکې نیول شوې

31 اکتوبر 2026
بنټ: د طالبانو ځپونکی نظام او افغانستان کې بنسټیز شوی تبعیض نه باید عادي کړای شي
خبر

بنټ: د طالبانو ځپونکی نظام او افغانستان کې بنسټیز شوی تبعیض نه باید عادي کړای شي

29 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه